د ډنمارک د کډوالۍ وزیر، مورتن بودسکوف، چې د سوسیال ډیموکرات ګوند غړی هم دی، ویلي حکومت به د دې بندیز د پلي کېدو د امکان په اړه حقوقي ارزونې بېرته پیل کړي.
هغه د ډنمارک له ریتزاو خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي: «اذان باید د ډنمارک د کورونو له بامونو پورته وانهورېدل شي. دا پدیده په ډنمارک کې ځای نه لري او خلک باید د هېواد په کوڅو او سړکونو کې د ګرځېدو پر مهال دا احساس ونه کړي چې ګواکې د اسلاماباد په څنډو کې دي».
اوس مهال هم د ډنمارک په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول پلازمېنه کوپنهاګن کې، د غږیزې ککړتیا اړوند سخت مقررات د جوماتونو له بهرنیو لوډسپیکرونو د اذان خپرول محدودوي.
بودسکوف همداراز ادعا کړې چې د ډنمارک په ځینو سیمو کې د «اسلامي کېدو» بهیر په عامه ډګر کې لا پراخ شوی دی.
دا درېیم ځل دی چې د سوسیال ډیموکراتانو تر مشرۍ لاندې حکومتونه د اذان د بندولو لپاره د قانوني چوکاټ د رامنځته کولو هڅه کوي. ورته وړاندیزونه تر دې وړاندې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۵ کلونو کې هم مطرح شوي وو.
کارپوهان باور لري چې د اذان پر خپرېدو هر ډول سراسري بندیز ښايي له حقوقي خنډونو سره مخ شي. د ډنمارک اساسي قانون د مذهبي مراسمو د ترسره کولو حق تضمین کړی او حکومت اړ دی چې د مذهبي ازادیو او د جوماتونو د شاوخوا اوسېدونکو د حقونو ترمنځ توازن وساتي.
په جرمني او بریتانیا کې هم د اذان خپرېدل د وخت او د غږ د کچې له پلوه له محدودیتونو سره مخ دي، څو د اوسېدونکو لپاره مزاحمت رامنځته نه کړي.
ډنمارک شاوخوا شپږ میلیونه نفوس لري چې له دې ډلې نږدې ۲۷۰ زره مسلمانان دي او شاوخوا ۱۰۰ جوماتونه پکې فعالیت کوي. د جامع جومات کوپنهاګن مسوولانو هم د سیمهییزو چارواکو له موافقې سره سم په ازاده فضا کې د اذان د خپرولو له ترسره کولو ډډه کړې ده.