• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان توکمه جرمنی فوټبالر ندیم امیري وايي له افغانستان نه ډېر پیغامونه ورته راځي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۳ GMT+۱

د جرمني د فوټبال ملي لوبډلې افغان توکمه لوبغاړي ندیم امیري ویلي چې په خپلو افغان ریښو ژور ویاړي او دا دده او د کورنۍ لپاره یې یوه تاریخي او ځانګړې شیبه ده.

د جرمني سپورټ ون د رپوټ له مخې، د هغه مور او پلار په ۱۹۸۰ کال کې د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال له افغانستان څخه کډوال شوي وو او جرمني ته تللي وو، په داسې حال کې چې پخپله په لودویګسهافن ښار کې زیږېدلی دی.

امیري ویلي: «دا زما د مور او پلار لپاره یو تاریخي لحظه وه او د ټول افغانستان لپاره هم. ما له افغانستان او له جرمني مېشتو افغانانو څخه ډېر پیغامونه ترلاسه کړل، هغوی ټول ویاړي».

هغه زیاته کړې چې دا د داسې هېواد لپاره یو ډېر ستر احساس دی چې اوږده جګړه او ستونزې یې تجربه کړې دي او دا چې هغه د افغان الاصله لومړي لوبغاړي په توګه د نړیوال جام په سیالیو کې ګډون کړی، دا یو ځانګړی ویاړ دی.

امیري ویلي چې که څه هم دی په جرمني کې زیږېدلی، خو هڅه یې کړې چې د خپلو ریښو ویاړ وساتي او د سخت کار له لارې دغه مقام ته رسېدلی دی.

هغه د عاج ساحل پر وړاندې په لوبه کې د جرمني ملي لوبډلې لپاره خپله لومړۍ نړیواله لوبه و کړه او په همدې سیالۍ کې یې د ګول په کولومهم رول هم ولوباوه.

ترویج لرونکی

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی
۱

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی

۲

د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی

۳

پاکستان وايي په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې یې «هدفي هوایي بریدونه» ترسره کړي دي

۴

ملګري ملتونه: وروستي ورښتونه د افغانستان د اوبو ژور بحران د جبران لپاره بسنه نه‌کوي

۵

د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون خپرونې د ۱۵ ورځو لپاره وځنډول شوې

•
•
•

نور کیسې

عظمت‌الله عمرزي د کرېکټ نړۍوالې شورا په تازه ډلبندۍ کې خپل مخکښ مقام ساتلی دی

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۰۵ GMT+۱
عظمت‌الله عمرزي د کرېکټ نړۍوالې شورا په تازه ډلبندۍ کې خپل مخکښ مقام ساتلی دی
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځلانده لوبغاړي عظمت‌الله عمرزي د یو ورځنیو سیالیو د ټولچاري (الرونډر) په تازه نړۍواله ډلبندۍ کې خپل لومړی مقام ساتلی دی. په دغه مقام کې نوموړي ۳۱۶ امتیازونه ترلاسه کړي، چې د جدول په سر کې ځای لري او د غوره ټولچاري په توګه پېژندل شوی.

له عمرزي وروسته د زېمبابوې لوبغاړی سکندر رضا د ۲۷۶ امتیازونو په لرلو دویم او د بنګله‌دېش لوبغاړی مهدي حسن میرزا د ۲۶۲ امتیازونو په لرلو درېیم ځای خپل کړی دی.

د عمرزي لپاره دغه لاسته راوړنه د هغه د نړۍوالو سیالو د پرله‌پسې او غوره لوبو پایله ده. نوموړي د توپ‌وهنې او توپ‌اچونې په دواړو برخو کې اغېزناک رول لوبولی او د افغانستان ملي لوبډلې په بریاوو کې یې مهمه ونډه اخیستې ده.

د کرېکټ نړۍوالې شورا ډلبندۍ په سر کې د عمرزي پاتې کېدل د افغانستان د کرېکټ لپاره یوه مهمه بریا ګڼل کېږي او ښيي، چې افغان لوبغاړي په نړۍواله کچه ورځ تر بلې پیاوړی حضور لري.

د صربستان روزنکي د افغانستان له فوټسال ملي لوبډلې سره دوه کلن قراداد لاسلیک کړ

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۶ GMT+۱
د صربستان روزنکي د افغانستان له فوټسال ملي لوبډلې سره دوه کلن قراداد لاسلیک کړ
100%

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمیټې خبر ورکړی، چې د صربستان روزونکي دژان ددوویچ د افغانستان له فوټسال ملي لوبډلې سره دوه کلن قرارداد په رسمي ډول په کابل کې لاسلیک کړ.

هغه نن د افغانستان د فوټبال فدراسیون په مرکزي دفتر کې د یوې غونډې پرمهال په رسمي ډول د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دنده پیل کړه. د فوټسال کمیټې په وینا؛ دغه ۵۲ کلن روزونکي ته د راتلونکو دوو کلونو لپاره د تخنیکي مشرتابه، روزنې پلان جوړونې او د ملي لوبډلې لارښوونې مسوولیت سپارل شوی دی.
د افغانستان فوټبال فدراسیون هم اعلان کړی، چې د فوټسال ملي لوبډلې ​​د مدیر او تمویل کوونکي په توګه د محمد نصیر صداقت قرارداد غځول شوی دی. د ملي لوبډلې د تخنیکي کارکوونکو د پیاوړتیا لپاره څو بهرني روزونکي او متخصصین هم له لوبډلې سره یوځای شوي دي.
له ایران نه جواد اصغري مقدم د تخنیکي مدیر په توګه، مرتضی منظور سمعي د ګول ساتنې روزونکي په توګه، د هسپانیې څخه یوریل مسانا د مرستیال روزونکي په توګه، له ایران نه صادق اماني د بدن جوړونې روزونکي په توګه او له برازیل نه جواو لیرا د ملي لوبډلې د مبصر په توګه معرفي شوي دي.
د فوټبال فدراسیون هیله څرګنده کړې، چې د تجربه لرونکو تخنیکي کارکوونکو حضور به د سیمې او اسیا په کچه د افغانستان د فوټسال دریځ د ودې او دودولو لپاره اساس چمتو کړي.
ډیډوویچ په اسیا کې یو له خورا مشهورو فوټسال روزونکو دی، چې پخوا یې د تاجکستان ملي لوبډلې ته روزنه ورکړې او د لبنان، متحده عربي اماراتو او چین په لیګونو کې یې کار کړی دی.

100%
100%
100%

د ووشو افغان لوبغاړي د شانګهای په سیالیو کې د ګډون لپاره چین ته تللي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۱۱ GMT+۱
د ووشو افغان لوبغاړي د شانګهای په سیالیو کې د ګډون لپاره چین ته تللي
100%

د افغانستان د ووشو فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد د ووشو ملي لوبډله د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د اسیا جام اتلولۍ سیالیو کې د ګډون لپاره چین ته تللې ده. دغه سیالي به د ۲۰۲۶کال د جون په ۲۷مه او ۲۸مه د چین د هوبي ولایت په انلو ښار کې ترسره شي.

ټاکل شوې ده، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو لوبغاړي په دغه سیالیو کې د بېلابېلو وزنونو په کټګوریو کې سیالي وکړي. د افغانستان د ووشو فدراسیون وړاندې اعلان کړی و، دغه سیالۍ به د ۵۲، ۵۶، ۶۰، ۶۵، ۷۰، ۷۵ او ۸۰ کیلوګرامه وزنونو په کټګورۍ کې ترسره شي چې موخه یې د ووشو سپورت پراختیا او د غړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې پراختیا ده.
د افغان لوبډلې مشري به د ووشو د ملي لوبډلې روزونکی محفوظ وفا کوي. شپږ افغان لوبغاړي په دغه سیالیو کې برخه اخلي:
شهزاد (۵۶ کیلوګرامه)
جمعه خان (۶۰ ​​کیلو ګرامه)
محمد حامد اشرفي (۶۵ کیلو ګرامه)
محمد خالد هوتک (۷۰ کیلو ګرامه)
محمد جعفر سلطاني (۷۵ کیلو ګرامه)
محمد رضا رستمي (۸۰ کیلو ګرامه)

100%
100%

په کور دننه سیالۍ؛ په کابل کې د پاورلیفټینګ نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۹ GMT+۱
په کور دننه سیالۍ؛ په کابل کې د پاورلیفټینګ نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست اعلان کړی، چې په کابل کې د پاورلیفټینګ فدراسیون له لوري د کابل ښار د پاورلیفټینګ نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې دي. په دغو سیالیو کې د کابل ولایت له اتو بېلابېلو کلبونو څخه له ۱۲۰ څخه زیاتو ورزشکارانو ګډون کړی دی.

د هېواد د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د دغو پیل شویو سیالیو په لړ کې به لوبغاړي په څلورو بېلابېلو عمري کټګوریو کې لوبې وکړي. په دغو کټګوریو کې نوي ځوانان شامل دي چې ترمنځ به یې سیالۍ ترسره شي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په پایله کې به ۱۵ غوره ورزشکاران د کابل ولایت د پاورلیفټینګ منتخبې لوبډلې ته غوره شي. دا غوره شوي لوبغاړي به په راتلونکي کې د پاورلیفټینګ په ملي سیالیو کې د ګډون حق هم ترلاسه کړي.

یادې سیالۍ د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ تنظیم شوې دي چې هدف یې د غوره استعدادونو پېژندل دي. د دغو سیالیو تنظیموونکي وایي چې دا ډول لوبې د ځوانانو ترمنځ د ورزش د پراختیا او د هغوی د هڅونې لپاره خورا ګټورې دي.

له سپوږمۍ تر فوټبال میدان پورې؛ د ناسا حیرانوونکې څېړنه

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۵ GMT+۱
له سپوږمۍ تر فوټبال میدان پورې؛ د ناسا حیرانوونکې څېړنه
100%

د امریکا فضايي اداره «ناسا» وايي چې د فضا څېړنې او د سپوږمۍ د سپړنې پروګرام نه یوازې د فضا لپاره مهم دي، بلکې د فوټبال لوبې پر تخنیک هم اغېز لري، او دا اړیکه به د ۲۰۲۶ نړیوال جام پر مهال خلکو ته په ساده ډول وښودل شي.

ناسا اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د جون له ۱۱مې تر جولای ۱۹مې پورې به د امریکا د ټکساس ایالت په هيوسټن ښار کې د فوټبال د نړیوال جام د مینه‌والو په فستیوال کې ځانګړی نندارتون پرانېزي. دا نندارتون به د نړیوال جام د ټولو سیالیو پر مهال د خلکو لپاره پرانیستی وي او ګډون پکې وړیا دی.

د ناسا د جانسن فضايي مرکز مشره «وېنسا وایچ» به د جون په ۲۰مه د ارټیمس دوهم ماموریت له فضانوردانو سره لیدنه وکړي. دغه فضانوردان به د هالنډ او سویډن د لوبې مخکې د نړیوال جام په اړوند فعالیتونو کې برخه واخلي او د فستیوال په مرکزي سټېج کې به د خپلو فضايي تجربو په اړه خبرې وکړي.

فوټبال او فضا؛ له مدار تر میدان پورې علمي اړیکه

ناسا وايي چې د فوټبال او فضا ترمنځ اړیکه یوازې تر نندارتون پورې محدوده نه ده، بلکې تر مدار پورې رسېږي. د نړیوال فضايي سټیشن دننه ترسره شوې څېړنې ښيي چې د فوټبال توپ دننه د وزن وېش د هغه پر حرکت، ثبات او څرنګوالي مستقیم اغېز لري.

په ۲۰۱۹ کال کې د نړیوال فضايي سټیشن ملي لابراتوار په همکارۍ څېړونکو د بې‌وزنې فضا په شرایطو کې دا مطالعه کړې چې د توپ دننه اجزا څنګه د هغه د څرخ او حرکت مسیر بدلوي. دغه څېړنه د دې لپاره مهمه بلل شوې چې په فضا کې د اجسامو د حرکت فزیک ښه وپېژندل شي.

ځیرک فوټبال توپونه او د سینسرونو اغېز

ناسا یادونه کوي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د «اډیډاس» شرکت له خوا په رسمي سیالیو کې داسې فوټبال توپونه کارول کېږي چې دننه یې الکترونیکي سینسرونه ځای پر ځای شوي وي. دا سینسرونه د توپ سرعت، موقعیت او د لوبغاړي له تماس سره سم معلومات په ریښتیني وخت کې ثبتوي.

خو د ناسا څېړونکي وايي چې دا اضافه وسایل د توپ دننه د وزن نابرابره وېش رامنځته کوي، چې دا بیا د توپ طبیعي حرکت، په ځانګړي ډول د هوا له جریان سره تعامل، بدلولای شي.

له باد تونل څخه تر نړیوالو سیالیو پورې څېړنې

د ناسا د «ایمز څېړنیز مرکز» انجنیرانو په کالیفورنیا کې د باد تونل په لابراتوار کې د ۲۰۱۴ کال د نړیوال جام لپاره جوړ شوی «برازوکا» فوټبال توپ ازمویلی و.

په دې څېړنه کې معلومه شوې چې د کم څرخ لرونکو ګوزارونو پر مهال توپ ناڅاپي او غیرمنظم حرکت کوي، چې په فوټبال کې ورته «ناڅاپي حرکت» ویل کېږي. څېړونکو همدارنګه څرګنده کړې چې د توپ د سطحې جوړښت، د پینل بڼه او د درزونو ژوروالی د توپ د حرکت ثبات یا بې‌ثباتۍ ټاکي.

ناسا ټینګار کوي چې د فضا د سپړنې لپاره ترسره شوې څېړنې یوازې تر فضا پورې محدودې نه دي، بلکې د ځمکې پر ژوند، ټکنالوژۍ او نړیوالو سپورټي لوبو هم مستقیم اغېز لري.

د ادارې په وینا، هماغه فزیکي اصول چې په فضا کې د اجسامو حرکت کنټرولوي، د فوټبال په میدان کې د توپ د حرکت بڼه هم ټاکي، چې دا د ساینس او سپورټ ترمنځ د نږدې اړیکې یوه روښانه بېلګه ده.