د هرات اوسېدونکي: ښځې د وېرې له امله له کوره نه وځي او د خلکو کاروبار هم پیکه شوی دی

د هرات اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ښځې د وېرې له امله له خپلو کورونو نه راوځي او د خلکو سوداګري او اقتصادي فعالیتونه هم کمزوري شوي دي. دوی زیاتوي، چې ډېری هټۍوال خپلې هټۍ تړي او کار پرېږدي؛ ځکه پېر او پلور نهشته.
د هرات اوسېدونکو په دغه ولایت کې پر ښځو بندیز او خپلو کاروبارونو ته په اشارې ویلي: «په هرات کې ښځې د وېرې له امله له خپلو کورونو نه وځي او د نارینهو کاروبار او روزګار هم سوړ شوی دی. ډېری هټۍوال خپلې هټۍ تړي او کار پرېږدي؛ ځکه نور پېر او پلور نهشته او هېڅ ښځه له کوره نه راوځي».
د دوی په خبره؛ ډېری خلک د خپلو هټیو د کرایې ورکولو وس نهلري او زیاتوي: «خدای دې د ناموس دغه غلو ته د خپلو کړنو سزا ورکړي. دوی ځانونه مسلمانان بولي او د اسلام خبرې کوي؛ خو له کافره هم بد چلند کوي. د خلکو نفقه او روزي په بېلابېلو لارو ترې اخلي».
دغه اوسېدونکي وايي، ډېری خلک له بېوزلۍ او فقر سره مخ دي. د دوی په خبره؛ طالبان د دې پر ځای چې خلکو ته کاري زمینې برابرې کړي د نارینهو په ږېره او د ښځو په جامو پسې ګرځي.
دوی دا هم ویلي: «رښتینی مسلمان هغه دی، چې له لاسه او ژبې یې بل چاته زیان ونه رسېږي. دوی خلک ستړي او تنګ کړي دي. خدای دې خپله زموږ فریاد واوري او مرسته دې وکړي».
