• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالو بې‌غږه فریاد؛ پاکستان کې پخواني پوځیان او د هغوی کورنۍ له بشري ناورین سره مخ دي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۴۷ GMT+۱

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو عالي شورا د پخوانیو افغان پوځیانو او کډوالو پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې. دغه شورا وایي، چې زرګونه پخواني پوځیان او د هغوی کورنۍ په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان کې له سخت بشري ناورین او ناروښانه برخلیک سره مخ دي.

یادې شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ملګرو ملتونو، د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او کوربه هېوادونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري اخراج مخه ونیسي او د پخوانیو پوځیانو دوسیو ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي.
دغه شورا وایي: «ایا نړۍواله ټولنه به خپل مسوولیت ادا کړي؟ د افغانستان پخواني پوځیان کلونه د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ وو او د نړۍوالې ټولنې تر څنګ یې د امنیت او ثبات د ټینګښت او له انساني ارزښتونو د دفاع لپاره هڅې کړې دي».
د خبرپاڼې له مخې؛ اوس‌مهال د دغه پوځیانو ډېری کورنۍ په جلاوطنۍ کې له بې‌وزلۍ، ناروښانه برخلیک او د اوسېدو اسنادو نشتوالي له امله د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د پخوانیو پوځیانو، د پخواني حکومت د کارکوونکو، مدني فعالانو او د هغوی د کورنیو په زرګونه غړي په ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان کې له یو خورا ستونزمن بشري ناورین سره مخ دي.
د یادې شورا په وینا؛ د هغوی ماشومان د زده‌کړې له حقه بې‌برخې شوي، ناروغان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او زرګونه کورنۍ په سختو او ناڅرګندو شرایطو کې ژوند کوي.
په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو عالي شورا د پناه غوښتنې د دوسیو په څېړلو کې پر ځنډ، له ګواښ سره د مخ کسانو لپاره د اغېزناک ملاتړ پر نشتوالي او د نړۍوالې ټولنې پر بې‌غورۍ اندېښنه څرګنده کړې.
یادې شورا له ملګرو ملتونو، د کډوالو له عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د پاکستان له حکومت او د بشري حقونو له ټولو ملاتړو هېوادونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري اخراج مخه ونیسي، د پخوانیو پوځیانو او د هغوی د کورنیو دوسیو ته سملاسي رسېدنه وکړي، کډوالو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي، بشري او اقتصادي مرستې زیاتې کړي او خپل اخلاقي مسوولیتونه ادا کړي.
دوی وایي، د دغه بشري ناورین پر وړاندې چوپتیا د هغو ارزښتونو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي چې نړۍوالې ټولنې کلونه، کلونه ترې دفاع کړې ده. یادې شورا په پای کې ویلي: «له ټولو نړۍوالو بنسټونو، حکومتونو او د بشري حقونو له ملاتړو سازمانونو غواړو، چې د زرګونه افغان کډوالو او پخوانیو پوځیانو د کړاو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي او بېړني ګامونه پورته کړي».

ترویج لرونکی

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې
۱

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۲

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۳

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۴

ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی

۵
تازه خبر

د ۱۵ هېوادونو استازو د طالبانو له پلاوي سره په ناسته کې ګډون کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي د افغانستان په اړه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان اندېښنې بې‌ځایه دي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۳۹ GMT+۱
طالبان وایي د افغانستان په اړه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان اندېښنې بې‌ځایه دي
100%

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د افغانستان په اړه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان اندېښنې بې‌ځایه دي. یاد سازمان ویلي، په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت لاهم د دوی لپاره تر ټولو جدي اندېښنه ده.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۴مه) ویلي، چې واک ته د یادې ډلې له رسېدو وروسته د دوی امنیتي ځواکونه د هېواد پر ټوله جغرافیه بشپړ واکمن دي.

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د دایمي شورا مشر وېکټور واسیلیف ویلي، که څه هم روسیه او د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه له طالبانو سره د اړیکو هڅه کوي؛ خو په افغانستان کې امنیتي وضعیت لاهم پېچلی دی او د ثبات نښې نه لیدل کېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان له شمالي پولو سره نږدې وسله‌والې ډلې او جنګیالي د سازمان د غړو هېوادونو، په ځانګړي ډول تاجکستان لپاره جدي امنیتي ګواښ جوړوي او د دغه ډلو پر ضد به ګډ عملیات لا پراخ شي.

خو فطرت زیاته کړې، چاته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان خاوره د نوور هېوادونو په وړاندې وکاریږي. هغه ویلي: «دا د افغانستان اصولي دریځ دی، چې چاته اجازه نه‌ورکوي له افغانستان نه نورو ته خطر متوجه شي او نه هم افغانستان نورو وسله‌والو ډلو ته د فعالیت اجازه ورکوي».

د یاد سازمان په وینا؛ پلان لري چې د افغانستان په شمالي پولو کې د وسله‌والو ډلو د نفوذ د مخنیوي لپاره خپلې ګډې هڅې زیاتې کړي؛ ځکه دغه ډلې د سیمه‌ییز امنیت لپاره مستقیم ګواښ بلل کېږي.

د ازادۍ جبهه وايي په لغمان کې یې پر طالبانو راکټي برید کړی

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۴۹ GMT+۱
د ازادۍ جبهه وايي په لغمان کې یې پر طالبانو راکټي برید کړی
100%

د طالبانو مخالفې ډلې ازادۍ جبهې یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي، چې په لغمان ولایت کې یې د طالبانو پر مرکزونو راکټي برید کړی دی. یادې جبهې زیاته کړې، چې طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې؛ خو د مرګ‌ژوبلې کره شمېر په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

د ازادۍ جبهې په وینا؛ د دوی ځواکونو د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳مه) د ماسپښین شاوخوا ۱:۳۰ بجه د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام بابا په دره کې د قولوک په کلي کې د طالبانو پر یوې اډې برید وکړ.

د یادې جبهې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نښته د راکټ او کوچنیو وسلو ډزو سره پیل شوه او شاوخوا ۱۵ دقیقې یې دوام وکړ. د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې په برید کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه یې کره معلومات نه‌دي وړاندې کړي.

دغه جبهې ویلي، په عملیاتو کې د دوی جنګیالیو ته زیان نه‌دی رسېدلی. د طالبانو ځایي چارواکو لاتراوسه په رسمي ډول د برید یا د هغې د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

افغان او ترکي سوداګرو د کانونو او وچې مېوې په برخو کې د پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړې

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۱۱ GMT+۱
افغان او ترکي سوداګرو د کانونو او وچې مېوې په برخو کې د پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړې
100%

ترکیې ته د افغانستان د سوداګرو تللي پلاوي د دغه هېواد له سوداګرو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د کانونو او وچې مېوې په برخو کې پانګونه وکړي. په دغه لیدنو کې د دواړه هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار شوی.

ترکیې ته د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشر محمد ابراهیم غضنفر په مشرۍ تللي پلاوي له ترکي سوداګرو سره د کانونو، وچې مېوې، کرنې او بېلابېلو برخو کې د پانګونې او دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې.

غضنفر په دغه ناستو کې افغانستان د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره مهم مرکز یاد کړی او د دواړه هېوادونو د خصوصي سکټور د تجریو شریکولو، تخنیکي همکاریو زیاتېدو، پانګونې او تګ‌راتګ غوښتنه یې کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې د نورو برخو ترڅنګ د تولیدي صنعتونو برابرول د افغانستان له مهمو اړتیاوو څخه دي او د ترکیې پانګه‌والو ته یې په افغانستان کې د پانګونې لپاره بلنه ورکړې ده. د دواړو هېوادونو سوداګرو د اړیکو د پراختیا، د پانګونې د زیاتېدو او اقتصادي پرمختګ هیله ښودلې.

پرچمن ولسوالۍ کې ولسي لاریون؛ خلکو د طالب ولسوال د ګوښه کولو غوښتنه کړې

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۰۳ GMT+۱
پرچمن ولسوالۍ کې ولسي لاریون؛ خلکو د طالب ولسوال د ګوښه کولو غوښتنه کړې
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د سړک جوړونې د یوې پروژې د لېږد پر ضد اعتراضي لاریون کړی او د یادې ولسوالۍ د طالب ولسوال د ګوښه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د سرچینو په وینا، دغه پروژه په اصل کې د «تحت پرچمن» سیمې لپاره د یوې موسسې له لوري په پام کې نیول شوې وه، خو طالب ولسوال هغه د «نزګان» سیمې ته، چې د نوموړي د اوسېدو او زېږېدو سیمه بلل کېږي، لېږدولې ده.

لاریونوال وایي چې د پروژې په لېږد سره د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکي د سړک له جوړېدو او ورسره تړلو کاري فرصتونو څخه بې‌برخې شوي دي.

دوی ادعا کوي چې د موسسې کارکوونکو هم ورته ویلي چې طالب ولسوال د فشار له لارې هغوی دې پرېکړې ته اړ کړي او د مخالفت امکان ورسره نه لري.

د سرچینو په خبره، طالبانو له دې اعتراض وروسته د یوې سیمې ارباب هم نیولی دی. ویل کېږي چې نوموړي د اعتراض کوونکو په منځ کې وینا کړې وه او له همدې امله د روانې اوونۍ په ترڅ کې ونیول شو.

په هغې ویډیو کې چې د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، اعتراض کوونکي د پروژې د لېږد پرېکړه غندي او خبرداری ورکوي چې که دا پرېکړه عملي شي، د موسسې دفتر به وتړي.

اعتراض کوونکو همداراز د «موږ دا ولسوال نه غواړو» شعارونه ورکړي او د طالب ولسوال د لرې کولو غوښتنه یې کړې ده.

پرچمن ولسوالۍ د فراه ولایت له غرنیو او لرې پرتو سیمو څخه ده. د سختو لارو او د ولایت له مرکز څخه د واټن له امله، د سړک جوړونې پروژې د سیمې د اوسېدونکو لپاره ځانګړی اهمیت لري او د تګ راتګ، سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو په اسانتیا کې مهم رول لوبوي.

طالب سفیر او د مالیزیا ځانګړی استازی پر سیاسي او اقتصادي همکاریو غږېدلي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۸ GMT+۱
طالب سفیر او د مالیزیا ځانګړی استازی پر سیاسي او اقتصادي همکاریو غږېدلي
100%

په مالیزیا کې د طالبانو د سفارت سرپرست نقیب الله احمدي د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي داتو احمد اعظم سره لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې اترې شوې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې په مالیزیا کې د افغانستان سفارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د کابل او کوالالمپور ترمنځ په اړیکو کې پر مثبتو پرمختګونو او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي مناسباتو پر پیاوړتیا تفصیلي بحثونه وشول.

په خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د ګډو ګټو پر بنسټ د پیاوړو او دوامداره اړیکو پر پراختیا هیله څرګنده کړې ده. نقیب الله احمدي او داتو احمد اعظم د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره مهمه بللې ده.

له روسیې پرته د مالیزیا په ګډون د نړۍ بل هېڅ یوه هېواد لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو یو شمېر هېوادونو په خپلو پلازمېنو کې د افغانستان سفارتونه دغه ډلې ته سپارلي دي.