دغه راپور چې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۵مه) خپور شوی زیاتوي، افغانستان چې تر ۲۰۲۲ کال پورې یې د نړۍ شاوخوا ۸۰ سلنه ناقانونه تریاک تولیدول، د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت تر بندیز وروسته د تریاکو په تولید کې ۹۵ سلنه کمښت راغلی دی.
راپور زیاتوي، چې د کوکنارو کښت لاندې ساحه په ۲۰۲۲کال کې له شاوخوا ۲۳۲زره هکټاره څخه په ۲۰۲۵کال کې ۱۰زره او ۲۰۰ هکتارو ته راټیټه شوې ده او د تاریاکو تولید هم له ۶زره او ۲۰۰ ټنو څخه شاوخوا ۲۹۶ ټنو ته راټیټ شوی دی.
خو ملګرو ملتونو ویلي، چې په افغانستان کې د تریاکو شته زېرمې به د ۲۰۲۶کال تر پایه دوام وکړي.
هېرویین نور د نشهیي توکو د بازار یوازیني واکمن توکي نهدي
ملګري ملتونه وايي، د نړۍوالو نشهیي توکو په بازار کې د هېرویینو سل کلنه واکمني اوس له جدي ننګونې سره مخ شوې ده. د راپور له مخې؛ په یو وخت کې دوه مهم بدلونونه د نړۍ د اپیمو نشهیي توکو بازار بدلوي: په افغانستان کې د تریاکو د تولید سخت کمښت او د فینټانیل او نیټازینونو په څېر د پیاوړو مصنوعي اپیمو توکو چټک پراخوالی.
راپور زیاتوي، چې دغه دواړه بهیرونه په ګډه د نړۍوالو اپیمو نشهیي توکو بازارونه د یوه بنسټیز بدلون پر لور بیایي.
قاچاق کوونکي د هېرویینو لپاره د بدیلو نشهیي توکو په لټه کې دي
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، د هېرویینو په رسولو کې کمښت قاچاق کوونکي دې ته اړ کړي چې د دغه نشهیي توکو لپاره نوي بدیلونه ولټوي. په راپور کې راغلي، که د هېرویینو په رسولو کې رښتینی خنډ رامنځته شي؛ نو قاچاق کووونکي به د فینټانیلونو، نیټازینونو او نورو نویو مصنوعي افیوني موادو پر لور مخه کړي.
د ملګرو ملتونو په وینا؛ دغه مصنوعي توکي د هېرویینو پرتله ارزانه، ډېر ځواکمن او تولید یې هم اسانه دی، ځکه د تولید لپاره یې د کوکنارو په څېر کښت ته اړتیا نهوي. ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې دغه بهیر ښايي د نړۍ د اپیمو بازار له طبیعي توکو څخه مصنوعي توکو ته واړوي.
د افغانستان د تریاکو زېرمې لاهم په بشپړه توګه نهدي ختمې شوې
سره له دې چې د تریاکو تولید په بېساري ډول راکم شوی ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د تریاکو پاتې زېرمې لا هم په بشپړه توګه لهمنځه نهدي تللې. د دغه سازمان د اټکل له مخې؛ یادې زېرمې ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه دوام وکړي.
راپور زیاتوي، چې په افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې د هېرویینو او تریاکو دوامداره نیونې تر ډېره د همدې پاتې زېرمو له امله دي. خو د راپور په وینا؛ د کوکنارو د کښت له بندیز مخکې کلونو پرتله د نیول شویو نشهیي توکو اندازه کمه شوې او د نړۍوالو بازارونو د عرضې د کمښت نښې هم لیدل کېږي.
د هېرویینو بیې لوړې شوې دي
ملګري ملتونه وايي، د هېرویینو د عرضې کمښت د دې لامل شوی چې په مصرفوونکو بازارونو کې یې بیې لوړې شي. د راپور له مخې؛ د افغانستان د هېرویینو په ۱۲ مهمو وارداتي بازارونو کې د یوه ګرام خالص هېرویینو بیه د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ نږدې دوه برابره شوې ده؛ دغه بیه له شاوخوا ۲۵۰ ډالرو څخه نږدې ۵۰۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.
ورته مهال د هېرویینو خالصوالی هم راکم شوی، چې دا د عرضې د کمښت او پر بازار د فشار څرګندونه کوي.
هیڅ هېواد د افغانستان ځای نهدی نیولی
راپور ټینګار کوي، چې تراوسه پورې کوم بل هېواد نهدی توانېدلی د افغانستان د تریاکو د تولید کمښت جبران کړي. که څه هم میانمار د ۲۰۲۳کال راهیسې د نړۍ تر ټولو لوی د تریاکو تولیدوونکی هېواد شوی او تولید یې تر ۱۰۰۰ ټنو زیات شوی؛ خو ملګري ملتونه وايي دغه زیاتوالی د یاد هېواد د کورنیو شخړو له امله رامنځته شوی او د افغانستان د تولید له کمښت سره مستقیم تړاو نهلري.
همدارنګه په مکسیکو او لاووس کې هم د تولید په کچه کې د پام وړ زیاتوالی نهدی لیدل شوی.
په سیمه کې د کوکنارو د کښت د لېږد نښې لیدل کېږي
ملګري ملتونه وايي، داسې لومړنۍ نښې شته چې ښيي د کوکنارو د کښت یوه برخه د افغانستان له کمېدو وروسته ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول کېږي. د راپور له مخې؛ په هند او پاکستان کې د هغو سیمو مساحت چې د کوکنارو کښت پهکې لهمنځه وړل شوی، په ۲۰۲۲کال کې ۵زره او ۸۶۸ هکټارو څخه په ۲۰۲۳کال کې ۱۳زره او ۲۰۰ هکټارو ته لوړ شوی دی.
خو ملګري ملتونه ټینګار کوي، که څه هم په نورو هېوادونو کې د تولید د زیاتېدو احتمال شته؛ بیاهم د افغانستان د پخواني لوی رول ژر بدلول ډېر ستونزمن دي.
مصنوعي نشهیي توکي په نړۍ کې په چټکۍ پراخېږي
راپور ښيي، چې له دوو کلونو کمېدو وروسته په نړۍوالو بازارونو کې د نویو مصنوعي نشهیي توکو شمېر بیا زیات شوی دی. د راپور له مخې؛ د دغه توکو پېژندل شوې پېښې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې د نړۍ په ډېرو سیمو کې زیاتې شوې دي، خو په ځانګړي ډول په اروپا، اقیانوسیه او افریقا کې یې وده ډېره چټکه ده.
په شمالي امریکا کې چېرې چې فینټانیل تر ډېره د هېرویینو ځای نیولی، په ۲۰۲۴کال کې د نویو مصنوعي نشهیي توکو پېژندل شاوخوا ۱۰ سلنه زیات شوي دي. په اروپا کې دغه کچه له ۸۰ سلنې زیاته شوې او په اقیانوسیه کې بیا نږدې ۱۵۰ سلنه زیاتوالی ثبت شوی دی.
په نړۍ کې د نشهیي توکو کارول زیات شوي دي
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶کال د نشهیي توکو نړۍوال راپور ښيي، چې په نړۍ کې د نشهیي توکو کارول لاهم په زیاتېدو دي. د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۳۳۱ مېلیونه کسانو نشهیي توکي کارولي، چې دغه شمېر د لسو کلونو مخکې پرتله ۳۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
چرس د نړۍ تر ټولو زیات کارېدونکي نشهیي توکي وو، چې شاوخوا ۲۵۶ مېلیونه کاروونکي لري. همدارنګه؛ شاوخوا ۶۳ مېلیونه خلکو افیوني توکي ۳۲ مېلیونه خلکو امفېټامینونه او ۲۵ مېلیونه بیا د کوکاین کاروونکي دي.
ملګري ملتونه وايي، د کوکایینو نړۍوال تولید نوي ریکارډ ته رسېدلی او له ۴زره ټنو څخه اوښتی دی. ورته مهال د مصنوعي نشهیي توکو بازار هم په چټکۍ پراخېږي. په ۲۰۲۴کال کې د نوو رواني فعالو توکو شمېر ۷۵۵ ډولونو ته رسېدلی، چې تر ټولو لوړه شمېره ده.
راپور زیاتوي، چې په نړۍ کې شاوخوا ۶۳ مېلیونه کسان د نشهیي توکو له امله له روغتیايي اختلالاتو سره ژوند کوي؛ خو یوازې له هرو ۱۲ کسانو څخه یو د درملنې خدماتو ته لاسرسی لري.
ملګري ملتونه دې پایلې ته رسېدلې، چې په افغانستان کې د اپیمو په تولید کې کمښت، د مصنوعي نشهيي توکو وده، د کوکاین په تولید کې زیاتوالی او د قاچاق په لارو کې بدلون د نړۍوال نشهيي توکو د بازار جوړښت بیا بدلوي.