روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو تر ۳۰۰ ډېر افغانان خوشې شوي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۴مه) خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۳۴۴ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د تورخم او سپین بولدک له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
