• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له طالبانو سره د اروپايي ټولنې خبرې د افغان ښځو له سخت غبرګون سره مخ شوې

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۱

د اروپايي ټولنې او طالبانو ترمنځ په بروکسل کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د تړلو دروازو ترشا ناسته د افغان ښځو، بشري حقونو فعالانو او مدني بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوې دي.

نیوکه کوونکي وايي، دغه اقدام د ښځو د حقونو د سرغړونو پر وړاندې د نړۍوالو دریځونو کمزوري کېدل او د طالبانو ادارې تدریجي مشروعیت ته لار هواروي. د اروپايي ټولنې چارواکو او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه پلاوي د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او کونسلي خدمتونو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر د طالبانو د عادي کولو پر هڅو سخته نیوکه کړې او دا کار یې د افغان ښځو او نجونو د حقونو او وقار د تر پښو لاندې کولو په معنا بللی دی.
هغې پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د نړۍوالې ټولنې له‌خوا د طالبانو د عادي کولو هڅې د یادې ډلې د ښځو ضد پالیسیو د منلو په معنا دي. اغلې اکبر په خپلو څرګندونو کې روښانه کړې، چې افغان ښځې او نجونې اوس‌مهال په څو بېلابېلو جبهو کې مبارزه کوي.
دغه غونډه داسې مهال شوې، چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه لاهم دوام لري. د ښځو د حقونو فعالان وایي، د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ښځې له منځنیو او لوړو زده‌کړو، دندو، سیاسي ګډون او عامه ژوند بې‌برخې شوې دي.
د اروپايي ټولنې دغه اقدام د افغان ښځو له سخت غبرګون سره مخ شوی او ګڼو فعالانو دا د هغو ښځو «پر مخ څپېړه» بللې، چې د تېرو پنځو کلونو راهیسې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
د بشري حقونو فعاله یاسمین یقین نبي‌زاده افغانستان انټرنشنل ته ویلي، بروکسل ته د طالبانو بلنه د افغانستان هغه مېلیونونه خلکو ته ښکاره سپکاوی دی چې د یادې ډلې تر واکمنۍ لاندې له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې دي.
د هغې په وینا؛ هغه ډله چې نجونې یې له زده‌کړو بې‌برخې کړې، ښځې یې له ټولنیز ژونده حذف کړې او د بیان ازادۍ غږ یې ډب کړی، نړۍوالو ناستو کې د ګډون وړ نه‌ده. هغه وایي، طالبان د افغانستان د خلکو استازي نه‌دي او نه به هم کله د خلکو استازیتوب وکړي.
په کور دننه او بهر هم د ښځینه معترضو غورځنګونو د بشري حقونو ملاتړو اندېښنه ښودلې، چې د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له طالبانو سره خبرې ښايي د یادې ډلې د نړۍوال مشروعیت زیاتېدو لامل شي؛ په داسې حال کې چې د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت لاهم د نړۍوالو بنسټونو له لوري د اندېښنې وړ بلل کېږي.
له بل پلوه د اروپا پارلمان د افغانستان د اړیکو د پلاوي مشرې راکِل ګارسیا هرمیدا فان‌در‌والې، د اروپایي کمېسیون له لوري په بروکسل کې د طالبانو له استازو سره د ترسره شوې غونډې په تړاو له افغانانو بښنه غوښتې ده.
نوموړې د خپلو څرګندونو پرمهال پر دې پرېکړې سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې کله اروپايي هېوادونه له طالبانو سره تعامل او خبرې اترې کوي؛ په عملي توګه هغوی ته یو ډول نړۍوال مشروعیت وربخښي.
نیوکه کوونکي وایي، افغانستان لاهم له بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او د کډوالو جبري ستنول کولی شي د هغو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې هېواد پرېښی دی.
د بښنې نړۍوال سازمان د اروپايي کمېسیون د مرکزي دفتر مخې ته په یوه لاریون کې ویلي، چې افغانستان د کډوالو لپاره خوندي هېواد نه‌دی او هلته ستانه شوي کسان له جدي ګواښونو سره مخ کېږي. دغه سازمان له طالبانو سره د اروپايي ټولنې ناسته هم د شرم وړ وبلله.
اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې له طالبانو سره دغه ناسته د یادې ډلې د رسمیت پېژندلو معنا نه‌لري؛ خو د بشري حقونو فعالان باور لري چې دغه ډول غونډې په عملي توګه د طالبانو د عادي کېدو او نړۍوالو اړیکو د پراخېدو لامل ګرځي.

ترویج لرونکی

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې
۱

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۲

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۳

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۴

ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی

۵
تازه خبر

د ۱۵ هېوادونو استازو د طالبانو له پلاوي سره په ناسته کې ګډون کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي د افغانستان په اړه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان اندېښنې بې‌ځایه دي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۳۹ GMT+۱
طالبان وایي د افغانستان په اړه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان اندېښنې بې‌ځایه دي
100%

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د افغانستان په اړه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان اندېښنې بې‌ځایه دي. یاد سازمان ویلي، په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت لاهم د دوی لپاره تر ټولو جدي اندېښنه ده.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۴مه) ویلي، چې واک ته د یادې ډلې له رسېدو وروسته د دوی امنیتي ځواکونه د هېواد پر ټوله جغرافیه بشپړ واکمن دي.

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د دایمي شورا مشر وېکټور واسیلیف ویلي، که څه هم روسیه او د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه له طالبانو سره د اړیکو هڅه کوي؛ خو په افغانستان کې امنیتي وضعیت لاهم پېچلی دی او د ثبات نښې نه لیدل کېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان له شمالي پولو سره نږدې وسله‌والې ډلې او جنګیالي د سازمان د غړو هېوادونو، په ځانګړي ډول تاجکستان لپاره جدي امنیتي ګواښ جوړوي او د دغه ډلو پر ضد به ګډ عملیات لا پراخ شي.

خو فطرت زیاته کړې، چاته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان خاوره د نوور هېوادونو په وړاندې وکاریږي. هغه ویلي: «دا د افغانستان اصولي دریځ دی، چې چاته اجازه نه‌ورکوي له افغانستان نه نورو ته خطر متوجه شي او نه هم افغانستان نورو وسله‌والو ډلو ته د فعالیت اجازه ورکوي».

د یاد سازمان په وینا؛ پلان لري چې د افغانستان په شمالي پولو کې د وسله‌والو ډلو د نفوذ د مخنیوي لپاره خپلې ګډې هڅې زیاتې کړي؛ ځکه دغه ډلې د سیمه‌ییز امنیت لپاره مستقیم ګواښ بلل کېږي.

د ازادۍ جبهه وايي په لغمان کې یې پر طالبانو راکټي برید کړی

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۴۹ GMT+۱
د ازادۍ جبهه وايي په لغمان کې یې پر طالبانو راکټي برید کړی
100%

د طالبانو مخالفې ډلې ازادۍ جبهې یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي، چې په لغمان ولایت کې یې د طالبانو پر مرکزونو راکټي برید کړی دی. یادې جبهې زیاته کړې، چې طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې؛ خو د مرګ‌ژوبلې کره شمېر په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

د ازادۍ جبهې په وینا؛ د دوی ځواکونو د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳مه) د ماسپښین شاوخوا ۱:۳۰ بجه د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام بابا په دره کې د قولوک په کلي کې د طالبانو پر یوې اډې برید وکړ.

د یادې جبهې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نښته د راکټ او کوچنیو وسلو ډزو سره پیل شوه او شاوخوا ۱۵ دقیقې یې دوام وکړ. د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې په برید کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه یې کره معلومات نه‌دي وړاندې کړي.

دغه جبهې ویلي، په عملیاتو کې د دوی جنګیالیو ته زیان نه‌دی رسېدلی. د طالبانو ځایي چارواکو لاتراوسه په رسمي ډول د برید یا د هغې د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

افغان او ترکي سوداګرو د کانونو او وچې مېوې په برخو کې د پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړې

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۱۱ GMT+۱
افغان او ترکي سوداګرو د کانونو او وچې مېوې په برخو کې د پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړې
100%

ترکیې ته د افغانستان د سوداګرو تللي پلاوي د دغه هېواد له سوداګرو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د کانونو او وچې مېوې په برخو کې پانګونه وکړي. په دغه لیدنو کې د دواړه هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار شوی.

ترکیې ته د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشر محمد ابراهیم غضنفر په مشرۍ تللي پلاوي له ترکي سوداګرو سره د کانونو، وچې مېوې، کرنې او بېلابېلو برخو کې د پانګونې او دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې.

غضنفر په دغه ناستو کې افغانستان د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره مهم مرکز یاد کړی او د دواړه هېوادونو د خصوصي سکټور د تجریو شریکولو، تخنیکي همکاریو زیاتېدو، پانګونې او تګ‌راتګ غوښتنه یې کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې د نورو برخو ترڅنګ د تولیدي صنعتونو برابرول د افغانستان له مهمو اړتیاوو څخه دي او د ترکیې پانګه‌والو ته یې په افغانستان کې د پانګونې لپاره بلنه ورکړې ده. د دواړو هېوادونو سوداګرو د اړیکو د پراختیا، د پانګونې د زیاتېدو او اقتصادي پرمختګ هیله ښودلې.

پرچمن ولسوالۍ کې ولسي لاریون؛ خلکو د طالب ولسوال د ګوښه کولو غوښتنه کړې

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۰۳ GMT+۱
پرچمن ولسوالۍ کې ولسي لاریون؛ خلکو د طالب ولسوال د ګوښه کولو غوښتنه کړې
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د سړک جوړونې د یوې پروژې د لېږد پر ضد اعتراضي لاریون کړی او د یادې ولسوالۍ د طالب ولسوال د ګوښه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د سرچینو په وینا، دغه پروژه په اصل کې د «تحت پرچمن» سیمې لپاره د یوې موسسې له لوري په پام کې نیول شوې وه، خو طالب ولسوال هغه د «نزګان» سیمې ته، چې د نوموړي د اوسېدو او زېږېدو سیمه بلل کېږي، لېږدولې ده.

لاریونوال وایي چې د پروژې په لېږد سره د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکي د سړک له جوړېدو او ورسره تړلو کاري فرصتونو څخه بې‌برخې شوي دي.

دوی ادعا کوي چې د موسسې کارکوونکو هم ورته ویلي چې طالب ولسوال د فشار له لارې هغوی دې پرېکړې ته اړ کړي او د مخالفت امکان ورسره نه لري.

د سرچینو په خبره، طالبانو له دې اعتراض وروسته د یوې سیمې ارباب هم نیولی دی. ویل کېږي چې نوموړي د اعتراض کوونکو په منځ کې وینا کړې وه او له همدې امله د روانې اوونۍ په ترڅ کې ونیول شو.

په هغې ویډیو کې چې د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، اعتراض کوونکي د پروژې د لېږد پرېکړه غندي او خبرداری ورکوي چې که دا پرېکړه عملي شي، د موسسې دفتر به وتړي.

اعتراض کوونکو همداراز د «موږ دا ولسوال نه غواړو» شعارونه ورکړي او د طالب ولسوال د لرې کولو غوښتنه یې کړې ده.

پرچمن ولسوالۍ د فراه ولایت له غرنیو او لرې پرتو سیمو څخه ده. د سختو لارو او د ولایت له مرکز څخه د واټن له امله، د سړک جوړونې پروژې د سیمې د اوسېدونکو لپاره ځانګړی اهمیت لري او د تګ راتګ، سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو په اسانتیا کې مهم رول لوبوي.

طالب سفیر او د مالیزیا ځانګړی استازی پر سیاسي او اقتصادي همکاریو غږېدلي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۸ GMT+۱
طالب سفیر او د مالیزیا ځانګړی استازی پر سیاسي او اقتصادي همکاریو غږېدلي
100%

په مالیزیا کې د طالبانو د سفارت سرپرست نقیب الله احمدي د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي داتو احمد اعظم سره لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې اترې شوې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې په مالیزیا کې د افغانستان سفارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د کابل او کوالالمپور ترمنځ په اړیکو کې پر مثبتو پرمختګونو او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي مناسباتو پر پیاوړتیا تفصیلي بحثونه وشول.

په خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د ګډو ګټو پر بنسټ د پیاوړو او دوامداره اړیکو پر پراختیا هیله څرګنده کړې ده. نقیب الله احمدي او داتو احمد اعظم د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره مهمه بللې ده.

له روسیې پرته د مالیزیا په ګډون د نړۍ بل هېڅ یوه هېواد لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو یو شمېر هېوادونو په خپلو پلازمېنو کې د افغانستان سفارتونه دغه ډلې ته سپارلي دي.