• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د جلا، جلا پېښو له امله اووه کسان وژل شوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۵۷ GMT+۱

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د کورني تاوتریخوالي، د ډزو، چاودنې او تښتونې په تړاو رامنځته شویو پېښو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو په ډله کې د هوايي ډګرونو د امنیتي ځواک (اې‌اېس‌اېف) یو تښتول شوی افسر هم شامل دی.

د بلوچستان د نصیراباد ولسوالۍ په مرکز ډېره مراد جمالي کې یوه سړي د کورنۍ شخړې له امله پر خپلې مېرمنې، خواښې او خسر ډزې کړې چې له امله یې درې واړه وژل شوي دي.
بل لور ته د هرنایي ولسوالۍ په دوو سکرو کانونو کې د جلا، جلا پېښو له امله درې کارګر وژل شوي دي. د چارواکو په وینا؛ د پېښو د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.
همدارنګه د ګوادر ولسوالۍ د اورماړې په سیمه کې د چاودېدونکو توکو د یوې چاودنې له امله یو کس وژل شوی. پولیس وایي، چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوي وو او وژل شوی کس د پسني اوسېدونکی و.
په همدې حال کې له قلات ولسوالۍ څخه د هوايي ډګرونو د امنیتي ځواک (اې‌اېس‌اېف) د مرستیال مدیر ۵۸ کلن محمد وسیم مړی موندل شوی دی. د پولیسو په وینا؛ محمد وسیم چې د کراچۍ اوسېدونکی و، د روان کال (د مئ په ۲۰مه) له خپل یوه ملګري سره د کوټې څخه کراچۍ ته پر لار و، چې د قلات ولسوالۍ د محمد تاوه سیمې ته نږدې د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا وتښتول شو. چارواکي وایي، د نوموړي پر جسد د شکنجې نښې لیدل شوې او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري