د دوو مخابراتي شبکو غړو، چې د طالبانو د مخابراتو وزارت و اترا ادارې له استازو سره د مخابراتي شبکو د استازو د ناستې له بهیره خبر دي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې ناسته کې د طالبانو د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مخابراتي شبکو ته درې ورځې وخت ورکړ، چې د خپلو انټرنیټي کڅوړو بیو ټیټې کړي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د مخابراتو وزارت مسوولانو شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې تر راتلونکې یکشنبې ورځې پورې باید د انټرنېټي کڅوړو او مخابراتي خدماتو بیې راټیټې او پخوانیو نرخونو ته یې بېرته وګرځوي.
یوې سرچینې وویل، چې د اترا ادارې استازو د پېرونکو د حقونو خوندیتوب لپاره پر مخابراتي شبکو د خدماتو د کیفیت د تضمین، د تعرفو د تنظیم او نورو معیارونو د پلي کېدو ټینګار کړی دی. همدارنګه له شبکو غوښتنه شوې چې شرکتونه باید د مشتریانو ټول شکایتونه ثبت، تعقیب او حل کړي.
سرچینو زیاته کړې چې د مخابراتي شرکتونو استازو په غونډه کې ژمنه کړې چې د بیو د تعدیل لپاره به لازم اقدامات وکړي، خو په ورته وخت کې یې د خدماتو د وړاندې کولو د لګښتونو د زیاتوالي ستونزه هم مطرح کړې ده.
د شرکتونو د استازو په وینا، د طالبانو حکومت له مخابراتي خدماتو او تجهیزاتو څخه شاوخوا ۱۶ سلنه ټولیزه مالیه اخلي، چې د خدماتو پر وروستیو بیو مستقیم اغېز لري. دوی همداراز ویلي چې د سیمې د اقتصادي او امنیتي وضعیت، د نړیوالو بازارونو د بدلونونو او د تجهیزاتو د واردولو د لګښتونو د زیاتوالي له امله د شبکو عملیاتي مصارف لوړ شوي دي.
خو د طالبانو اترا ادارې چارواکو د شرکتونو دغو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي چې د جمهوریت د دورې په څېر د مالیاتو په برخه کې د تخفیف یا ځانګړو رعایتونو امکان نه شته او شرکتونه باید خپلې مالي او عملیاتي ستونزې د خپلو داخلي تګلارو له لارې حل کړي.
په کابل کې د یوه مخابراتي شرکت یو تن پخواني سلاکار افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جمهوري حکومت پر مهال به د مخابراتي سکتور د ملاتړ په موخه په ځینو مواردو کې په مالیاتو او فیسونو کې نرمښتونه راوستل کېدل، څو شرکتونه د بیو له لوړولو څخه را وګرځول شي.
د نوموړي په وینا، هغه مهال حکومت د فریکونسۍ فیسونو، د ځینو عملیاتي لګښتونو او د وارداتي تخنیکي تجهیزاتو په ګمرکي تعرفو کې تخفیفونه یا معافیتونه ورکول، چې له امله یې مخابراتي شرکتونو ته د بیو د ثابت ساتلو زمینه برابره وه. هغه زیاته کړه، چې «اوس د طالبانو اداره ټول مالیات اخلي او هیڅ ډول تخفیف نه مني».
په وروستیو اونیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د انټرنېټي کڅوړو د بیو د لوړېدو په اړه د خلکو شکایتونه زیات شوي دي. یو شمېر کاروونکي وایي چې د انټرنېټ کیفیت لا هم د تمې وړ کچې ته لوړ نه دی، خو د خدماتو بیې لوړې شوې دي.