• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران سپاه پاسداران ډله وایي په سیمه کې یې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱

د ايران سپاه پاسداران ډلې ويلي چې سمندري ځواک یې د هغه څه ځواب ورکړی چې دوی یې د «امریکا تېری او د ژمنو ماتول» بولي. د سپاه پاسداران د عامه اړيکو دفتر په يوه خبرپاڼه کې وویل چې په سیمه کې یې د امریکا د پوځ د ځای پر ځای کېدو پر ځایونو بریدونه کړي دي.

خو د ايران دغه پوځي ځواک هغو سیمو ته اشاره نه ده کړې چې هدف ګرځول شوي دي.

امریکا تر دې دمه د سپاه پاسداران د بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.

د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د بریدونو په اړه په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسراییل له خوا د لبنان په سویل کې د اوربند له سرغړونې وروسته، امریکا «د خپلو ژمنو په ماتولو لاس پورې کړی و».

سپاه پاسداران زیاته کړه: «د اسلام‌اباد د هوکړه‌لیک د پنځم بند له مخې، په هرمز تنګي کې د تګ راتګ د کنټرول ترتیبات د ایران پر غاړه دي؛ خو امریکا د بېلابېلو خواوو په هڅولو سره غوښتل له دې ژمنې سرغړونه وکړي چې لازم ځواب ورکړل شو او له دې وروسته به هم داسې وي».

په خبرپاڼه کې ګواښ شوی چې که د امریکا بریدونه تکرار شي، «زموږ ځواب به تر دې هم پراخ وي».

له دې وروسته د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) وويل، ځواکونو یې د جون د مياشتې پر ۲۶مه، د هغې سوداګریزې بېړۍ پر وړاندې چې د هرمز تنګي څخه د تېرېدو په حال کې وه، د پروني بريد په غبرګون کې پر ايران بریدونه کړي دي.

سېنټکام پر اېکس خواله رسنۍ وويل، امریکایي الوتکو د ايران د توغندیو او ډرون الوتکو د زېرمو پر ځایونو او ساحلي راډارونو بریدونه وکړل، وروسته له هغه چې ايران د جون پر ۲۵مه د «ایم وي ایور لولي» په نوم بېړۍ په یوې ځانمرګې ډرون الوتکې وویشتله.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري