ضیاالحق امرخېل: په افغانستان کې د انټرنېټ بیې لوړې او کیفیت یې خورا ټیټ دی

د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل په افغانستان کې د انټرنېټ پر لوړو بیو او ټیټ کیفیت نیوکې کړې او د مخابراتي خدماتو د ښه والي او حساب ورکونې د جدي اړتیا غوښتنه یې کړې ده.

د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل په افغانستان کې د انټرنېټ پر لوړو بیو او ټیټ کیفیت نیوکې کړې او د مخابراتي خدماتو د ښه والي او حساب ورکونې د جدي اړتیا غوښتنه یې کړې ده.
ښاغلي امرخېل په خپل خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې په افغانستان کې د انټرنېټ بیې واقعاً لوړې دي، خو په مقابل کې یې کیفیت خورا ټیټ دی. د هغه په وینا، د انټرنېټ د مصرف په اړه هېڅ ډول شفافیت نشته او هره لحظه دا امکان شته چې د کاروونکو کریډیټ بې له کوم واضح دلیل څخه صفر شي.
بل لور ته، د دغو شکایتونو هممهاله، د طالبانو تر ادارې لاندې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) له مخابراتي شرکتونو سره په یوه ناسته کې د انټرنېټي او مخابراتي بنډلونو د بیو پر کمولو او د خدمتونو د کیفیت پر لوړولو خبرې کړې دي. په دې ناسته کې د خلکو ستونزو ته د رسېدنې او د مخابراتي خدماتو د وړاندې کولو پر څرنګوالي بحث شوی دی.
د اترا ادارې د معلوماتو له مخې، طالب مسوولینو په دې ناسته کې ټینګار کړی چې د مصرفوونکو د حقونو ساتنه، د باکیفیته خدمتونو وړاندې کول او په مناسبه بیه د مخابراتي بنډلونو عرضه کول د مخابراتي شرکتونو اساسي مسوولیتونه دي. د ناستې ګډونوالو همداراز د خلکو شکایتونو ته د چټکې رسېدنې پر اړتیا خبرې کړې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د اترا ادارې ویلي چې ټول مخابراتي شرکتونه مکلف دي خپلې چوپړتیاوې د ټاکل شویو اصولو او طرزالعملونو له مخې وړاندې کړي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې که کوم شرکت د قوانینو او مقرراتو سرغړونه وکړي، له هغه سره به جدي قانوني چلند وشي.