ملګري ملتونه: د نجونو پر زدهکړو بندیز تر اوسه ۲.۲ مېلیونه نجونې له زدهکړو بېبرخې کړې

د ښځو پر وړاندې د تبعیض د لهمنځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو کمېټې ویلي، چې د افغانستان په اړه د ۲۰۲۵کال د ارزونې له تېرېدو یو کال وروسته هم د ښځو او نجونو پر وړاندې «سیستماتیک او بنسټیز» محدودیتونه نه یوازې دا چې دوام لري؛ بلکې لا پسې پراخ شوي دي.
