فضل محمود فضلي: د افغانستان لپاره د برېتانیا د استازي وروستۍ څرګندونې غیرمسوولانه دي

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي، د افغانستان لپاره د برېتانیا د استازي وروستۍ څرګندونې چې افغانستان یې د «ترهګرۍ مرکز» بللی او د پاکستان لهخوا یې پر افغان خاوره هوایي بریدونه توجیه کړي؛ نامسوولانه دي او د سیمې د لا بېثباتۍ ګواښ زیاتوي.
