• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالب چارواکي: د ټاپي پروژې ۹۱ کیلومتره پایپونو نصب او ۱۳۰ کیلومتره مسیر هوار شوی

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۹ GMT+۱

په هرات ولایت کې د ټاپي د ګازو د سترې نل‌لیکې پروژې طالب مسوولین وایي چې د دې پروژې عملي چارې په چټکۍ روانې دي او تر اوسه شاوخوا ۱۳۰ کیلومتره مسیر هوار شوی او ۹۱ کیلومتره پایپونه نصب شوي دي.

د طالبانو د هرات ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هرات طالب والي د ټاپي پروژې د مسوولینو په ګډون د رباط سنګي ولسوالۍ په سیمه کې د دې پروژې د پرمختګ بهیر له نږدې وکتل شو، چې په ترڅ کې یې د نل‌لیکې د غځولو روان کارونه وارزول شول.

طالب والي مولا اسلام جار ټاپي پروژه د هېواد له مهمو اقتصادي او بنسټیزو پروژو څخه وبلله او ویې ویل چې دا پروژه به د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا لپاره مهم رول ولوبوي.

هغه زیاته کړه چې د پروژې چارې په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی او د نل‌لیکې غځولو بهیر تر دې مهاله د هرات ښار د ورودي سیمو ته رسېدلی دی.

اسلام جار د دې پروژې پر مسیر د پرتو سیمو له خلکو، قومي مشرانو، امنیتي ځواکونو او اړوندو ادارو د همکارۍ مننه وکړه او د کار د دوام پر اسانتیاوو یې ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ټاپي پروژې عمومي رئیس محمد امانوف وویل چې د پروژې کارونه په منظم ډول روان دي او تر اوسه ۱۳۰ کیلومتره مسیر هوار شوی او ۹۱ کیلومتره پایپونه نصب شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د پروژې ټول اړین تجهیزات سیمې ته لېږدول شوي او د نصب بهیر دوام لري.

ترویج لرونکی

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې
۱

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۲

ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی

۳
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۴

نادرا ته د افغان کډوالۍ کارتونو لغوه کولو تر ۲۶زره ډېرې غوښتنې رسېدلې دي

۵

پاکستان: له طالبانو سره د ډیپلوماسۍ د بیا پیل لپاره د باور وړ ژمنو ته اړتیا ده

•
•
•

نور کیسې

ضیاالحق امرخېل: ‏په افغانستان کې د انټرنېټ بیې لوړې او کیفیت یې خورا ټیټ دی

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۳ GMT+۱
ضیاالحق امرخېل: ‏په افغانستان کې د انټرنېټ بیې لوړې او کیفیت یې خورا ټیټ دی
100%

د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل په افغانستان کې د انټرنېټ پر لوړو بیو او ټیټ کیفیت نیوکې کړې او د مخابراتي خدماتو د ښه والي او حساب ورکونې د جدي اړتیا غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي امرخېل په خپل خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې په افغانستان کې د انټرنېټ بیې واقعاً لوړې دي، خو په مقابل کې یې کیفیت خورا ټیټ دی. د هغه په وینا، د انټرنېټ د مصرف په اړه هېڅ ډول شفافیت نشته او هره لحظه دا امکان شته چې د کاروونکو کریډیټ بې له کوم واضح دلیل څخه صفر شي.

بل لور ته، د دغو شکایتونو هم‌مهاله، د طالبانو تر ادارې لاندې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) له مخابراتي شرکتونو سره په یوه ناسته کې د انټرنېټي او مخابراتي بنډلونو د بیو پر کمولو او د خدمتونو د کیفیت پر لوړولو خبرې کړې دي. په دې ناسته کې د خلکو ستونزو ته د رسېدنې او د مخابراتي خدماتو د وړاندې کولو پر څرنګوالي بحث شوی دی.

د اترا ادارې د معلوماتو له مخې، طالب مسوولینو په دې ناسته کې ټینګار کړی چې د مصرفوونکو د حقونو ساتنه، د باکیفیته خدمتونو وړاندې کول او په مناسبه بیه د مخابراتي بنډلونو عرضه کول د مخابراتي شرکتونو اساسي مسوولیتونه دي. د ناستې ګډونوالو همداراز د خلکو شکایتونو ته د چټکې رسېدنې پر اړتیا خبرې کړې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د اترا ادارې ویلي چې ټول مخابراتي شرکتونه مکلف دي خپلې چوپړتیاوې د ټاکل شویو اصولو او طرزالعملونو له مخې وړاندې کړي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې که کوم شرکت د قوانینو او مقرراتو سرغړونه وکړي، له هغه سره به جدي قانوني چلند وشي.

طالبانو د ماشومانو د حقونو د بنسټ راپور ناسم او بې اساسه وباله

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۱
 طالبانو د ماشومانو د حقونو د بنسټ راپور ناسم او بې اساسه وباله
100%

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه د هالنډي بنسټ «کېډزرایټس» راپور ناسم او بې اساسه بللی دی. دغه هالنډي بنسټ د ۲۰۲۶ کال په نړیوال شاخص کې افغانستان د نړۍ د ۱۹۴ هېوادونو ترمنځ په وروستي مقام کې راوستی دی.


حمدالله فطرت ادعا کړې چې د دوی حکومت د ماشومانو حقونو، ښوونې، روزنې او روغتیا ته ځانګړې پاملرنه لري او پر هغوی د درنو کارونو د منع قانون یې په کلکه پلی کړی دی. د طالبانو دغه ویاند زیاته کړې چې ګڼ بې سرپرسته ماشومان له سړکونو او واټونو راټول شوي او په رسمي روزنتونونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د ماشومانو د حقونو د ملاتړ دغه هالنډي بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د ماشومانو د حقونو د درناوي له پلوه په نړۍ کې تر ټولو بد وضعیت کې دی او د ۰،۲۱۴ نمرو په ترلاسه کولو سره یې په ۱۹۴م ځای کې قرار اخیستی دی. له افغانستان وروسته چاد په ۱۹۳م او ګینه په ۱۹۲م مقامونو کې دي، په داسې حال کې چې لوګزامبورګ، ایسلنډ او موناکو د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې تر ټولو غوره فعالیت درلودلی دی.

د ماشومانو د حقونو دغه نړیوال شاخص د اراسموس روټرډام پوهنتون په همکارۍ د ۲۲ معیارونو پر بنسټ چمتو شوی دی. په دغه ارزونه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)، د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام او د ماشومانو د حقونو د کمېټې له رسمي معلوماتو څخه ګټه اخیستل شوې ده.

د بښنې نړیوال سازمان: نړۍ باید د افغانستان ښځې هېرې نه کړي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۱
د بښنې نړیوال سازمان: نړۍ باید د افغانستان ښځې هېرې نه کړي
100%

د بښنې نړیوال سازمان وایي چې د ښځو حقونه د بشري حقونو نه بېلېدونکې برخه ده او نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ښځو وضعیت له پامه ونه غورځوي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۴مه، په اېکس خواله رسنۍ کې په یوه پیغام کې لیکلي: «د ښځو حقونه د بشري حقونو برخه ده، پرته له دې چې د نړۍ په کومه برخه کې وي. نړۍ باید د افغانستان ښځې هېرې نه کړي».

بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د ژوند په بېلابېلو برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. د دې سازمان په وینا، د زده‌کړو، کار، له محرم پرته د سفر، په تلویزیوني پروګرامونو کې د ګډون، په عامه ځایونو کې د خبرو کولو او پارکونو او ورزشي کلبونو ته د تګ په برخو کې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګول شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې پر ښځو او نجونو د فشارونو د زیاتېدو راپورونه خپاره شوي دي.

ځايي سرچینو تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي وو چې په هرات ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو یو شمېر ښځې د هغه څه په تور نیولې چې «بې‌حجابي» یې بللې ده.

د سرچینو په وینا، دغه لړۍ شاوخوا شل ورځې وړاندې پیل شوې او په ځینو مواردو کې د لسګونو ښځو د نیولو لامل شوې ده.

په هرات کې د طالبانو ځايي چارواکو مخکې تایید کړې وه چې له ۱۹ څخه زیاتې ښځې نیول شوې دي. دوی ویلي وو چې دغه اقدامات د «حجاب د رعایت او فرهنګ‌سازۍ» په موخه ترسره کېږي.

ورته راپورونه دا هم ښيي چې دغه محدودیتونه یوازې هرات پورې نه دي محدود پاتې شوي او په فراه ولایت کې هم یو شمېر ښځې په ورته شرایطو کې نیول شوې دي.

د بشري حقونو فعالان او نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې روان محدودیتونه نه یوازې د هغوی بنسټیز حقونه تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت هم اوږدمهاله منفي اغېزې لرلای شي.

ازادۍ جبهې طالبان د عاشورا مراسمو پر محدودولو او د مذهبي کرکې پر خپرولو تورن کړي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۰ GMT+۱
ازادۍ جبهې طالبان د عاشورا مراسمو پر محدودولو او د مذهبي کرکې پر خپرولو تورن کړي
100%

د طالبانو مخالفې ډلې، ازادۍ جبهې ویلي چې طالبان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د عاشورا د مراسمو پر ترسره کېدو محدودیتونه لګوي او د دې ډلې په وینا، دا اقدامات د مذهبي تاوتریخوالي او فرقه‌يي کړکېچونو د زیاتېدو لامل شوي دي.

د ازادۍ جبهې په یوه اعلامیه کې چې د عاشورا د ۱۴۴۸ قمري کال د محرم د لسمې ورځې په مناسبت خپره شوې، پکې راغلي چې سږکال عاشورا داسې مهال راځي چې طالبان پر مذهبي مراسمو، په ځانګړي ډول د شیعه وګړو پر عزادارۍ او ان فردي دیني چارو سخت محدودیتونه لګوي.

په اعلامیه کې راغلي چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې «لسګونه» شیعه وګړي د عاشورا د نښو او بیرغونو د پورته کولو او د دې ورځې د دودیزو مراسمو د ترسره کولو په تور د طالبانو د «امر بالمعروف» او امنیتي ادارو له لوري نیول شوي، سپکاوی ورته شوی او له بد چلند سره مخ شوي دي.

ازادۍ جبهې د هرات او کابل په ګډون د هېواد په نورو ولایتونو کې د عزادارانو د ځورونې، په پوهنتونونو او ښوونځیو کې پر زده‌کوونکو د فشار او د اسماعیلي ټولنې د غړو د مذهبي مناسکو د محدودولو راپورونو ته په اشارې ویلي چې دا اقدامات د دوی په وینا د «سیستماتیک تبعیض» څرګندونه کوي.

جبهې ټینګار کړی چې د افغانستان خلکو سلګونه کاله د مختلفو مذهبونو او عقایدو ترمنځ د ګډ ژوند او زغم تجربه لرلې، خو اوسنی وضعیت د دې ګډ ژوند پر بنسټونو منفي اغېز کوي.

دغه جبهه په پای کې د عاشورا د پیغام په الهام اخیستلو سره له خلکو غوښتي چې د دوی په وینا د «طالبانو د تفرقه‌اچوونکو سیاستونو» پر وړاندې په هوښیارۍ او ګډ ډول مقاومت وکړي او د عدالت، برابري او د ظلم پر ضد د درېدو ارزښتونه ژوندی وساتي.

صدیق صدیقي: د طالبانو مخالفان باید د افغانستان د راتلونکې لپاره نړیوال بحثونه پراخ کړي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۱
صدیق صدیقي: د طالبانو مخالفان باید د افغانستان د راتلونکې لپاره نړیوال بحثونه پراخ کړي
100%

د جمهوریت پر مهال د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د طالبانو د حکومت له مخالفانو او د بشري حقونو له فعالانو غوښتي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه نړیوال بحثونه او سیاسي هڅې پراخې کړي او د طالبانو د مشروعیت موندلو د هر ډول هڅې پر وړاندې په ګډه ودریږي.

صدیقي د پنجشنبې په ورځ په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د طالبانو وروستۍ څو ساعته غونډه د اروپايي هېوادونو د افغانانو له پراخ مخالفت سره مخ شوې ده.

هغه ویلي: «دا حرکت د دې لامل شوی چې د اروپايي ټولنې د پارلمان یو شمېر اغېزمن غړي د بښنې غوښتلو اقدام وکړي.»

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د طالبانو د سیاستونو پر ضد د اعتراضونو دا څپه نوره هم پراخه شي او د طالبانو سیاسي مخالفان او د بشري حقونو فعالان د افغانستان د راتلونکې په اړه په نړیواله کچه لا ډېرې غونډې او بحثونه تنظیم کړي.

د هغه په وینا، د طالبانو مخالفې سیاسي ډلې او د بشري حقونو فعالان باید د افغانستان د راتلونکې لپاره په ګډه او همغږۍ عمل وکړي او په بېلابېلو هېوادونو کې د بحث او خبرو اترو زمینه پراخه کړي.

صدیقي همداراز د اروپايي هېوادونو او بنسټونو سره د لا ډېرو خبرو اترو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو له «پټو او ښکاره ګواښونو» څخه لا ډېره خبره شي.