• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج‌الحق: د کشمیر مسایل باید د خبرو اترو له لارې حل شي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۳۰ GMT+۱

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج‌الحق وايي، چې د کشمیر د خلکو مسایل باید د ځواک کارولو پر ځای د خبرو اترو، افهام او تفهیم او دوه اړخیز باور له لارې حل شي. هغه ټینګار کړی چې سیاسي ګوندونه باید د دغو مسایلو په هواري کې تر ناوخته کېدو وړاندې خپل رول ولوبوي.

نوموړي په خپل دغه پیغام کې د سیمې او نړۍ سیاسي او پوځي تحولاتو ته په اشارې سره لیکلي، که چېرې امریکا او افغانستان له شل کلنې جګړې وروسته مذاکرات کولای شي، نو د کشمیر قضیه هم د خبرو له لارې د حل کېدو وړ ده. سراج‌الحق زیاته کړې چې د کشمیر په څېر پېچلې مسایل په جګړو نه، بلکې د سیاسي ارادې او ډیپلوماټیکو هڅو په پایله کې هوارېدلی شي.

د جماعت اسلامي دغه پخواني مشر دغه راز د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ په روانو کړکېچونو کې د پاکستان رول ته اشاره کړې ده. د هغه په وینا، کله چې پاکستان د اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب رول لوبولای شي، نو په کار ده چې د کشمیر د کړکېچ د هواري لپاره هم له ورته سیاسي ظرفیت او ډیپلوماسۍ څخه کار واخیستل شي.

سراج‌الحق پر ټولو سیاسي ګوندونو او مطرحو جهتونو غږ کړی چې په دې برخه کې خپل مسوولیتونه وپېژني او اجازه ورنه‌کړي چې د دغه بحران د سوله ییز حل فرصتونه له لاسه ووځي. هغه ټینګار کړی چې په سیمه کې د دایمي ثبات او سولې د ټینګښت لپاره د خبرو اترو او افهام او تفهیم لاره تر ټولو غوره او اغېزناکه بدیل دی.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۳

له افغانستان نه وروستی وتلی امریکايی پوځي له دندې ګوښه کېږي

۴

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

۵

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

•
•
•

نور کیسې

د ټي‌ټي‌پي خبرداری؛ په سند ایالت کې تازه ګمارل کېدونکي پوځیان به زموږ د بریدونو موخه وي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۳ GMT+۱
د ټي‌ټي‌پي خبرداری؛ په سند ایالت کې تازه ګمارل کېدونکي پوځیان به زموږ د بریدونو موخه وي
100%

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) وایي چې په سند ایالت کې د پوځ له لوري د ځوانانو د نوي جذب بهیر د دوی په وینا «د بې وسه ولس د قربانۍ» هڅه ده او خبرداری یې ورکړی چې په تازه ګمارل کېدونکو کسانو به بریدونه وکړي.

د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني په یوه اعلامیه کې چې نن خپره شوې، ویلي چې د رسنیو له لارې یې معلومات ترلاسه کړي چې د سند ایالت په عمرکوټ، میرپورخاص او تهرپارکر سیمو کې د منځني زده‌کړو، د لوړو ثانوي زده‌کړو، منځنۍ زده‌کړې، ابتدايي زده‌کړې او حتی بې‌سواده ځوانانو د پوځ لپاره د جذب اعلان شوی دی.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې پخواني پوځیان، په ځانګړي ډول د پنجاب اړوند، قبایلي سیمو ته له تګ ډډه کوي او د ټي ټي پي په وینا د دوی له امله تلفات ویني، نو ځکه اوس د سند «بې وسه ولس» د پوځ په لیکو کې جذب کېږي.

خراساني په اعلامیه کې دا هم ویلي چې د سند خلک د اوږدې مودې راهیسې د فدرالي حکومت له خوا له حقونو محروم شوي او د ده په وینا اوس یو ځل بیا د قربانۍ په توګه کارول کېږي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې ټي ټي پي د پخوانیو کارکوونکو لپاره ورکړل شوې مهلت موده پای ته رسېدلې او هغوی ته سپارښتنه شوې چې خپلې دندې پرېږدي او «حلال رزق» لپاره بل لاره غوره کړي.

دغه ډلې په څرګنده خبرداری ورکړی چې نوي ګمارل شوي کسان به د دوی د هدف لاندې وي او له هغوی یې غوښتي چې د پوځ سره له همکارۍ ډډه وکړي.

د پاکستان حکومت تر اوسه د ټي ټي پي ددغه ګواښ په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

د محرم الحرام ورځې؛ پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ د دوو ورځو لپاره تړي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۱
د محرم الحرام ورځې؛ پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ د دوو ورځو لپاره تړي
100%

په تورخم کې د پاکستان دولتي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې، چې د محرم الحرام د رخصتیو له امله د تورخم دروازه د جون په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل کېږي.

د دغه پرېکړې له امله به افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ او عادي تګ راتګ هم د دوو ورځو لپاره ودرول شي او د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته به بېرته پیل شي.

د تورخم پولې تر څنګ، د حمزه بابا د افغان کډوالو کمپ هم د دغو دوو ورځو لپاره د مراجعینو پر مخ تړل شوی دی. لنډي کوتل کې مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر په دې اړه ویلي، چې د جون په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه به په یاد کمپ کې ټول اداري او دفتري فعالیتونه په ټپه ولاړ وي او له افغان کډوالو یې غوښتي چې په دې موده کې دغه مرکز ته له ورتګ څخه ډډه وکړي څو له احتمالي ستونزو او بې‌ځایه انتظار سره مخ نه شي.

پاکستاني چارواکو له کډوالو غوښتنه کړې چې د حکومتي لارښوونو او ټاکل شوي مهالویش پابندي وکړي او د نویو بدلونونو لپاره د چارواکو لخوا خپرېدونکو خبرتیاوو ته پام وکړي. د دغه کمپ د چارواکو په وینا، د محرم الحرام د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته به د حمزه بابا کمپ خپل عادي فعالیتونه بېرته پیل کړي او ټول خدمات به د پخوا په څېر وړاندې شي.

د حمزه بابا کمپ په پاکستان کې د مېشتو افغان وګړو د ثبت، د اسنادو د پروسس او نورو اړوندو اداري چارو د ترسره کولو لپاره یو له مهمو مرکزونو څخه دی چې هره ورځ ورته ګڼ شمېر کسان مراجعه کوي. د پولې د بندېدو پر مهال به د کډوالو د ستنېدو بهیر په بشپړ ډول ځنډېدلی وي او د رخصتیو له پای وروسته به بېرته پیل شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لا هم په شدت سره دوام لري او د راپورونو له مخې، تېر کال شاوخوا ۳ میلیونه افغان کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې څخه په زوره یا خپله خوښه هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې پر افغان کډوالو د پولیسو چاپې په بې‌ساري ډول زیاتې شوي او یوازې له پنجاب ایالت څخه تر ۳۴ زره ډېر کډوال اېستل شوي دي، چې له امله یې په تورخم کې د کډوالو اوږده کتارونه جوړ شوي دي.

پاکستان: افغانستان کې فعالې وسله‌والې ډلې د اسلام‌اباد او بیجینګ لپاره ګډ امنیتي ګواښ دي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۱
پاکستان: افغانستان کې فعالې وسله‌والې ډلې د اسلام‌اباد او بیجینګ لپاره ګډ امنیتي ګواښ دي
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې د فعالو وسله‌والو ډلو شتون د پاکستان او چین لپاره ګډ امنیتي ګواښ بلل کېږي او دواړه هېوادونه د دې ګواښونو د مخنیوي لپاره نږدې همکاري کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د چهارشنبې په ورځ وویل چې چین د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له فعالیتونو او پاکستان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو وسله‌والو ډلو له امله اندېښمن دی.

هغه زیاته کړه چې اسلام‌اباد او بیجینګ د افغانستان په اړه دوامداره مشورې کوي او په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي د اسلام‌اباد سفر پر مهال هم د دواړو لورو ترمنځ مهمې خبرې شوې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «پاکستان او چین له هغو ګډو ګواښونو سره مخ دي چې سرچینه یې افغانستان دی. له همدې امله به د افغانستان په اړه زموږ همغږي او همکاري دوام ولري».

چین تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ایغور وسله‌والو ډلو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. بیجینګ تېر کال د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي وو چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ لا هم جدي دی او نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپلو وروستیو راپورونو کې په افغانستان کې د ۲۳ تر ۲۵ پورې د ترهګرو او وسله‌والو ډلو د فعالیت یادونه کړې ده.

پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران او جنګیالي په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظیموي. خو طالبان دا ادعاوې ردوي او په بدل کې پاکستان تورنوي چې د طالبانو د حکومت پر ضد د داعش ډلې ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د طالبانو له ادارې سره د اسلام‌اباد اختلاف د افغانستان له خلکو سره دښمني نه ده. هغه وویل چې د پاکستان اقدامات د افغانستان خلک نه، بلکې هغه ستونزې په نښه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي کړکېچ لامل شوي دي.

تړلو لارو او اقلیمي بدلونونو په پاکستان کې د افغان کوچیانو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۰۹ GMT+۱
•
جواد شينواری
تړلو لارو او اقلیمي بدلونونو په پاکستان کې د افغان کوچیانو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لویو لارو بندښت او اقلیمي بدلون د افغان کوچیانو دودیز ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی. د څړځایونو کمښت، د څارویو ناروغۍ، د ماشومانو د زده‌کړو خنډونه او د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي د دوی ژوند لا خورا سخت کړی دی.

د افغانستان د لوګر ولایت ۴۸ کلن نور محمد له خپلې کورنۍ او د شاوخوا څلور سوه وزو او نورو څارویو له رمې سره ټول کال بېلابېلو سیمو ته سفر کوي. د دوی د ژوند اساس هغه څړځایونه دي چې تازه واښه او د څارویو لپاره مناسب خوراک پکې پیدا کېږي.

نور محمد دا مهال د سوات په یوه غرنۍ سیمه کې خېمه وهلې او له خپلې کورنۍ او څارویو سره دلته څلورم پرله‌پسې اوړی تېروي. هغه افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وايي: «پخوا به موږ هر کال د موسمونو له بدلون سره سم د پاکستان او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کاوه، خو اوس د لارو د بندېدو او د سفر د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله مو ژوند سخت شوی دی.»

هغه زیاتوي: «موږ غواړو خپل هېواد افغانستان ته ستانه شو، خو د کورنۍ له هېڅ غړي سره پاسپورټ نشته. د غرنیو او سختو لارو له لارې تګ، که ناممکن نه وي، نو ډېر ګواښونکی او خورا ستونزمن دی.»

د پاکستان په ځینو سیمو کې مېشت افغان کوچیان د پسونو، وزو او نورو څارویو روزنه کوي او د خپلو ورځنیو اړتیاوو د لېږد لپاره له اوښانو او خرو کار اخلي. د ښه موسم او تازه څړځایونو د موندلو لپاره د دوی ژوند له پرله‌پسې کوچ او سفر سره تړلی وي. د اوړي په موسم کې د کوچیانو کورنۍ د سوات، کالام، چترال او نورو غرنیو سیمو ته سفر کوي، په داسې حال کې چې د ژمي په موسم کې بیا په بلوچستان، خیبر ولسوالۍ، پېښور، اټک، پنجاب او نورو نسبتاً تودو سیمو کې مېشتېږي.

نور محمد وایي چې د دوی اصلي تړاو له افغانستان سره دی، خو د دوامدارې کډوالۍ له امله په دواړو هېوادونو کې د هویت او اساسي اسانتیاوو له ستونزو سره مخ دي. د هغه په وینا، د دوی لپاره کومه دایمي استوګنه نشته او کوچیان عموماً په پرانیستو میدانونو کې خېمې دروي او خپل ژوند پر همدې طرز تنظیموي.

د نور محمد ماشومان هم له خپل مور او پلار سره د څارویو په ساتنه کې مرسته کوي. دوی د خېمو شاوخوا د پسونو او وزو د بچیانو څارنه کوي، په داسې حال کې چې لوی څاروي د څړځایونو پر لور بیول کېږي.

100%

له مالدارۍ سره تړلی سخت ژوند:

بل لور ته، د افغانستان د لغمان ولایت اوسېدونکی ځوان خان آغا له خپلو نورو ملګرو سره هره ورځ سهار وختي شاوخوا څلور سوه پسونه او وزې د څړځایونو پر لور بیایي. دوی ټوله ورځ د مالونو ساتنه او څرونه کوي او د ماښام پر مهال بېرته د خپل مالک خېمې ته ستنېږي او شپه هلته تېروي.

خان آغا او د هغه ملګرو ته د دې سخت کار په بدل کې هر یوه ته میاشتنۍ ۲۵ زره پاکستانۍ کلدارې مزدوري ورکول کېږي. خان آغا وایي چې د مالدارۍ مسلک د پخوا په پرتله ډېر سخت شوی دی. هغه زیاتوي چې ټوله ورځ له څارویو سره په څړځایونو کې تېروي او له هغوی سره یو ځای وي.

د هغه په وینا، څاروي د انسانانو په څېر یوازې هغه وخت ارام کوي چې نس یې په بشپړه توګه مړ وي؛ نو له همدې امله دوی اړ دي چې په دوامداره توګه له مالونو سره پاتې شي.

له خېمو سره تړلی ژوند؛ د افغان کوچیانو ټولنیز حقیقت

د نور محمد دوه زامن او درې لوڼې له خپلو مور او پلار سره په خېمو کې ژوند کوي. د دوی مشر زوی، سید محمد، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي چې په افغانستان کې یې د خپل کلي په ښوونځي کې درې کاله زده‌کړې کړې وې، خو درې ـ څلور کاله وړاندې پاکستان ته له کډوالۍ وروسته یې د زده‌کړو لړۍ پرې شوې وه، ځکه دلته ورته منظمې تعلیمي اسانتیاوې نه وې برابرې شوې.

سید محمد وایي چې اوس مهال دیني زده‌کړې کوي، خو د هغه کشر ورور ګل محمد لا هم د ښوونځي د لوستلو هیله لري. نوموړی زیاتوي چې پرله‌پسې کډوالي، اقتصادي ستونزې او د دایمي استوګنې نشتوالي د دې لامل شوي چې دغه هیله یې تر اوسه پوره نه شي.

د نور محمد څلوېښت کلنه مېرمن، مریم بي‌بي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي چې کله به دوی په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره اوسېدل، د ماشومانو زده‌کړې به منظمې وې او ښوونځي ته به یې لېږل؛ خو په پاکستان، په ځانګړي ډول سوات کې د موسمي استوګنې پر مهال، د ماشومانو تعلیمي بهیر اغېزمن شو او نیمګړی پاتې شو.

د کوچیانو ژوند د ښځو او ماشومانو لپاره نورې جدي ستونزې هم رامنځته کوي. مریم بي‌بي وایي چې د دوامدار سفر او ناڅرګندو حالاتو له امله ډېری وخت نجونې په کم عمر کې ودېږي او د زېږون او نورو طبي اړتیاوو پر مهال لازمې روغتیايي اسانتیاوې نه وي موجودې.

هغې وویل: «په خېمو کې ژوند د روغتیا، زده‌کړو او لومړنیو بشري اړتیاوو ته لاسرسی په یوه دوامداره او سخته ستونزه بدل کړی دی.»

100%

اقلیمي بدلون او د کوچیانو ستونزې:

د خیبر پښتونخوا د څارویو پالنې او وترنرۍ څانګې د معلوماتو له مخې، په پاکستان او افغانستان کې مېشت افغان کوچیان د اقلیمي بدلون له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. د هغوی لنډمهالي استوګنځي نور خوندي نه دي او د څارویو لپاره مناسب چاپېریال او طبیعي څړځایونه په څرګند ډول کم شوي دي.

د کارپوهانو په وینا، له ۲۰۰۵ کال وروسته په ورښتونو کې غیرمعمولي بدلون راغلی؛ کله زورور بارانونه کېږي او کله اوږدې وچکالۍ رامنځته کېږي. د همدې وضعیت له امله د څارویو لپاره د خوراکي واښو تولید اغېزمن شوی دی.

د واښو کمښت، شدیدې تودوخې او د اوبو نشتوالي د څارویو تولیدي وړتیا راکمه کړې، د ناروغیو کچه یې لوړه کړې او د کوچیانو دودیز ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د تړلو لارو او اقلیمي بدلون اغېزې:

پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلون له منفي اغېزو څخه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.

۴۱کلن افغان کوچی، ګل رحمان، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي چې په تېرو څو کلونو کې د اقلیمي بدلون اغېزې په څرګند ډول زیاتې شوې دي، چې له امله یې په څارویو کې د بېلابېلو ناروغیو کچه هم لوړه شوې ده.

هغه وایي چې تېر کال د یوې ناڅرګندې ناروغۍ له امله له سلو څخه ډېر څاروي ترې مړه شول، چې درانه مالي زیانونه یې ورته واړول. د هغه په خبره، دا ستونزه له څو کلونو راهیسې روانه ده او هر کال څاروي په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

ګل رحمان شکایت کوي چې حکومت د کوچیانو لپاره د وترنرۍ اسانتیاوو یا طبي مرستو کوم ځانګړی نظام نه لري. له همدې امله دوی اړ کېږي چې د څارویو د درملنې لپاره له خپلو امکاناتو کار واخلي او له بازارونو درمل واخلي. ځینې وختونه بیا له دودیزو او کورنیو طریقو هم ګټه اخلي.

د هغه په وینا، د څارویو د ناروغیو یوه لویه وجه ککړې او غیر صحي اوبه دي، ځکه د کوچیانو د تګ راتګ پر مهال څاروي له لارو سره نږدې له ولاړو حوضونو او ناامنه اوبو څخه استفاده کوي، چې دا د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو سبب ګرځي.

100%

ایا دودیزه کوچېدنه د اقلیم په بدلون کې مرسته کولی شي؟

د کارپوهانو په وینا، که کوچیانو ته له خپلو څارویو سره د دودیز سفر اجازه ورکړل شي، نو د اقلیمي بدلون منفي اغېزې تر ډېره کمېدای شي.

د موسمونو له بدلون سره سم د بېلابېلو سیمو پر لور کوچېدنه د کوچیانو له پېړیو پخوانی دود دی، چې د څړځایونو د اغېزمن استعمال او د څارویو د بقا لپاره مهم رول لري.

د کوچیانو ټولنې ته د غوره اسانتیاوو د برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره د خیبر پښتونخوا د څارویو پالنې ادارې څه موده وړاندې یو جامع څېړنیز راپور بشپړ کړی و. په دې څېړنه کې د څارویو شمېر، د شپنو او د هغوی د کورنیو نفوس، د موسمي سفر وختونه، د استوګنې ځایونه، څړځایونه او د دودیزې کوچېدنې لارې په نښه شوې وې.

خو د دې څېړنې سره سره عملي ګامونه محدود پاتې شوي دي. په شمالي سیمو کې یوازې په څو ځایونو کې ګرځنده وترنري خدمتونه او د درملو رسونه ترسره شوې، په داسې حال کې چې نورې سپارښتنې تر اوسه نه دي عملي شوې.

کارپوهان او سیمه‌ییز استازي وایي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنیتي وضعیت له امله کوچیان له لا زیاتو ستونزو سره مخ شوي دي. د هغوی په وینا، له یوې سیمې بلې ته او یا هم د ډیورند کرښې هاخوا تګ راتګ د پخوا په پرتله ډېر سخت شوی، چې له امله یې د دې دودیز ژوند له طرز سره تړلي خلک ورو ورو کمېږي.

د کوچیانو د ستونزو د حل او د هغوی د هوساینې لپاره کارکوونکو ملي او نړیوالو ادارو، لکه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او شارپ، ته پکار ده چې لا اغېزمن او عملي رول ولوبوي.

د بښنې نړېوال سازمان پر پاکستان غږ کړی چې بلوڅ فعالان سمدستي خوشې کړي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۱
د بښنې نړېوال سازمان پر پاکستان غږ کړی چې بلوڅ فعالان سمدستي خوشې کړي
100%

د پښنې نړيوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي باید هغه بلوڅ فعالان (ماهرنګ بلوڅ او صبغت الله شاه جي) سمدستي خوشې کړي چې له پټې محاکمې وروسته پر عمر بند محکوم شوي دي.

د سوېلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان سرپرستې سیمه ییزې مشرې، ایزابل لاسي د کویټې د ترهګرۍ ضد محکمې لخوا بلوڅ فعالانو ماهرنګ بلوڅ او صبغت الله شاه جي ته د ټول عمر بند سزا اورولو په غبرګون کې وویل:

«دا پرېکړه چې د عادلانه محاکمې پر حق یو تېری دی، ښيي چې څنګه د پاکستان د ترهګرۍ ضد قوانین د سوله ییزو مخالفتونو د غلي کولو لپاره په ناوړه توګه کارول کېږي.»

هغې وويل، دا محکومیت او سزا د زندان په انګړ کې له یوې ګړندۍ او پټې محاکمې وروسته وشوه، چې د هغې په ترڅ کې د عادلانه محاکمې د نړیوالو معیارونو او قانوني پړاوونو په اړه جدي اندېښنې راپورته شوې.

همداراز د نړیوال سازمان مشرې زیاته کړه، ماهرنګ او ملګري یې یوازې د خپلو بشري حقونو د فعالیتونو له امله په نښه کېږي دوی باید سمدستي خوشې شي او د دوی له فعالیتونو سره تړلي ټول تورونه باید لیرې شي.

ماه رنګ بلوڅ چې د بلوڅ یووالي کمېټې مشره ده، د دوشنبې په ورځ د بلوچستان د ترهګرۍ ضد یوې محکمې ورته د «اېف‌سي» ځواک د یوه سرتېري د وژنې اړوند قضیه کې د عمري بند سزا واوروله.