اسراییل او لبنان یو وار بیا مذاکرات پیلوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي الجزیرې ته ویلي، چې د اسراییل او لبنان پلاوي به نن یو وار بیا خبرې اترې پیل کړي؛ ترڅو یوې هوکړې ته ورسېږي. دا د ۲۰۲۶کال له اپرېل میاشتې راهیسې د دواړه خواوو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پرلهپسې پړاو دی.
دغه خبرې اترې د اسراییل او لبنان په پوله د امنیتي وضعیت د ثبات لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو پر دوام ترسره کېږي، هغه سیمه چې په وروستیو میاشتو کې د پرلهپسې تاوتریخوالي، متقابلو بریدونو او د شخړو د خپرېدو په اړه د اندېښنو په ډګر بدل شوی و.
امریکا په دې پروسه کې د منځګړي او همغږي کوونکي رول لوبوي او ټاکل شوې موخه د تاوتریخوالي کمښت او د پراخې شخړې بېرته راګرځېدو مخنیوي لپاره د یوه چوکاټ برابرول ښودل شوي.
لومړنۍ خبرې اترې د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې د اسراییل او حزبالله ترمنځ د شخړې له پراخېدو وروسته پیل شوې، کله چې حزبالله د سیمهییزو بدلونونو (د ایران پورې اړوندو شخړو په ګډون) په ځواب کې بریدونه پیل کړل او اسراییل په سویلي لبنان کې ځمکني عملیات پراخ کړل.
مهمې ننګونې د اختلاف یو له اصلي ټکو څخه د حزبالله بېوسلې کولو او په سویلي لبنان کې (تر لیتاني سیند پورې) د امنیتي زونونو جوړولو مسله ده. اسراییل له سرحدي سیمو څخه د حزبالله ځواکونو په بشپړ وتلو ټینګار کوي، پهداسې حال کې چې لبنان او حزبالله د لبنان د حکومت په بشپړ حاکمیت او د اسراییلي ځواکونو په وتلو ټینګار کوي.
ورته مهال حزبالله دغه خبرې اترې بېګټې بللې دي.
