دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۴مه، په اېکس خواله رسنۍ کې په یوه پیغام کې لیکلي: «د ښځو حقونه د بشري حقونو برخه ده، پرته له دې چې د نړۍ په کومه برخه کې وي. نړۍ باید د افغانستان ښځې هېرې نه کړي».
بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د ژوند په بېلابېلو برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. د دې سازمان په وینا، د زدهکړو، کار، له محرم پرته د سفر، په تلویزیوني پروګرامونو کې د ګډون، په عامه ځایونو کې د خبرو کولو او پارکونو او ورزشي کلبونو ته د تګ په برخو کې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګول شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې پر ښځو او نجونو د فشارونو د زیاتېدو راپورونه خپاره شوي دي.
ځايي سرچینو تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي وو چې په هرات ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو یو شمېر ښځې د هغه څه په تور نیولې چې «بېحجابي» یې بللې ده.
د سرچینو په وینا، دغه لړۍ شاوخوا شل ورځې وړاندې پیل شوې او په ځینو مواردو کې د لسګونو ښځو د نیولو لامل شوې ده.
په هرات کې د طالبانو ځايي چارواکو مخکې تایید کړې وه چې له ۱۹ څخه زیاتې ښځې نیول شوې دي. دوی ویلي وو چې دغه اقدامات د «حجاب د رعایت او فرهنګسازۍ» په موخه ترسره کېږي.
ورته راپورونه دا هم ښيي چې دغه محدودیتونه یوازې هرات پورې نه دي محدود پاتې شوي او په فراه ولایت کې هم یو شمېر ښځې په ورته شرایطو کې نیول شوې دي.
د بشري حقونو فعالان او نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې روان محدودیتونه نه یوازې د هغوی بنسټیز حقونه تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت هم اوږدمهاله منفي اغېزې لرلای شي.