د طالبانو له واکمنۍ تر ازادۍ؛ یوې افغانې فوټبالرې د سلګونه نجونو ژوند وژغوره

په کاناډا کې مېشتې افغان الاصله فوټبالرې فرخنده محتاج د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان د فوټبال ښځینهو لوبغاړو او د هغوی د کورنیو د ژغورنې لپاره پراخې هڅې وکړې او سلګونه نجونې یې له افغانستان نه خوندي هېوادونو ته واېستلې.
