• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا سترې محکمې د پناه غوښتنې په قضیه کې د ټرمپ د حکومت په ګټه پرېکړه کړې

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۱۷ GMT+۱

د امریکا سترې محکمې د کډوالو په تړاو د ټرمپ ادارې په ملاتړ پرېکړه وکړه. ددې پرېکړې له مخې چارواکي کولای شي پناه غوښتونکي هغه مهال له پولې شاته کړي چې د امریکا د سترې محکمې چارواکي دا وګڼي چې د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ سرحدي تګ راتګ د نوو پناه غوښتنو د ثبت وړتیا نه لري.

محکمې د رایو په اکثریت، چې د محافظه‌کارو قاضیانو له خوا یې ملاتړ کېده، د یوې ټیټپوړې محکمې هغه پرېکړه لغوه کړه چې دا پالیسي یې د فدرالي قانون خلاف بللې وه.

د ټرمپ ادارې ویلي چې ښايي دا پالیسي چې میټرینګ بلل کېږي، بېرته فعاله کړي.

دا پالیسي د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال عملي شوې وه او وروسته د ولسمشر جو بایډن ادارې له خوا لغوه شوې وه.

ددې پالیسي له مخې د امریکا د کډوالۍ چارواکو ته اجازه ورکول کېده چې د سرحد په اوږدو کې پناه غوښتونکي ودروي او د هغوی د غوښتنو د ثبت بهیر تر نامعلومې مودې وځنډوي.

د قانون له مخې، هغه کډوال چې د امریکا خاورې ته رسيږي د پناه غوښتنې حق لري او باید د کډوالۍ له فدرالي چارواکو سره د ارزونې له بهیره تېر شي.

ترویج لرونکی

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې
۱

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۲

ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی

۳

نادرا ته د افغان کډوالۍ کارتونو لغوه کولو تر ۲۶زره ډېرې غوښتنې رسېدلې دي

۴

پاکستان: له طالبانو سره د ډیپلوماسۍ د بیا پیل لپاره د باور وړ ژمنو ته اړتیا ده

۵

ایران: د خامنه يي د جنازې په مراسمو کې د «ډېرو افغانانو د ګډون» لپاره تدابیر نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

په وېنزویلا کې دوو زورورو زلزلو زرګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۱
په وېنزویلا کې دوو زورورو زلزلو زرګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده
100%

د وېنزویلا چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د پلازمېنې کاراکاس په شاوخوا سیمو کې د دوو پرله‌پسې او ویجاړونکو زلزلو له امله د زرګونو کسانو د مړینې وېره شته. دغو زلزلو ګڼې ودانۍ نړولې، خلک یې تر خاورو لاندې کړي او په هېواد کې یې بېړنی حالت رامنځته کړی دی.

د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې ډیلسي روډریګز په ټلوېزیوني وینا کې تایید کړه چې تر اوسه د ۱۶۴ کسانو مړینه په رسمي توګه ثبت شوې ده، خو په دغو ارقامو کې د لا ګوایرا ایالت تلفات نه دي شامل چې تر ټولو زیات ځپلو شوی دی. هغې وویل: «په لسګونو ودانۍ نړېدلې او زموږ ژغورونکي ټیمونه په شدت سره کار کوي. لا ګوایرا ایالت په یو ریښتیني ناورین بدل شوی دی».

ورته مهال، د امریکا جیولوژیکي سروې ادارې اټکل کړی چې د مړو شویو کسانو شمېر ښايي له ۱۰ زرو څخه هم واوړي.

دا زلزلې په داسې حال کې وشوې چې په دغه هېواد کې عمومي رخصتي وه او ډېری خلک په خپلو کورونو کې وو. د وینزویلا د پارلمان پخواني غړي ویلمر ازواجي د مایکیټیا د نړیوال هوایی ډګر د نړېدو ویډیو خپره کړې چې پکې چتونه او دېوالونه راغورځېږي. د دغه هوایي ډګر تړل کېدو د بهرنیو مرستو رسول ستونزمن کړي دي. خلک وايي دا زلزله د ۱۹۶۷ کال له هغې زلزلې خورا مرګونې او سخته وه چې کاراکاس یې لړزولی و. د دغه هېواد اپوزیسیون ډلو په اېکس پاڼه کې د لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره یو وېبپاڼه جوړه کړې چې لا دمخه پکې د ۱۰ زرو څخه د زیاتو لادرکه کسانو نومونه ثبت شوي دي.

د ۷.۱ درجې یوې زورورې زلزلې کاراکاس ولړزاوه

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۲۰ GMT+۱
د ۷.۱ درجې یوې زورورې زلزلې کاراکاس ولړزاوه
100%

د چهارشنبې په ماسپښین د وېنزویلا پلازمینې کاراکاس لوېدیځ کې د ۷.۱ درجې یوه زوروره زلزله وشوه، چې په کولمبیا کې یې هم ټکانونه احساس شول. د کاراکاس اوسېدونکي سړکونو ته وتلي او د ودانیو د زیان، برېښنا او انټرنېټ پرې کېدو راپورونه ورکړل شوي.

د امریکا د ځمک‌پوهنې ادارې په وینا؛ د زلزلې مرکز د کارايیب سمندرګي پر ساحل د مورون ښار ته نږدې د کاراکاس لوېدیځ ته شاوخوا ۱۶۸ کیلومتره لرې و او ژوروالی یې نږدې ۲۲ کیلومتره ثبت شوی دی.

تر لومړۍ زلزلې یوازې یوه دقیقه وروسته په همدې سیمه کې دویمه زلزله د ۷.۵ درجې په ځواک رامنځته شوه، چې د وروستیو لسیزو له پیاوړو زلزلو بلل کېږي. پر خواله رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې د ودانیو د ځینو برخو نړېدل، د دېوالونو ویجاړېدل او د لوړو ودانیو له لامبو حوضونو څخه د اوبو راوتل ښيي.

ګڼ خلک لاهم په سړکونو کې پاتې دي او د احتمالي ټکانونو له وېرې خپلو کورونو ته نه‌دي ستانه شوي. لومړني راپورونه ښيي، چې د کاراکاس په ښار کې څو ودانۍ نړېدلې او ژغورونکې ډلې د احتمالي ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره عملیات ترسره کوي.

لاتراوسه د مړو شویو او ټپیانو رسمي شمېر نه‌دی اعلان شوی؛ خو ځايي چارواکي د احتمالي مرګ‌ژوبلې او پراخو زیانونو خبر ورکوي. کاراکاس ته نږدې د مایکټیا نړۍوال هوايي ډګر د سختو زیانونو له امله تړل شوی.

د وېنزویلا حکومت بېړنی حالت اعلان کړی او اړوندې ادارې د اوښتو زیانونو ارزونه کوي. دغه سیمه د ځمک‌پوهنې له پلوه فعاله بلل کېږي؛ خو په وېنزوېلا کې د دغه کچې زلزله بې‌سارې ده او د ۱۸۱۲کال د تاریخي زلزلې یاد تازه کوي؛ هغه زلزله چې زرګونه کسان یې وژلي وو.

مارکو روبیو: امریکا به له ایران سره په مذاکراتو کې د خلیج هېوادونو ګټې خوندي وساتي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۷ GMT+۱
مارکو روبیو: امریکا به له ایران سره په مذاکراتو کې د خلیج هېوادونو ګټې خوندي وساتي
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې واشنګټن به له ایران سره د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره په روانو مذاکراتو کې د فارس خلیج هېوادونو امنیتي او ستراتیژیکې ګټې په پام کې ونیسي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، روبیو د چهارشنبې په ورځ کویټ ته د سفر پر مهال د خلیج هېوادونو متحدانو ته ډاډ ورکړ چې امریکا به له تهران سره په خبرو اترو کې «په بشپړه توګه له خپلو خلیجي شریکانو سره همغږې» وي او هغوی به د مذاکراتو اړوند پرېکړو او پرمختګونو څخه خبروي.

نوموړي ټینګار کړی چې واشنګټن به «هېڅ داسې اقدام ونه کړي چې د خپلو متحدانو امنیت کمزوری کړي».

د روبیو دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارک روټه سره په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال ویلي وو چې د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرات «ډېر ښه روان دي».

بل لور ته، روبیو په خپلو خبرو کې د هرمز تنګي د وضعیت په اړه هم دریځ څرګند کړی او ویلي یې دي چې امریکا غواړي د جګړې له پیل وړاندې حالت وساتل شي او د بېړیو تګ راتګ د اضافي لګښتونو او محصولاتو له اخیستو پرته دوام ومومي.

هغه په کویټ کې وویل چې داسې هېڅ هېواد نه پېژني چې د هرمز تنګی د کارونې په بدل کې د محصول اخیستو ملاتړ وکړي.

ډنمارک د جوماتونو له لوډسپیکرونو د اذان د بندولو قانوني لارې څېړي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱
ډنمارک د جوماتونو له لوډسپیکرونو د اذان د بندولو قانوني لارې څېړي
100%

د ډنمارک د کډوالۍ وزیر ویلي چې د دغه هېواد حکومت د جوماتونو له لوډسپیکرونو د اذان د عامه خپرېدو د بندولو لپاره د قانوني لارو چارو ارزونه کوي. نوموړي ادعا کړې چې د ډنمارک ځینې سیمې د اذان د خپرېدو له امله د «اسلام‌اباد ښار څنډو» ته ورته شوې دي.

د ډنمارک د کډوالۍ وزیر، مورتن بودسکوف، چې د سوسیال ډیموکرات ګوند غړی هم دی، ویلي حکومت به د دې بندیز د پلي کېدو د امکان په اړه حقوقي ارزونې بېرته پیل کړي.

هغه د ډنمارک له ریتزاو خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي: «اذان باید د ډنمارک د کورونو له بامونو پورته وانه‌ورېدل شي. دا پدیده په ډنمارک کې ځای نه لري او خلک باید د هېواد په کوڅو او سړکونو کې د ګرځېدو پر مهال دا احساس ونه کړي چې ګواکې د اسلام‌اباد په څنډو کې دي».

اوس مهال هم د ډنمارک په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول پلازمېنه کوپنهاګن کې، د غږیزې ککړتیا اړوند سخت مقررات د جوماتونو له بهرنیو لوډسپیکرونو د اذان خپرول محدودوي.

بودسکوف همداراز ادعا کړې چې د ډنمارک په ځینو سیمو کې د «اسلامي کېدو» بهیر په عامه ډګر کې لا پراخ شوی دی.

دا درېیم ځل دی چې د سوسیال ډیموکراتانو تر مشرۍ لاندې حکومتونه د اذان د بندولو لپاره د قانوني چوکاټ د رامنځته کولو هڅه کوي. ورته وړاندیزونه تر دې وړاندې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۵ کلونو کې هم مطرح شوي وو.

کارپوهان باور لري چې د اذان پر خپرېدو هر ډول سراسري بندیز ښايي له حقوقي خنډونو سره مخ شي. د ډنمارک اساسي قانون د مذهبي مراسمو د ترسره کولو حق تضمین کړی او حکومت اړ دی چې د مذهبي ازادیو او د جوماتونو د شاوخوا اوسېدونکو د حقونو ترمنځ توازن وساتي.

په جرمني او بریتانیا کې هم د اذان خپرېدل د وخت او د غږ د کچې له پلوه له محدودیتونو سره مخ دي، څو د اوسېدونکو لپاره مزاحمت رامنځته نه کړي.

ډنمارک شاوخوا شپږ میلیونه نفوس لري چې له دې ډلې نږدې ۲۷۰ زره مسلمانان دي او شاوخوا ۱۰۰ جوماتونه پکې فعالیت کوي. د جامع جومات کوپنهاګن مسوولانو هم د سیمه‌ییزو چارواکو له موافقې سره سم په ازاده فضا کې د اذان د خپرولو له ترسره کولو ډډه کړې ده.

د ناټو سرمنشي له ټرمپ سره په ليدنه کې له ایران سره د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۱
د ناټو سرمنشي له ټرمپ سره په ليدنه کې له ایران سره د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی
100%

د ناټو عمومي منشي مارک روټه په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال هڅه وکړه چې د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د جګړې پر سر رامنځته شوی تاوتریخوالی کم کړي.

روټه په دې لیدنه کې وویل، د ناټو د ځینو غړو هېوادونو مخالفت د امریکا له ملاتړ څخه «استثنايي پېښې» وې او په ټولیزه توګه اروپايي متحدینو د واشنګټن ملاتړ کړی دی.

د ناټو عمومي منشي د غړو هېوادونو د دفاعي لګښتونو زیاتوالي او په دې جګړه کې د اروپايي اډو څخه د امریکا د زرګونو پوځي الوتکو کارولو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې اروپايي متحدینو په ټولیزه توګه د امریکا تر څنګ ولاړ وو. هغه ډونالډ ټرمپ ته وویل، دی پوهېږي چې ځینې داسې محدودې قضیې وې چې واشنګټن یې په رښتیا ناامیده کړی، خو په مجموع کې متحدین د امریکا تر څنګ درېدلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځواب کې وویل چې مارک روته ښه کار کړی، خو ټینګار یې وکړ چې واشنګټن د خپلو متحدینو له کړنو ناامیده شوی دی. ټرمپ زیاته کړه، که د روته پر ځای بل څوک وای، ښايي دا لیدنه نن بیخي نه وی شوې او زیاته یې کړه چې امریکا په دې جګړه کې د چا مرستې ته اړتیا نه درلوده.

رویترز خبري اژانس راپور ورکړی چې مارک روته په انقره کې د ناټو د مشرانو د غونډې په درشل کې واشنګټن ته سفر کړی دی. دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د جګړې او د سیمې په امنیت کې د اروپا د رول پر سر د امریکا او ناټو ترمنځ اختلافات زیات شوي دي.

دا تاوتریخوالی په داسې حال کې زیاتیږي چې طالبانو په دې جګړه کې د اسلامي جمهوریت ملاتړ کړی دی. بل لور ته، ډونالډ ټرمپ د ایران پر بنسټونو او زېرمو بریدونه ځنډولي دي او د هرمز تنګي د ازادۍ لپاره یې ځانګړې پروژه پیل کړې ده، په داسې حال کې چې سپاه پاسداران په سیمه کې نوې کنټرولي سیمې اعلان کړې دي.