• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا نوترډام پوهنتون د افغان ښځو له انلاین پوهنتون سره هوکړه وکړه

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۷ GMT+۱

د امریکا د نوتردام پوهنتون د یوې هوکړې په لاسلیکولو سره د افغان ښځو له انلاین پوهنتون څخه خپل رسمي ملاتړ اعلان کړ، چې دا ګام په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره د لوړو زده‌کړو د پیاوړتیا په لاره کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

دغه همکاري د دغه امریکایي پوهنتون د «کیو د نړیوالو چارو پوهنځي» او د ښځو د انلاین پوهنتون ترمنځ شوې ده ترڅو هغو ښځو ته د زده‌کړو لا زیات فرصتونه برابر کړي چې په وروستیو کلونو کې له پراخو بندیزونو سره مخامخ دي.

د ښځو آنلاین پوهنتون چې په ۲۰۲۲ کال کې تاسیس شوی چې په لنډ وخت کې د افغان ښځو لپاره د انلاین زده‌کړو په یو تر ټولو لوی مرکز بدل شوی دی.

دغه پوهنتون تر اوسه پورې په ۱۶ بېلابېلو څانګو کې له ۲۰ زرو څخه زیاتو محصلانو ته تعلیمي خدمات وړاندې کړي دي او په هره اونۍ کې نږدې ۸۰۰ درسي ټولګي تنظیموي. د اکاډمیکو زده‌کړو ترڅنګ، محصلانو ته د رواني روغتیا د خدماتو وړاندې کول هم د دغه بنسټ د فعالیتونو یوه مهمه برخه ده.

د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، دواړه پوهنتونونه به د ګډو درسي پروګرامونو د جوړولو، د ګډو تحصیلي اسنادو د ورکولو، د څېړنیزو پروژو د پلي کولو او د علمي سرچینو د تبادلې په برخه کې همکاري وکړي. د کیو د نړیوالو چارو د پوهنځي مشرې مري ګلګر په دې اړه وویل، دغه همکاري په داسې شرایطو کې د تعلیمي فرصتونو او د علمي ټولنې په ساتلو کې مرسته کوي چې زده‌کړو ته لاسرسی له سختو محدودیتونو سره مخ دی.

هغې زیاته کړه چې افغان زده‌کوونکي په بې ساري همت سره خپلې زده‌کړې پرمخ وړي او دا هڅې د ملاتړ وړ دي.

د ښځو د انلاین پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیالې عادلې زماني وویل، په داسې وخت کې چې د افغانستان ډېری نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي، دغه پوهنتون د هغوی د وړتیاوو د لوړولو او پیاوړتیا په یو مناسب بستر بدل شوی دی. بلخوا، په نوتردام پوهنتون کې د سولې او پرمختګ لپاره د افغانستان د پروګرام مسوول عارف دوستیار دا همکاري د افغان ښځو څخه د نړیوالې علمي ټولنې د ملاتړ یوه ښکاره نښه وبلله.

د چارواکو په وینا، دا ګډ پروګرام به د روان کال له مني څخه په رسمي ډول پیل شي.

دا همکاري په داسې حال کې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د ښوونځي او پوهنتون له زده‌کړو منع کړې دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې دا بندیز په کلني ډول د ۸۴ میلیونه ډالرو په ارزښت اقتصادي زیان اړوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمښت لامل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ هم دا بندیزونه د منلو وړ نه دي بللي.

ترویج لرونکی

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې
۱

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۲

ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی

۳
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۴

نادرا ته د افغان کډوالۍ کارتونو لغوه کولو تر ۲۶زره ډېرې غوښتنې رسېدلې دي

۵

پاکستان: له طالبانو سره د ډیپلوماسۍ د بیا پیل لپاره د باور وړ ژمنو ته اړتیا ده

•
•
•

نور کیسې

احمد مسعود: افغانان د بې‌عدالتۍ او ځپنې تر سیوري لاندې دي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۰۱ GMT+۱
احمد مسعود: افغانان د بې‌عدالتۍ او ځپنې تر سیوري لاندې دي
100%

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وایي چې افغانان دا مهال د ځپنې، محرومیت او بې‌عدالتۍ تر سیوري لاندې ژوند کوي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د خلکو د ازادۍ، عدالت، انساني کرامت او د ولس د ارادې د حاکمیت لپاره به خپلې مبارزې او ژمنې ته دوام ورکړي.

د محرم د لسمې ورځې یا عاشورا په مناسبت په خپاره شوي پیغام کې، مسعود ویلي چې د امام حسین پاڅون د ظلم پر وړاندې د درېدو، ویښتیا او زړورتیا درس ورکوي.

هغه لیکلي چې عاشورا د دې حقیقت یادونه کوي چې هېڅ زور او استبداد د انسان عزت نه شي تر پښو لاندې کولی او د ظلم پر وړاندې درېدل یوازې یو انتخاب نه، بلکې «ایماني، انساني او تاریخي مسوولیت» دی.

د مقاومت جبهې مشر ویلي چې امام حسین په خپلې مبارزې ثابته کړه چې حق، که هر څومره یوازې هم وي، حق پاتې کېږي او باطل، که د قدرت پر ګدۍ هم ناست وي، بیا هم باطل دی.

مسعود د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې ویلي چې د عاشورا پیغام نن هم د افغانانو لپاره د مسوولیت، ویښتیا او د ظلم پر وړاندې د مقاومت الهام‌بښونکی پیغام لري.

هغه زیاته کړې: «عزت هغه وخت مانا پیدا کوي چې انسان د ظالم د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د حق ملاتړ وکړي.»

مسعود په پای کې د امام حسین او د هغه د ملګرو یاد تازه کړی او د ازادۍ، عدالت، انساني کرامت او د افغانستان د خلکو د ارادې د حاکمیت لپاره یې پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی.

طالبان: په ننگرهار، کونړ او بغلان کې د اوبو او حفظ‌الصحې نوې پروژه پلي کېږي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۱۰ GMT+۱
طالبان: په ننگرهار، کونړ او بغلان کې د اوبو او حفظ‌الصحې نوې پروژه پلي کېږي
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي چې د نړیوالې سرې میاشتې له فدراسیون سره په همغږۍ د اوبو، حفظ‌الصحې او لومړنیو مرستو د څلور کلنې پروژې د تطبیق پر چارو خبرې شوې دي، چې موخه یې په ننگرهار، کونړ او بغلان ولایتونو کې د روغتیايي خدماتو ښه‌والی دی.

د افغاني سرې میاشتې د معلوماتو له مخې، دا همغږۍ ناسته د پنجشنبې په ورځ ترسره شوې، چې پکې د دې ادارې عملیاتي مرستیال مولوي روح‌الله عبدالسلام، د نړیوال فدراسیون استازي دغه پروژه د بشري خدماتو د ښه تطبیق لپاره مهمه بللې.

هغه زیاته کړې چې د اوبو، حفظ‌الصحې او لومړنیو مرستو څلور کلنه پروژه به د خلکو د روغتیايي وضعیت په ښه کولو، د ناروغیو په مخنیوي او د اساسي روغتیايي اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، نوې پروژه به د پخوانۍ پروژې د تجربو پر بنسټ عملي شي، څو لا زیاتې اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راشي.

د معلوماتو له مخې، دا څلور کلنه پروژه د فنلنډي سرې صلیب په ملاتړ په ننگرهار، کونړ او بغلان ولایتونو کې پلي کېږي، چې هدف یې د اوبو او حفظ‌الصحې خدماتو ښه کول او د زیانمنو ټولنو د روغتیايي وضعیت پیاوړتیا ده.

دبستان کلتوري مرکز په لغمان کې د ګل پاچا الفت مزار بیا رغولی دی

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۹ GMT+۱
دبستان کلتوري مرکز په لغمان کې د ګل پاچا الفت مزار بیا رغولی دی
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی، چې په لغمان ولایت کې د پښتو ژبې او ادب د نامتو شاعر، لیکوال او مفکر استاد ګل پاچا الفت د مقبرې د بیا رغونې چارې بشپړې شوې دي. دغه رغنیزې چارې د دبستان کلتوري مرکز له لوري ترسره شوې دي.

لغمان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالنور رسولي ویلي، چې استاد ګل پاچا الفت د افغانستان د ادب او کلتور یو ځلانده شخصیت و او د داسې ملي او کلتوري څېرو د اثارو او مقبرو ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

هغه زیاته کړه، چې د دغو کلتوري شخصیتونو د ژوند او خدمتونو درناوی په حقیقت کې د هېواد د تاریخ، هویت او کلتوري ارزښتونو درناوی دی. هغه د تاریخي او فرهنګي اثارو ساتنه راتلونکو نسلونو ته د ملي هویت د لېږدولو یوه مهمه وسیله وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د فرهنګي میراثونو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هغو بنسټونو او کلتوري شخصیتونو هڅې وستایلې، چې د فرهنګي میراثونو په ساتنه او بیا رغونه کې برخه اخلي. د یادولو وړ ده، چې استاد ګل پاچا الفت د افغانستان د معاصر پښتو ادب له مخکښو شاعرانو او لیکوالانو څخه و، چې د هېواد د ادبي او کلتوري ودې لپاره یې بې‌ساري خدمتونه کړي او د هغه مقبره د لغمان ولایت د عزیز خان کڅ په سیمه کې موقعیت لري.

د افغانستان په تاریخ کې د کلتوري او ادبي میراثونو ساتنه تل ځانګړی ارزښت درلودلی دی، لکه څنګه چې په هېواد کې د نورو کلتوري او تاریخي ارزښتونو د یادولو ترڅنګ، په دې وروستیو کې د پښتو ادب د بل نامتو شخصیت ملنګ جان د خوږې نغمې کتاب هم ۷۰ کلن شو، چې د رحمان بابا تر دیوان وروسته د پښتو ادب دویم تر ټولو مشهور کتاب ګڼل کېږي. طالبان بیا د ملنګ جان شاعري چې حماسي رنګ لري او ملت پالنه پکې ځای شوې، د طآلبانو له لوري پرې سخت بندیز لګېدلی دی.

د روغتیا سازمان: افغانستان کې نشه‌يي توکو پر کورنیو ناوړه روغتیايي او اقتصادي اغېزې کړي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱
د روغتیا سازمان: افغانستان کې نشه‌يي توکو پر کورنیو ناوړه روغتیايي او اقتصادي اغېزې کړي
100%

د روغتیا نړیوال سازمان د جون په ۲۶مه، د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د روږدو کسانو د مخنیوي، درملنې او بیا رغونې په برخه کې خپلو مرستو او ژمنو ته دوام ورکوي.

دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کارول پر ډېرو کورنیو او ټولنو ناوړه روغتیايي، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې کړې دي او دوی هڅه کوي چې اړمنو کسانو ته روغتیايي خدمات ورسېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ټول افغانستان کې د درملنې د ۱۱ مرکزونو او په ۱۰ ولایتونو کې د ۱۱ ګرځنده ټیمونو ملاتړ کوي، چې له دې جملې څخه څلور مرکزونه د ښځو او ماشومانو او یو مرکز د تنکیو ځوانانو درملنې ته ځانګړی شوی دی. دغه مرکزونه په ټولیزه توګه ۶۱۰ بسترونه لري چې زرګونه کسانو ته د ژوند ژغورنې روغتیايي، رواني او ټولنیز خدمات وړاندې کوي او ګرځنده ټیمونه بیا هغو زیانګالو خلکو ته خدمات رسوي چې مرکزونو ته لاسرسی نه لري.

دغه سازمان همدارنګه په کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې د اپیوایډ د بدیلې درملنې د څلورو مرکزونو او پنځو ګرځنده ټیمونو مالي او تخنیکي ملاتړ کوي، چې اوسمهال ترې څه باندې ۵۰۰ روږدي کسان ګټه اخلي. د دې ترڅنګ، د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د روغتیايي چارواکو سره د تخنیکي لارښودونو په برابرولو، د روغتیايي کارمندانو په روزنه او د درملنې د علمي لارو چارو په پراخولو کې همکاري کوي.

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي ډاکټر اډوین سلواډور په دې اړه وویل، چې د نشه‌يي توکو د کارولو اختلالات د مخنیوي او درملنې وړ دي او په دې برخه کې پانګونه له روږدو کسانو سره مرسته کوي چې بیرته خپلو کورنیو او ټولنو ته ګټور ثابت شي.

نوموړي د ۲۰۲۶ کال د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ د عامه پوهاوي د زیاتولو، په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ د مخنیوي د پروګرامونو د پیاوړتیا او د باکیفیته خدماتو د پراخولو لپاره یو ښه فرصت وباله.

په ایران کې درې افغان کډوال په سمندر کې ډوب شوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱
په ایران کې درې افغان کډوال په سمندر کې ډوب شوي
100%

د ایران د نوشهر ولسوالۍ د ژغورنې د ادارې مشر ویلي چې درې افغان کډوال د چهارشنبې په ورځ د دې ولسوالۍ د سمندر په ساحل کې ډوب شوي او یو بل کس لا هم ورک دی.

د دغې ادارې مشر، مجتبی شمس، د پنجشنبې په ورځ ویلي چې لږ تر لږه ۱۵ افغان وګړي، سره له دې چې سمندري هوا توپاني او خرابه وه، د نوشهر د ختیځ ساحلي اوبو ته ننوتلي وو.

د هغه په وینا، د ورک شوي کس د موندلو لپاره د ژغورنې او لټون عملیات لا هم دوام لري.

مجتبی شمس ویلي چې د پېښې د قربانیانو عمرونه۱۲، ۱۴ او ۲۵کاله وو.

هغه زیاته کړې چې یاد کسان په داسې ساحلي سیمه کې اوبو ته ورغلي وو چې د خطرناکو سیمو له ډلې شمېرل کېږي او هلته لامبو وهل منع دي.

د ایران د ژغورنې چارواکو له خلکو، په ځانګړي ډول له کډوالو او مسافرو، غوښتي چې د سمندر د خراب وضعیت او د امنیتي سپارښتنو پر مهال له خطرناکو ساحلي سیمو څخه ډډه وکړي، څو د ورته مرګونو پېښو مخه ونیول شي.