• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندهار او هلمند کې د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ پېښې په بې‌ساري توګه زیاتې شوې دي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۴۰ GMT+۱

د بې‌پولې داکټرانو سازمان خبرداری ورکړی چې د افغانستان په سویل کې د سختې او خطرناکې خوارځواکۍ له امله د بستر کېدونکو ماشومانو په شمېر کې د اندېښنې وړ زیاتوالی راغلی. دغې ادارې د نړۍوالو مرستو کمښت، وچکالي او د لارو تړل کېدل د دغه بشري ناورین اصلي لاملونه بللي دي.

د بې‌پولې ډاکټرانو په راپو کې رراغلي چې د ۲۰۲۶ کال له جنوري تر اپریل میاشتې پورې په هلمند او کندهار کې د دوی په روغتیايي مرکزونو کې د سختې خوارځواکۍ لرونکو ماشومانو په بستر کېدو کې د تېرو درېیو کلونو د همدې مودې په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د سختې خوارځواکۍ په ناروغۍ د اخته ماشومانو عمر تر یوه کال کم ښودل شوی .

یادې ادارې ویلي، د هلمند په بست ولایتي روغتون کې د روان کال په لومړیو ۴ میاشتو کې له ۱۵۰۰ څخه ډېر ماشومان چې په سختې خوارځواکۍ او نورو نورغیو اخته وو، بستر شوي، چې دا کچه د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله دوه برابره زیاته ده.

د یادې ادارې په راپور کې راغلي چې په کندهار کې هم په همدې موده کې ۵۷۰ ماشومان بستر شوي او له ۳۰۰ زیات نور ماشومان د ځای د نشتوالي له امله نورو روغتیايي مرکزونو ته ورپېژندل شوي دي.

په سویل کې د بې‌پولې ډاکټرانو د روغتیايي برخې همغږې کوونکې انا لیلیا وايي:«ماشومان موږ ته په داسې حال کې راوړل کېږي چې ډېر ځنډېدلي وي او وضعیت یې د اندېښنې وړ وي. دا نه یوازې د خوړو د خوندیتوب خرابوالی ښيي، بلکې د خوارځواکۍ د لومړني تشخیص او درملنې د سیسټم د پاشل کېدو مانا هم لري. کله چې میندې پخپله د خوړلو لپاره څه نه لري، نو له هغوی څنګه تمه کېدای شي چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي؟».

یادې ادارې ویلي، پرله‌پسې وچکالۍ، د نړۍوالو مرستو کمښت د لارو بندښت هغه لاملونه دي چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې یې په سختې خواځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر کړی دی.

دوی خبرداری ورکړی چې که نړۍوال مرستندویان په بېړنۍ توګه د افغانستان د خوارځواکۍ له پروګرامونو سره خپلې مرستې بېرته پیل نه کړي، ښايي دا کړکېچ نور هم ژور شي او د ګڼو ماشومانو ژوند به له خطر سره مخ شي.

ترویج لرونکی

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې
۱

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۲

ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی

۳

نادرا ته د افغان کډوالۍ کارتونو لغوه کولو تر ۲۶زره ډېرې غوښتنې رسېدلې دي

۴

پاکستان: له طالبانو سره د ډیپلوماسۍ د بیا پیل لپاره د باور وړ ژمنو ته اړتیا ده

۵

ایران: د خامنه يي د جنازې په مراسمو کې د «ډېرو افغانانو د ګډون» لپاره تدابیر نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: ناپېژاندو وسله والو په کندهار ښار کې د ټي ټي پي یو غړی په ډزو وواژه

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۲ GMT+۱
سرچینې: ناپېژاندو وسله والو په کندهار ښار کې د ټي ټي پي یو غړی په ډزو وواژه
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته د کندهار ښار د لومړۍ امینتي حوزې اړوند سیمه کې ناپیژاندو وسله والو د امین الله په نوم یو تن په ډزو وواژه. سرچینو ویلي، امین الله د ټي‌ټي‌پي اړوند ډلې غړیتوب درلود.

سرچینو ویلي، چې دوو موټر سایکل سپرو کسانو نن له غرمې وروسته د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د فرقې په سیمه کې پر امین الله ډزې وکړې او نوموړی ځای پر ځای ووژل شو.

سرچینو ویلي، چې امین الله د ټي‌ټي‌پي ډلې غړیتوب درلود او ورور یې هم څه موده وړاندې په پاکستان کې وژل شوی و.

طالبانو تر اوسه د یادې پيښې په اړه څه نه دي ویلي.

د فرقي په نوم استوګنیز ښارګوټی د کندهار ښار په لومړۍ حوزه کې دی او په دې سیمه کې د لوړ پوړو او ټیټ پوړو طالب چارواکو کورنۍ اوسیږي.

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۱
افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
100%

افغان سندرغاړي جاوید امیرخېل اعلان وکړ چې له پښتونخوا او پېښور سره یې د تل لپاره مخه ښه کړې او په جرمني کې مېشت شوی. نوموړي ویلي، د حالاتو او مجبوریتونو له امله یې له هېواده بهر د ژوند کولو پرېکړه کړې ده.

جاوید امیرخېل ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه له کابل څخه اسلام ته لاړ او له هغه وروسته یې اووه میاشتې د بلوچستان په مرکز کویټه کې د کډوالۍ ژوند وکړ.

امیرخېل ویلي چې له کویټې څخه وروسته یې د کډوالۍ ژوند په پېښور کې پیل کړ. نوموړي په پښتونخوا او پېښور کې د خپلې کډوالۍ دوره د ژوند یو له تر ټولو غوره فصل بللی دی.

دغه افغان سندرغاړي ویلي چې د روان کال په مي میاشت کې اروپا ته د کنسرټ لپاره تللی او سخته پرېکړه یې وکړه چې نور خپل ژوند ته په جرمني کې دوام ورکړي.

نوموړي ویلي، په اروپا کې د پاتې کېدو پرېکړه یې له مجبوریته کړې، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

هغه خپلو مینه‌والو ته ډاډ ورکړی چې په اروپا کې د کډوالۍ پرمهال به هم خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکړي.

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۱
نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم
100%

د طالبانو د سرحدونواو قبایلو چارو وزیر د خپلې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده د نړۍ پرمخ «یوازینی په شریعت ټینګ» کس وباله او زیاته یې کړه، چې که نړۍ ورسره ګډه وډه کیږي هم، هبت الله د شریعت له یوه حکمه نه تېریږي.

د طالبانو د سرحدونواو قبایلو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې ددې ډلې مشر په دین کې ځانګړې پوهه لري او په افغانستان کې او له افغانستان نه بهر د ځمکې پرمخ داسې بل څوک نشته، چې دده په وینا، تر هبت الله اخوندزاده دې شریعت ته ډېر پابند وي.

هغه وویل، چې هبت الله «په کامل ډول» امیر دی او ټوله ورځ او د شپې تر ناوخته عبادتونه او مجالس کوي.

هغه زیاته کړه، چې «څوارلس نیم سوه کاله وروسته افغانانو ته هغه دین په لاس ورغلی، چې د هغه لپاره یې پیدایش شوی».

نورالله نوري د خپلې خبرې د اثبات لپاره په الله سوګند یاد کړ او زیاته یې کړه، چې هبت الله ته نږدې کسان په دې پوهیږي.

د طالبانو یاد وزیر په خپلو خبرو کې وویل، چې «جهاد» یوازې په وسله نه، بلکې په پوهې، وسایلو، او پرمختللو تخنیکونو سره هم کېږي او زلمیان باید په دې برخه کې مخکښ اوسي.

لوکاشینکو وايي اوکراین ته یې خبرداری ورکړی چې بېلاروس دې په جګړه کې نه ښکیلوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۲۵ GMT+۱
لوکاشینکو وايي اوکراین ته یې خبرداری ورکړی چې بېلاروس دې په جګړه کې نه ښکیلوي
100%

د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو ویلي چې هغه اوکراین ته خبرداری ورکړی و چې د روسیې او اوکراین په جګړه کې دې د بېلاروس د ښکیلولو هڅه نه کوي. نوموړي ویلي، هېواد یې د اوکراین په جګړه کې برخه نه اخلي.

لوکاشینکو په تلویزیوني څرګندونو کې ویلي چې د اوکراین له لوري د دې هڅې شالید کې د جګړې د پراخېدو فشارونه زیات شوي، خو بېلاروس په دې جګړه کې د ښکېلتیا اراده نه لري.

هغه ویلي: «ما هغوی ته په ښکاره وویل، که څوک فکر کوي چې موږ ته داسې خبرې کولی شي او زموږ هېواد جګړې ته راکاږي، نو باید پوه شي چې د جګړې بڼه به سملاسي بدله شي».

نوموړي زیاته کړه چې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي استازي په دې وروستیو کې مینسک ته تللي او هلته یې خبرې اترې کړې دي.

د بېلاروس ولسمشر ټینګار کړی چې هېواد یې نه غواړي د اوکراین پر ضد جګړه کې برخه واخلي او هڅه کوي د مستقیمې جګړې مخه ونیسي.

تر اوسه د اوکراین له لوري د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

ازادۍ جبهې په تېرو دریو ورځو کې په ۳ ختیزو ولایتونو کې پر طالبانو د بریدونو خبر ور کړی

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۸ GMT+۱
ازادۍ جبهې په تېرو دریو ورځو کې په ۳ ختیزو ولایتونو کې پر طالبانو د بریدونو خبر ور کړی
100%

د طالبانو مخالفې ډلې ازادۍ جبهې ویلي چې په تېرو دریو ورځو کې یې په نورستان، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې پر طالبانو بریدونه کړي دي. یادې جبهې ویلي چې په یادو ختیزو ولایتونو کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده. طالبانو ددغو بریدونو په تړاو تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی.

یادې جبهې پر خپل اېکس لیکلي چې په ختیزو ولایتونو کې یې د طالبانو خلاف د چریکي عملیاتو نوې څپه پیل کړې ده.

د ازادۍ جبهې د معلوماتو له‌مخې، د چنګاښ میاشتې په دویمه نېټه د شپې لس بجې د نورستان د وایګل ولسوالۍ پر مرکز یې برید کړی، چې په وینا یې برید شاوخوا ۲۰ دقیقې دوام درلود.

دغه راز یادې جبهې د چنګاښ په ۳مه د لغمان د الینګار ولسوالۍ د نورلام بابا درې د قولک په کلي کې د طالبانو پر یوې قرارګاه د برید خبر ورکړی او ادعا کوي چې طالبانو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولي ده، خو د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر یې نه دی خپور کړی.

د طالبانو دغې مخالفي وسله والي ډلې ویلي چې د چارشنبې په شپه ناوخته یې د ننګرهار ـ کونړ پر عمومي لار د ننګرهار په ښېوه ولسوالۍ کې هم د طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او ادعا کوي چې په یادو بریدونو کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

ازادۍ جبهې ویلي چې په دریو ختیزو ولایتونو کې د طالبانو پر پوستونو بریدونو کې د یادې ډلې جنګیالیو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه ځايي طالبانو د ازادۍ جبهې د یادو بریدونو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.