سویس د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره نږدې ۲ مېلیون ډالره مرسته اعلان کړې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې سویس د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۹۵ مېلیونه امریکایي ډالر مرسته کړې ده. اوچا ویلي، چې دغه مرسته د بشري مرستو پیاوړتیا او په افغانستان کې د اړمنو کسانو د ملاتړ په برخه کې مهمه ده.
