احمد مسعود: افغانان د بېعدالتۍ او ځپنې تر سیوري لاندې دي

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وایي چې افغانان دا مهال د ځپنې، محرومیت او بېعدالتۍ تر سیوري لاندې ژوند کوي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د خلکو د ازادۍ، عدالت، انساني کرامت او د ولس د ارادې د حاکمیت لپاره به خپلې مبارزې او ژمنې ته دوام ورکړي.
