• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په ننگرهار، کونړ او بغلان کې د اوبو او حفظ‌الصحې نوې پروژه پلي کېږي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۲۱ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي چې د نړیوالې سرې میاشتې له فدراسیون سره په همغږۍ د اوبو، حفظ‌الصحې او لومړنیو مرستو د څلور کلنې پروژې د تطبیق پر چارو خبرې شوې دي، چې موخه یې په ننگرهار، کونړ او بغلان ولایتونو کې د روغتیايي خدماتو ښه‌والی دی.

د افغاني سرې میاشتې د معلوماتو له مخې، دا همغږۍ ناسته د پنجشنبې په ورځ ترسره شوې، چې پکې د دې ادارې عملیاتي مرستیال مولوي روح‌الله عبدالسلام، د نړیوال فدراسیون استازي دغه پروژه د بشري خدماتو د ښه تطبیق لپاره مهمه بللې.

هغه زیاته کړې چې د اوبو، حفظ‌الصحې او لومړنیو مرستو څلور کلنه پروژه به د خلکو د روغتیايي وضعیت په ښه کولو، د ناروغیو په مخنیوي او د اساسي روغتیايي اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، نوې پروژه به د پخوانۍ پروژې د تجربو پر بنسټ عملي شي، څو لا زیاتې اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راشي.

د معلوماتو له مخې، دا څلور کلنه پروژه د فنلنډي سرې صلیب په ملاتړ په ننگرهار، کونړ او بغلان ولایتونو کې پلي کېږي، چې هدف یې د اوبو او حفظ‌الصحې خدماتو ښه کول او د زیانمنو ټولنو د روغتیايي وضعیت پیاوړتیا ده.

ترویج لرونکی

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې
۱

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۲

ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی

۳
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۴

نادرا ته د افغان کډوالۍ کارتونو لغوه کولو تر ۲۶زره ډېرې غوښتنې رسېدلې دي

۵

پاکستان: له طالبانو سره د ډیپلوماسۍ د بیا پیل لپاره د باور وړ ژمنو ته اړتیا ده

•
•
•

نور کیسې

دبستان کلتوري مرکز په لغمان کې د ګل پاچا الفت مزار بیا رغولی دی

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۹ GMT+۱
دبستان کلتوري مرکز په لغمان کې د ګل پاچا الفت مزار بیا رغولی دی
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی، چې په لغمان ولایت کې د پښتو ژبې او ادب د نامتو شاعر، لیکوال او مفکر استاد ګل پاچا الفت د مقبرې د بیا رغونې چارې بشپړې شوې دي. دغه رغنیزې چارې د دبستان کلتوري مرکز له لوري ترسره شوې دي.

لغمان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالنور رسولي ویلي، چې استاد ګل پاچا الفت د افغانستان د ادب او کلتور یو ځلانده شخصیت و او د داسې ملي او کلتوري څېرو د اثارو او مقبرو ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

هغه زیاته کړه، چې د دغو کلتوري شخصیتونو د ژوند او خدمتونو درناوی په حقیقت کې د هېواد د تاریخ، هویت او کلتوري ارزښتونو درناوی دی. هغه د تاریخي او فرهنګي اثارو ساتنه راتلونکو نسلونو ته د ملي هویت د لېږدولو یوه مهمه وسیله وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د فرهنګي میراثونو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هغو بنسټونو او کلتوري شخصیتونو هڅې وستایلې، چې د فرهنګي میراثونو په ساتنه او بیا رغونه کې برخه اخلي. د یادولو وړ ده، چې استاد ګل پاچا الفت د افغانستان د معاصر پښتو ادب له مخکښو شاعرانو او لیکوالانو څخه و، چې د هېواد د ادبي او کلتوري ودې لپاره یې بې‌ساري خدمتونه کړي او د هغه مقبره د لغمان ولایت د عزیز خان کڅ په سیمه کې موقعیت لري.

د افغانستان په تاریخ کې د کلتوري او ادبي میراثونو ساتنه تل ځانګړی ارزښت درلودلی دی، لکه څنګه چې په هېواد کې د نورو کلتوري او تاریخي ارزښتونو د یادولو ترڅنګ، په دې وروستیو کې د پښتو ادب د بل نامتو شخصیت ملنګ جان د خوږې نغمې کتاب هم ۷۰ کلن شو، چې د رحمان بابا تر دیوان وروسته د پښتو ادب دویم تر ټولو مشهور کتاب ګڼل کېږي. طالبان بیا د ملنګ جان شاعري چې حماسي رنګ لري او ملت پالنه پکې ځای شوې، د طآلبانو له لوري پرې سخت بندیز لګېدلی دی.

د روغتیا سازمان: افغانستان کې نشه‌يي توکو پر کورنیو ناوړه روغتیايي او اقتصادي اغېزې کړي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱
د روغتیا سازمان: افغانستان کې نشه‌يي توکو پر کورنیو ناوړه روغتیايي او اقتصادي اغېزې کړي
100%

د روغتیا نړیوال سازمان د جون په ۲۶مه، د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د روږدو کسانو د مخنیوي، درملنې او بیا رغونې په برخه کې خپلو مرستو او ژمنو ته دوام ورکوي.

دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کارول پر ډېرو کورنیو او ټولنو ناوړه روغتیايي، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې کړې دي او دوی هڅه کوي چې اړمنو کسانو ته روغتیايي خدمات ورسېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ټول افغانستان کې د درملنې د ۱۱ مرکزونو او په ۱۰ ولایتونو کې د ۱۱ ګرځنده ټیمونو ملاتړ کوي، چې له دې جملې څخه څلور مرکزونه د ښځو او ماشومانو او یو مرکز د تنکیو ځوانانو درملنې ته ځانګړی شوی دی. دغه مرکزونه په ټولیزه توګه ۶۱۰ بسترونه لري چې زرګونه کسانو ته د ژوند ژغورنې روغتیايي، رواني او ټولنیز خدمات وړاندې کوي او ګرځنده ټیمونه بیا هغو زیانګالو خلکو ته خدمات رسوي چې مرکزونو ته لاسرسی نه لري.

دغه سازمان همدارنګه په کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې د اپیوایډ د بدیلې درملنې د څلورو مرکزونو او پنځو ګرځنده ټیمونو مالي او تخنیکي ملاتړ کوي، چې اوسمهال ترې څه باندې ۵۰۰ روږدي کسان ګټه اخلي. د دې ترڅنګ، د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د روغتیايي چارواکو سره د تخنیکي لارښودونو په برابرولو، د روغتیايي کارمندانو په روزنه او د درملنې د علمي لارو چارو په پراخولو کې همکاري کوي.

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي ډاکټر اډوین سلواډور په دې اړه وویل، چې د نشه‌يي توکو د کارولو اختلالات د مخنیوي او درملنې وړ دي او په دې برخه کې پانګونه له روږدو کسانو سره مرسته کوي چې بیرته خپلو کورنیو او ټولنو ته ګټور ثابت شي.

نوموړي د ۲۰۲۶ کال د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ د عامه پوهاوي د زیاتولو، په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ د مخنیوي د پروګرامونو د پیاوړتیا او د باکیفیته خدماتو د پراخولو لپاره یو ښه فرصت وباله.

په ایران کې درې افغان کډوال په سمندر کې ډوب شوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱
په ایران کې درې افغان کډوال په سمندر کې ډوب شوي
100%

د ایران د نوشهر ولسوالۍ د ژغورنې د ادارې مشر ویلي چې درې افغان کډوال د چهارشنبې په ورځ د دې ولسوالۍ د سمندر په ساحل کې ډوب شوي او یو بل کس لا هم ورک دی.

د دغې ادارې مشر، مجتبی شمس، د پنجشنبې په ورځ ویلي چې لږ تر لږه ۱۵ افغان وګړي، سره له دې چې سمندري هوا توپاني او خرابه وه، د نوشهر د ختیځ ساحلي اوبو ته ننوتلي وو.

د هغه په وینا، د ورک شوي کس د موندلو لپاره د ژغورنې او لټون عملیات لا هم دوام لري.

مجتبی شمس ویلي چې د پېښې د قربانیانو عمرونه۱۲، ۱۴ او ۲۵کاله وو.

هغه زیاته کړې چې یاد کسان په داسې ساحلي سیمه کې اوبو ته ورغلي وو چې د خطرناکو سیمو له ډلې شمېرل کېږي او هلته لامبو وهل منع دي.

د ایران د ژغورنې چارواکو له خلکو، په ځانګړي ډول له کډوالو او مسافرو، غوښتي چې د سمندر د خراب وضعیت او د امنیتي سپارښتنو پر مهال له خطرناکو ساحلي سیمو څخه ډډه وکړي، څو د ورته مرګونو پېښو مخه ونیول شي.

د میدان وردګ پخوانۍ ښارواله: طالبانو سره تعامل له افغان ښځو سره جفا ده

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۹ GMT+۱
د میدان وردګ پخوانۍ ښارواله: طالبانو سره تعامل له افغان ښځو سره جفا ده
100%

د میدان وردګو پخوانۍ ښاروالې او د ښځو د حقونو فعالې ظریفې غفاري د جرمني پر لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ او د اروپایي کمیسیون پر مشرې اورسلا فون ډیر لاین باندې په نیوکې سره ویلي چې له طالبانو سره هر ډول تخنیکي تعامل د افغان ښځو د اساسي حقونو تر پښو لاندې کول او یو سیاسي انتخاب دی.

مېرمن غفاري ویلي، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت او اروپایي کمیسیون طالبانو ته لاسرسی، سټېجونه او سیاسي اهمیت په داسې حال کې ورکوي چې په میلیونونو افغان ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې دي.

نوموړې پر اېکس پاڼه لیکلي: «دا یوه تخنیکي نه بلکې سیاسي پرېکړه ده». هغې زیاته کړې، ډېری افغانان داسې انګېري چې د اروپا لپاره له روسیې او چین سره جیوپولیټیکې ګټې او ستراتیژیکه سیالي د بشري حقونو او انساني کرامت له دفاع څخه ډېر ارزښت لري.

د دغې افغان فعالې په وینا، د دغو جیوپولیټیکو محاسبو اصلي قربانیانې افغان ښځې او نجونې دي. هغې روښانه کړې چې د هغو افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو لپاره چې پر اروپا یې د بشري حقونو د مدافع په توګه باور کړی و، دا پرېکړې د یوه ژور خیانت په مانا دي.

مېرمن غفاري خبرداری ورکړی چې تاریخ به د دغو پرېکړو د توجیه کولو لپاره کارول شوې ډیپلوماټیکه ژبه هېره کړي، خو دا به په یاد وساتي چې چا د مظلومانو تر څنګ ودرېدل غوره کړل او چا د اصولو پر ځای ګټو ته لومړیتوب ورکړ. هغې پر اېکس لیکلي چې اوس د دې انګېرنې پټول ګران دي چې د کډوالۍ اندېښنې او جیوپولیټیک لومړیتوبونه د میلیونونو تر ظلم لاندې خلکو پر حقونو او ازادۍ غالب شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ تېره ورځ وویل چې د طالبانو عادي سازي نه کوي، خو د کډوالو د شړلو لپاره ورسره تخنیکي خبرې لري.

نصیر احمد اندېشه: طالبان د سوله‌ییزو غونډو ګډونوال په سیستماتیک ډول ځپي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۵ GMT+۱
نصیر احمد اندېشه: طالبان د سوله‌ییزو غونډو ګډونوال په سیستماتیک ډول ځپي
100%

د ملګرو ملتونو په جنیوا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ استازی نصیر احمد اندېشه وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د سوله‌ییزو غونډو پر ګډونوالو سیستماتیک فشارونه، نیونې او ان د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي او دا وضعیت د نړیوالو ژمنو ښکاره نقض بلل کېږي.

اندېشه په خپله ایکس‌پاڼه کې د یوې ناستې په اړه ویلي چې د غونډو د ازادۍ په تړاو په ترسره شوې غونډه کې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د سوله‌ییزو غونډو د ځپلو وضعیت تشریح کړی دی.

هغه ویلي چې په افغانستان کې هغه کسان چې د غونډو او لاریونونو له حق څخه استفاده کوي، له وېرولو، خپل‌سرې نیونې او حتا د مرګ له ګواښونو سره مخ کېږي.

د هغه په وینا، ټکنالوژي هم د خلکو د کنټرول د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي او خبریالان او مدني فعالان د څارنې، ګواښونو او غچ اخیستنې له داسې فشارونو سره مخ دي چې تر کورنیو پورې یې اغېز رسېږي.

اندېشه زیاته کړې چې د غونډو، ټولنو او بیان د ازادۍ نقض د ملي او نړیوالو ژمنو ښکاره سرغړونه ده او باید د حقوقي چوکاټ له مخې ورسره چلند وشي.

په همدې موضوع کې د «افغانستان په جنیوا کې» استازولۍ هم ویلي چې په هرات کې وروستي لاریونونه د سوله‌ییزو غونډو د ځپلو یوه بېلګه ده، چې پکې د ګډونوالو د وېرولو، خپل‌سرو نیونو او تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي.