• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شیعه علماوو شورا: د طالبانو له لوري د محرم پر مراسمو محدودیتونه د پراخې اندېښنې لامل شوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۰ GMT+۱

د افغانستان د شیعه علماوو شورا په یوې اعلامیه کې د طالبانو د عدلیې وزارت له لوري د محرم د مراسمو اړوند وروستیو محدودیتونو او د ځینو دیني او رسنیزو مرکزونو د فعالیتونو د درولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې په وروستیو ورځو کې له ځینو جوماتونو او حسینیو څخه د عاشورا د بیرغونو او نښانو راټولول، د جوماتونو او تکیه‌خانو د یو شمېر مسؤلانو نیول، د عاشورا د مراسمو په درشل کې د تمدن ټلوېزیون د خپرونو درول او د خاتم‌النبیین علمي حوزې تړل هغه اقدامات دي چې ترسره شوي دي.

شورا ویلي چې دغو اقداماتو د شیعه ټولنې ترمنځ پراخه اندېښنه رامنځته کړې او اړتیا ده چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي ورته جدي پاملرنه وکړي.

د اعلامیې له مخې، د پخوانیو هوکړو پر بنسټ د محرم مراسم په تېرو کلونو او همدارنګه سږ کال په ارامه او منظم فضا کې ترسره شوي او تمه کېږي چې پر هماغو هوکړه شویو چوکاټونو عمل دوام ومومي.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا له طالبانو غوښتي چې د خاتم‌النبیین علمي حوزې د بېرته پرانیستلو او د تمدن ټلوېزیون د فعالیت د بیا پیل لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د یادو موضوعاتو اړوند اسناد او شواهد به د عاشورا له ورځو وروسته د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره شریک شي.

شورا همداراز له علماوو او خطیبانو غوښتي چې د تاسوعا او عاشورا په مراسمو کې خلک له اوسني وضعیت څخه خبر کړي او د ملي یووالي، عامه نظم او د رسمي لارو چارو له لارې د غوښتنو پر تعقیب ټینګار وکړي.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا ویلي چې د ستونزو د حل غوره لاره خبرې اترې او رسمي مراجعو ته مراجعه ده، او هیله یې څرګنده کړې چې د مسؤلینو په تدبیر سره به د باور، همغږۍ او ملي یووالي فضا لا پیاوړې شي.

ډېر لیدل شوي

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۲

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي

۳

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۴

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

۵

له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښټ؛ د خیبر پښتونخوا صنعت او سوداګري له جدي ګواښ سره مخ ده