• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په وېنزویلا کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۳۵ تنو ته ورسېد

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۲۷ GMT+۱

د وېنزویلا چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد په شمالي ساحل کې د دوو پرله‌پسې زورورو زلزلو له امله تر اوسه ۲۳۵ کسان مړه شوي، څه باندې ۴ زره او ۳۰۰ نور ټپیان دي او شاوخوا ۵۰ زره کسان لا هم نادرکه ګڼل کېږي. له دې زلزلې وروسته ۱۳۸ نورې کوچنۍ زلزلې هم ثبت شوې دي.

د راپورونو له مخې، دواړه زلزلې د چهارشنبې ورځې له غرمې وروسته د ۳۹ ثانیو په واټن رامنځته شوې. لومړۍ زلزله د ۷،۲ رېښتر په کچه د سان فلیپې سیمې ته نږدې او ورپسې د ۷،۵ رېښتر په کچه اصلي زلزله د یومارې ښار سوېل ختیځ کې وشوه.

د وینزویلا د ملي شورا مشر خورخه رودریګز ویلي چې د دغو زلزلو له امله لږ تر لږه ۳۴۶ بېلابېل تاسیسات زیانمن شوي چې ۲۵۰ استوګنیزې ودانۍ، ۲۰ سوداګریز مرکزونه او اته روغتونونه هم پکې شامل دي. د هغه په وینا، تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله او مالي زیان د لاګوایرا په ساحلي ایالت کې اوښتې ده.

ځمکپوهانو دا پېښه د «غبرګو زلزلو» په نوم یوه نادره طبیعي پدیده بللې، چې پکې دوه پیاوړې ټکټونیکي زلزلې نږدې په یوه وخت او یوه سیمه کې رامنځته کېږي.

له دې مرګونې پېښې وروسته، ګڼو هېوادونو وینزویلا ته د ژغورنې ډلې، تخصصي تجهیزات او بشري مرستې استولې دي. امریکا ویلي چې د ژغورنې او لوژستیکي عملیاتو د ملاتړ لپاره یې پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړي دي. برازیل هم یوه پوځي باروړونکې الوتکه، چې ۳۶ د لټون او ژغورنې متخصص اوروژونکي پکې شامل دي وینزویلا ته استولې ده.

اکوادور، السلوادور، مکسیکو، چیلي، کولمبیا او کیوبا هم د ژغورنې ډلې، روزل شوي سپي، ډاکټران او د بیړنیو پېښو متخصص ټیمونه دغه هېواد ته لېږلي دي.

همدارنګه پاناما، پیرو، ارجنټاین، پاراګوای، کوسټاریکا، ګواتیمالا او یوراګوای هم د مرستندویو ځواکونو او بشري مرستو د لېږلو ژمنه کړې ده.

ډېر لیدل شوي

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي
۱

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۳

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي

۴

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۵

له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښټ؛ د خیبر پښتونخوا صنعت او سوداګري له جدي ګواښ سره مخ ده