• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کندهار کې د نشه‌یي توکو وضعیت؛ پټ بازار او د طالبانو ښکېلتیا

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۱۷ GMT+۱

نن (د جون ۲۶مه) د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې نړۍواله ورځ ده. دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې یو ځل بیا په افغانستان او په ځانګړي ډول کندهار کې د نشه‌یي توکو د تولید، قاچاق او پټ بازار موضوع د بحث وړ ګرځېدلې ده.

کندهار له څو لسیزو راهیسې د افغانستان د نشه‌یي توکو د تولید، سوداګرۍ او قاچاق له مهمو مرکزونو ګڼل کېږي. که څه هم طالبانو د ۲۰۲۲کال په اپرېل میاشت کې د کوکنارو پر کر، تولید، پروسس او سوداګرۍ بندیز اعلان کړ او په وروستیو کلونو کې یې د کوکنارو د کروندو د له‌منځه وړلو ادعا کړې؛ خو د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو څېړنو ترڅنګ، ځینې سیمه‌ییزې سرچینې ادعا کوي، چې د نشه‌یي توکو اقتصاد په بشپړه توګه له‌منځه نه‌دی تللی؛ بلکې د فعالیت بڼه یې بدله شوې ده.

د طالبانو حکومت وايي، چې د نشه‌یي توکو پر ضد جدي مبارزه کوي، کروندې له‌منځه وړي او د قاچاق مخه نیسي. خو د ۲۰۲۴کال یوه علمي څېړنه چې د طالبانو او نشه‌یي توکو د اړیکو په اړه د متخصصینو ارزونې په‌کې شاملې دي، دې پایلې ته رسېدلې چې د طالبانو ځینې غړي او سیمه‌ییزې شبکې له پخوا راهیسې د نشه‌یي توکو له سوداګرۍ سره اړیکې لرلې او واک ته تر رسېدو وروسته هم د دغو اړیکو د دوام په اړه اندېښنې پرځای دي.

په کندهار کې څو سیمه‌ییزې سرچینې چې د امنیتي دلایلو له امله یې نومونه نه‌دي اخیستل شوي وايي، چې د طالبانو ځینې سیمه‌ییز چارواکي لاهم د نشه‌یي توکو له پټ بازار سره اړیکې لري.

د یوې سرچینې په وینا: «په ښکاره د نشه‌یي توکو پر ضد عملیات کېږي؛ خو د شبکو اصلي کسان نه نیول کېږي. زموږ د معلوماتو له مخې؛ ځینې با نفوذه کسان لاهم د دغه کاروبار ترشا نفوذ لري، لکه په کندهار کې د طالبانو والي ملا شرین، د دغه ډلې امنیه قوماندان ملا عبدالاحد طالب او داسې نور ډېر کسان شته».

یوه بله سرچینه هم وایي، بشر نورزی چې له پخوا راهیسې د نشه‌يي توکو په کاروبار بوخت وو اوس هم د هغه لوی کاروبار د نشه‌يي توکو اړوند دی چې ډېری طالبان هم ورسره شریکان دي.

سرچینه وایي: «دا خو ښکاره خبره ده، چې په کندهار کې د بشر نورزي په ګډون د طالبانو ځینې چارواکي د نشه‌يي توکو په کاروبار کې ښکېل دي او له نړۍوالو سوداګریزو شبکو سره اړیکې لري».

سرچینې ادعا کوي، چې د همدې پټو شبکو د دوام له امله د تریاکو سوداګري په بشپړه توګه نه‌ده درېدلې او په کندهار کې د یو کیلوګرامه تریاکو بیه دامهال د ۱۰۰زره او ۱۵۰زره پاکستاني کلدارو ترمنځ ده.

د سرچینو په خبره؛ د نشه‌يي‌ توکو په کاروبار کې ښکېل کسان هڅه کوي، د خلکو د پام اړلو او له نیوکو څخه د خلاصون لپاره دغه شبکې او کاروبارونه نورو سیمو په ځانګړي ډول شمالي ولایتونو ته انتقال کړي. د سرچینو په خبره؛ په شمالي ولایتونو بدخشان، تخار او کندوز کې د نشه‌يي‌ توکو د کر، تولید او قاچاق فرصتونه اوس زیات شوي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) هم ویلي، که څه هم د کوکنارو کر په څرګند ډول کم شوی؛ خو پخوا د تولید شویو تریاکو زېرمې لاهم د قاچاق له لارو بهر ته لېږدول کېږي او قاچاقي شبکې په بشپړه توګه له‌منځه نه‌دي تللې.

د سرچینو په وینا؛ د کر د بندېدو له امله د قاچاق شبکو خپل تمرکز د زېرمو پر پلور، د بیو پر لوړېدو او د نویو قاچاقي لارو پر موندلو کړی دی. په همدې حال کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د کوکنارو د کر له کمېدو سره هم‌مهاله د مصنوعي نشه‌یي توکو او په ځانګړي ډول میتامفیتامین (شیشې) تولید او قاچاق د زیاتېدو نښې لیدل کېږي.

که څه هم طالبان د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې ادعا کوي، ځینې سیمه‌ییزې سرچینې او څېړنیز راپورونه ښيي چې د پخوانیو شبکو ځینې برخې لا هم فعالې دي.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۴
ځانګړی

د باغران بزګر په ارګو کې؛ د افغانستان د کوکنارو د کر جغرافیا په حرکت کې ده

۵

د امریکا سترې محکمې د پناه غوښتنې په قضیه کې د ټرمپ د حکومت په ګټه پرېکړه کړې

•
•
•

نور کیسې

په کندهار کې د محرم مراسم د سختو امنیتي تدابیرو او محدودیتونو تر سیوري لاندې ترسره شول

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۳۴ GMT+۱
په کندهار کې د محرم مراسم د سختو امنیتي تدابیرو او محدودیتونو تر سیوري لاندې ترسره شول
100%

په کندهار کې د محرم الحرام او د عاشورا مراسم سږکال هم د طالبانو له لوري د سختو امنیتي تدابیرو او پراخو محدودیتونو تر سیوري لاندې ترسره شول. د ځایي سرچینو په وینا؛ طالبانو سړکونو ته د ماتم کوونکو پر راوتلو، مذهبي سمبولونو او ګڼو دودیزو مراسمو محدودیتونه لګولي وو.

سرچینې وایي، د محرم له لومړۍ ورځې سره سم د کندهار ښار په مهمو واټونو، څلورلارو او د شیعه مېشتو سیمو شاوخوا د طالبانو پوځي حضور پراخ شوی و. د طالبانو ځواکونو د خلکو تګ‌راتګ تر جدي څار لاندې راوستی و، د حسینیه مراسمو او جوماتونو پر ورننوتونکو یې پلټنې کولې.

د راپورونو له مخې؛ طالبانو یوازې په محدودو تکیه‌خانو او جوماتونو کې د مذهبي مراسمو د ترسره کېدو اجازه ورکړې وه، خو سړکونو ته د ماتم کوونکو پر راوتلو، د سینه‌وهلو، د نوحو د عامه مراسمو او د مذهبي غونډو اجازه نه‌وه ورکړل شوې.

همدارنګه د محرم، تورو او شنو بېرغونو او نورو مذهبي نښو د نصبولو مخه هم نیول شوې وه. سرچینې وایي، په ځینو سیمو کې هغه بېرغونه چې خلکو د خپلو کورونو، هټیو او حسینيه «تکیه‌خانو» مخې ته لګولي وو د طالبانو له‌خوا راټول شوي او خلکو ته سپارښتنه شوې وه چې مذهبي مراسم یوازې د عبادت ځایونو دننه ترسره کړي.

ځینې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې د مراسمو پر ګډون هم محدودیتونه وو او یوازې د سیمې اوسېدونکو ته حسینيه مراسمو ته د ننوتو اجازه ورکول کېده. د همدې سرچینو په وینا؛ د نورو سیمو خلکو او همدارنګه د سني مسلمانانو له‌خوا د مراسمو د لیدنې او ګډون مخه هم نیول شوې وه.

د کندهار د لومړۍ ناحيې یو اوسېدونکی وایي: «سږ کال د محرم مراسم د تېرو کلونو په شان ډېر محدود وو، د سړکونو پر سر د سینه‌وهلو، د ماتم کوونکو پر راوتلو او نورو دودیزو مراسمو محدودیتونه لګول شوي وو. موږ اړ وو چې خپل ټول مراسم د حسینیه او امام بارګاوو دننه ترسره کړو».

د طالبانو له لوري دغه اقدامات د امنیت د ټینګښت او د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره بلل شوي؛ خو د شیعه ټولنې یوشمېر غړي او مدني فعالان باور لري چې دغه محدودیتونه د مذهبي ازادۍ د محدودېدو لامل شوي دي.

کندهار کې د شیعه علماوو او ټولنیزو فعالانو له‌خوا د محرم له پیل مخکې غوښتنه شوې وه، چې د ماتم کوونکو امنیت دې خوندي شي او خلکو ته دې اجازه ورکړل شي چې خپل مذهبي مراسم له وېرې او محدودیت پرته ترسره کړي.

که څه هم د عاشورا ورځ په کندهار کې له کومې لویې امنیتي پېښې پرته پای ته ورسېده؛ خو د مراسمو فضا د تېرو کلونو پرتله تر ډېره محدوده او د سختو امنیتي تدابیرو تر اغېز لاندې وه.

کندهار له هغو ولایتونو څخه دی، چې د محرم او عاشورا پرمهال یې امنیتي ګواښونه تجربه کړي دي. که څه هم په وروستیو کلونو کې د عاشورا پرمهال کوم لوی برید نه‌دی ثبت شوی؛ خو د ۲۰۲۱کال خونړی برید لاهم د خلکو په ذهنونو کې ژوندی دی او همدا لامل ګڼل کېږي، چې هر کال د محرم پرمهال امنیتي تدابیر سختېږي.

د ۲۰۲۱کال د اکتوبر په ۱۵مه د جمعې لمانځه پرمهال د کندهار ښار د فاطمیې جومات (امام بارګاه) دننه څو ځانمرګو بریدګرو برید وکړ. بریدګرو لومړی د جومات ساتونکي په نښه کړل او وروسته یې د لمونځ کوونکو ترمنځ ځانمرګي بریدونه ترسره کړل.

په دغه برید کې لږترلږه ۶۰ کسان ووژل شول او تر ۷۰ ډېر نور ټپیان شول. د برید مسوولیت داعش خراسان ډلې پر غاړه واخیست. له همدې برید وروسته د محرم او عاشورا د مراسمو پرمهال امنیتي تدابیر هر کال لاپسې سخت شوي دي؛ خو د شیعه ټولنې یوشمېر غړي وايي، د امنیت د ټینګښت ترڅنګ باید د هغوی د مذهبي مراسمو د ازاد او خوندي ترسره کېدو حق هم خوندي شي.

طالبان وایي د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې به د لېږد کچه ۱۵۰زره ټنو ته لوړه شي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۰۷ GMT+۱
طالبان وایي د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې به د لېږد کچه ۱۵۰زره ټنو ته لوړه شي
100%

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمدیوسف سعیدي ویلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد کچه په میاشت کې ۱۵۰زره ټنو ته لوړه شي.

هغه ویلي، د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ د افغانستان او ایران ترمنځ یو له مهمو ترانزیټي لارو څخه ده او په راتلونکو میاشتو کې به د یادې لارې د توکو د لېږد، رالېږد حجم نور هم زیات شي. د هغه په وینا؛ د رباط پریان تمځای به هم په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

بلخوا د هرات سیمه‌ییز مسوولین وایي، چې د ده‌سرخ د اوسپنې پټلۍ جوړولو چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د دوی په وینا؛ دغه پروژه د نړۍوالو معیارونو له مخې جوړه شوې ده.

د یادې پروژې انجنیر حضرت‌قلي انتقامي ویلي، دغه د اوسپنې پټلۍ له نړۍوالو معیارونو او اړونده تخنیکي اصولو سره سم په منظم ډول جوړه شوې ده. د چارواکو په وینا؛ د یادې ترانزیټي لارې بشپړېدل او ګټې اخیستنه به د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد، رالېږد کچه د پام وړ لوړه کړي.

په بلخ کې د درملو یوه کارخونه ۴۸ ډوله درمل تولیدوي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۴۷ GMT+۱
په بلخ کې د درملو یوه کارخونه ۴۸ ډوله درمل تولیدوي
100%

په بلخ کې د درملو یوه تولیدي کارخونه د ورځې شاوخوا د ۲۰زره ډبیو درملو د تولید ظرفیت لري او مسوولین یې وايي، چې اوس‌مهال ۴۸ ډوله درمل توليدوي. د یادې خونې مشر زمرک شینواری وایي، هڅه کوي په دې برخه کې په کور دننه د بازار تقاضا پوره کړي.

زمرک شینواری زیاتوي، د تولید د لاپراختیا، د بازار د غوښتنې پوره کولو او د لازیاتو درملو د وړاندې کولو پلانونه لري او له طالبانو غواړي چې د ځمکو، برېښنا او نورو برخو کې ورسره همکاري وکړي.

د نوموړي په خبره؛ د درملو په برخه کې کورني تولیدات اوس د هېواد نږدې ۵۰ سلنه اړتیا پوره کوي، چې دا د روغتیا په برخه کې د ودې او وارداتي درملو د تکیې کمښت پر لور مهم ګام دی.

هغه زیاته کړې: «د بازار تقاضا زیاته ده، کورني تولیدات په هغه کچه نه‌دي چې سل سلنه د بازار غوښتنه پوره کړي؛ خو موږ هڅه کوو چې خپله فیصدي ۸۰ سلنې ته لوړه کړو. ځمکې ته اړتیا لرو؛ ترڅو خپل پلانونه او کارونه لا پراخ کړو».

ورته مهال په بلخ کې د طالبانو تر واک لاندې د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین د صنعتکارانو د ملاتړ او د هغوی د ستونزو د حل ډاډ ورکوي او وایي، د کورني صنعت د پیاوړتیا لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۲۳ GMT+۱
برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی
100%

د برېتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې پخواني مشر توبیاس الوود له طالبانو سره د تعامل غوښتنه کړې ده. هغه خبرداری ورکړی، چې د افغانستان دوامداره انزوا به یوازې د داعش په څېر ډلو ته ګټه ورسوي او د چین نفوذ به لا پراخ کړي.

د هغه په باور؛ له لرې واټن څخه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی. دغه ښي اړخی برتانوي سیاست‌وال چې درې کاله مخکې یې ویلي و، افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اوس تر پخوا ښه وضعیت لري؛ د ټېلیګراف ورځپاڼې په یوه مقاله کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان دوامداره انزوا د برېتانیا ګټې نه تامینوي.

ښاغلي الوود ټینګار کړی، د طالبانو د مشر له هغو فرمانونو سره چې د ښځو او نجونو پرضد صادر شوي؛ یوازې له لرې واټن غبرګون ښودل او فریاد کول د طالبانو پر سیاستونو هېڅ اغېز نه‌لري. د هغه په وینا؛ برېتانیا باید د لویو ناورینونو د مخنیوي لپاره فعاله ډیپلوماسي خپله کړي.

د برېتانیا د پوځ دغه پخواني افسر ویلي، په افغانستان کې شل کلن پوځي حضور چې مېلیاردونه ډالر پرې ولګېدل او ۴۵۷ برتانوي سرتېري په‌کې ووژل شول؛ په پای کې له ماتې سره مخ شو او طالبان بیا واک ته ورسېدل.

الوود زیاته کړه، چې سخت فقر، د کاري فرصتونو نشتوالی او د افغانستان د ۴۰ مېلیونه وګړو نهیلي، د داعش خراسان څانګې د جلب او جذب شبکې پیاوړې کوي او اروپا ته د کډوالۍ څپه هم پراخوي.

د برېتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې پخواني مشر خبرداری ورکړی، چې د افغانستان له پامه غورځول به چین ته د لا ژور نفوذ زمینه برابره کړي او بیجېنګ د دغه هېواد له بډایه کاني سرچینو ګټه اخلي.
هغه د امریکا د سناتور جان مک‌کېن تجربې ته په اشارې سره چې له کلونو جګړې وروسته یې امریکا د ویتنام سره تعامل ته هڅولې وه وویل، چې ډیپلوماسي د طالبانو د ادارې د تایید یا په رسمیت پېژندلو معنا نه‌لري.

د برېتانیا د پارلمان دغه پخواني غړي په خپله مقاله کې لیکلي، چې د طالبانو په اداره کې بېلابېل نظرونه شته. د هغه په وینا؛ په داسې حال کې چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده ته نږدې سختدریځي د هېواد له انزوا خوښ ښکاري، خو د وزارتونو ځینې نور چارواکي د اقتصاد د ژغورلو لپاره د نړۍوال تعامل پر اهمیت پوهېږي.

هغه ټینګار کړی، چې د کابل په اړه د لوېدیځ اوسنۍ تګلاره به نه اخلاقي موخې پوره کړي او نه هم واقع‌بینه ده او برېتانیا باید خپل سفارت په کابل کې بېرته پرانیزي. توبیاس الوود په ۲۰۲۳کال کې د طالبانو په ستاینه تر یوې جنجالي څرګندونې وروسته، د برېتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې د مشرۍ له دندې استعفا ته اړ شو.
نوموړي هغه مهال ویلي و، چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د جمهوریت دورې پرتله ښه وضعیت لري او تر یوه بریده ثبات ته رسېدلی دی. الوود اوس په داسې حال کې له طالبانو سره د تعامل غوښتنه کوي، چې د ماشومانو د حقونو یو بنسټ د ۲۰۲۶کال د راپور له مخې؛ افغانستان د طالبانو د ادارې د پرېکړو تر سیوري لاندې د نړۍ د ۱۹۴ هېوادونو په منځ کې د ماشومانو د حقونو د رعایت له پلوه تر ټولو بد وضعیت لري.

طالبانو په پنجشېر کې ملا یحیی عنابي نیولی

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۲۶ GMT+۱
طالبانو په پنجشېر کې ملا یحیی عنابي نیولی
100%

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د پنجشېر ولایت مشهور او جنجالي دیني عالم، ملا یحیی عنابي، نیولی دی. د سرچینو په وینا، نوموړی وروسته له هغې د پنجشېر د عنابې ولسوالۍ په مرکز کې ونیول شو چې د هغه د مدرسې د زده‌کوونکو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوه.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳مه، شاوخوا د ماسپښین په یوه بجه د عنابې ولسوالۍ په عنابي مدرسه کې د وره ترڅنګ شوې ده.

سرچینې وایي، شخړه هغه مهال پیل شوه چې ملا یحیی عنابي او د هغه یو شمېر زده‌کوونکو د مدرسې ترڅنګ د بوټانو د ترمیم د یوې غرفې د لرې کولو غوښتنه وکړه، ځکه د دوی په وینا دغه غرفه «مشکوکه» وه. د سرچینو په خبره، وروسته له هغې چې طالب ځواکونه سیمې ته ورسېدل، د مدرسې د زده‌کوونکو او طالبانو ترمنځ نښته وشوه.

په ورته وخت کې د امرالله صالح په مشرۍ «زرغون بهیر» هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له حضور وروسته د مدرسې د زده‌کوونکو او طالب ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

ملا یحیی عنابي د پنجشېر له پېژندل شویو دیني عالمانو څخه دی، چې په وروستیو کلونو کې د خپلو جنجالي ویناوو او دریځونو له امله څو ځله د رسنیو او ټولنیزو شبکو د پام وړ ګرځېدلی دی.

نوموړی د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته کله د طالبانو د نږدې روحاني په توګه او کله هم د پنجشېر په اړه د دې ډلې د ځینو کړنو د منتقد په توګه یاد شوی دی.

د یحیی عنابي څرګندونې، په ځانګړي ډول د ښځو، شیعه‌ګانو، د طالبانو د منتقدانو او د شریعت د پلي کېدو په اړه، څو ځله په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. سره له دې، نوموړي په ځینو مواردو کې د طالبانو پر ځینو کړنو هم نیوکې کړې دي.

تر اوسه طالبانو د ملا یحیی عنابي د نیول کېدو او د یادې پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.