• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تهران د جمعې امام: امریکا او اسراییل د یوې سکې دوه مخونه دي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۲ GMT+۱

د تهران د جمعې موقت امام محمدجواد علي اکبري ویلي، که له امریکا سره د سیمه ییزو او نړیوالو ملاحظاتو له مخې کومه هوکړه وشي، هغه به ستراتیژیکه نه، بلکې موقتي وي. نوموړي امریکا او اسراییل د یوې سکې دوه مخونه بللي او ټینګار یې کړی چې ایران د امریکا پر ژمنو او هوکړو هېڅ باور نه لري.

ایراني رسنیو دجواد علي اکبري له قوله ویلي، که د سیمه ییزو او نړیوالو ملاحظاتو او د ځینو ګاونډیو هېوادونو د درناوي له امله له امریکا سره کومه هوکړه لاسلیک شي، دا به د «ستراتیژیکې هوکړې» په معنا نه وي، بلکې یوازې به یوه «موقتي هوکړه» وي.

هغه زیاته کړې، ایران د امریکا د بېلابېلو حکومتونو ترمنځ هېڅ توپیر نه کوي.

علي اکبري متحده ایالات او اسراییل «د یوې سکې دوه مخونه» بللي او زیاته کړې یې ده چې «د ایران ملت» لا هم ځان د علي خامنه‌یي او د هغه په وینا د «د حق لارې» د نورو وژل شویو کسانو د وینې غچ اخیستونکی ګڼي. د تهران د جمعې موقت امام ویلي، ایران د امریکا پر ژمنو او هوکړو هېڅ باور نه لري.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۴
ځانګړی

د باغران بزګر په ارګو کې؛ د افغانستان د کوکنارو د کر جغرافیا په حرکت کې ده

۵

د امریکا سترې محکمې د پناه غوښتنې په قضیه کې د ټرمپ د حکومت په ګټه پرېکړه کړې

•
•
•

نور کیسې

ایران: د امریکا او د خلیج همکارۍ شورا ګډه اعلامیه د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه ده

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۲۶ GMT+۱
ایران: د امریکا او د خلیج همکارۍ شورا ګډه اعلامیه د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه ده
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا او د خلیج د همکارۍ شورا په وروستۍ ګډه اعلامیه کې د ایران په اړه څرګند شوي دریځونه رد کړي او هغه یې «لاسوهنه‌، غیرمسوولانه او پاروونکې» بللي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو د امنیت په اړه د امریکا ادعاوې د حقیقت تحریف دی. تهران وایي، د امریکا پوځي حضور په سیمه کې د امنیت د ټینګښت پر ځای د ناامنۍ، بې‌ثباتۍ او وېش لامل شوی دی.

ایران ویلي، د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۸مې څخه د اپرېل تر ۸مې پورې د سیمې له ځینو هېوادونو څخه د امریکا د پوځي اډو په کارولو سره پر ایران بریدونه دا ښيي چې واشنګټن د سیمې امنیت او د هېوادونو دوه اړخیزو اړیکو ته ارزښت نه ورکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له هغو سیمه‌ییزو هېوادونو هم غوښتي چې د امریکا او اسراییل د وروستیو بریدونو پر مهال یې خاوره او پوځي تاسیسات د عملیاتو لپاره کارول شوي، خپل امنیتي دریځونه له سره وارزوي. تهران ټینګار کړی چې د نړیوالو قوانینو او د ښه ګاونډیتوب د اصل له مخې، هېڅ هېواد باید خپله خاوره د بل هېواد پر ضد د پوځي برید لپاره ونه کاروي.

اعلامیه د ایران د سوله‌ییز اټومي پروګرام په اړه د امریکا او اسراییل ادعاوې هم ردوي او د خلیج د همکارۍ شورا له غړو هېوادونو غواړي چې د «ایران ګواښ» له روایت سره د یوځای کېدو پر ځای، له ایران سره د اټومي وسلو څخه د لوېدیځې اسیا د پاکې سیمې د نوښت ملاتړ وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین او لبنان د مقاومت ډلو ته د «ایران نیابتي ډلې» د نوم ورکولو مخالفت هم کړی او ویلي یې دي چې په سیمه کې یوازینی نیابتي جوړښت اسراییلي رژیم دی.

د اعلامیې په پای کې، ایران د هرمز تنګي د ناامنۍ مسوولیت امریکا، اسراییل او هغو سیمه‌ییزو هېوادونو ته ور اړولی چې د وروستیو بریدونو ملاتړ یې کړی و او ټینګار یې کړی چې په سیمه کې تلپاتې امنیت یوازې د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او د بهرنیو لاسوهنو له پای ته رسېدو سره ممکن دی.

اسټرالیا د ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو پر کارولو بندیز نور هم سختوي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۱۰ GMT+۱
اسټرالیا د ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو پر کارولو بندیز نور هم سختوي
100%

د اسټرالیا حکومت ویلي، د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو او نویو ځوانانو لپاره به د ټولنیزو رسنیو د بندیز د پلي کېدو قوانین لا پیاوړي کړي او د سرغړوونکو ټکنالوژۍ شرکتونو پر ضد به قانوني اقدام وکړي.

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز ویلي، حکومت غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې قوانین د هر ډول قانوني ننګونو پر وړاندې پیاوړي شي او د هېواد د انټرنېټ د خوندیتوب ادارې ته به د قانون د اغېزمن پلي کېدو لپاره نور واکونه هم ورکړل شي.

دغه بندیز شپږ میاشتې مخکې نافذ شوی او د ټولنیزو رسنیو پلاتفورمونه د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره کسانو لپاره د حسابونو له جوړولو منع کوي.

که کوم پلاتفورم په سیسټماټیک ډول د قانون له پلي کولو سرغړونه وکړي، تر ۴۹،۵ میلیونه اسټرالیايي ډالرو پورې به جریمه شي.

تازه څېړنې ښيي چې د عمر د تایید اوسني میکانیزمونه اغېزناک نه دي او ډېری تنکي ځوانان لا هم د خپل عمر په ناسم ثبتولو یا د ځان انځور په کارولو بندیز تېروي.

په همدې حال کې، د انټرنېټي بحثونو وېبپاڼې «رېډېټ» د بیان د ازادۍ په دلیل د اسټرالیا سترې محکمې ته عریضه کړې، خو حکومت ویلي چې له خپل قانون څخه به دفاع وکړي.

د ځوانانو د روغتیا کارپوهان وایي، که څه هم بندیز تر اوسه د ټولنیزو رسنیو کارونه په بشپړه توګه نه دي راکمه کړې، خو د کورنیو او ټولنې چلند د ماشومانو د انلاین فعالیتونو په اړه د بدلون په حال کې دی.

د سختې ګرمۍ له امله د پاریس د ویاړ کلنی لاریون وځنډول شو

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۱
د سختې ګرمۍ له امله د پاریس د ویاړ کلنی لاریون وځنډول شو
100%

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ګرمۍ د سختې څپې له امله، پولیسو د ویاړ کلنی لاریون او یو شمېر نورې عامه غونډې او مراسم لغوه یا ځنډولي دي. د چارواکو په وینا، دغه پرېکړې د خلکو د خوندیتوب په موخه شوې دي.

د پاریس د ویاړ کلنی لاریون هر کال د جون میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې ترسره کېږي او د ښار کوڅو ته لسګونه زره کسان را وځي، خو سږ کال د سختې ګرمۍ له امله، دغه لاریون چې ټاکل شوې وه د شنبې په ورځ ترسره شي، د پولیسو له خوا د سپټمبر میاشتې ته ځنډول شوی دی.

همدارنګه پولیسو د سولېډېز موسیقۍ کلنی جشن او د شارلېتي لوبغالي د منډو او ډګر سیالیو ته هم د لغوه کولو امر کړی دی.

د پاریس د ویاړ کلنی لاریون د فرانسې له سترو ټولنیزو مراسمو څخه ګڼل کېږي او هر کال لسګونه زره کسان پکې ګډون کوي. سږ کال فرانسه او د اروپا یو شمېر نور هېوادونه د سختې ګرمۍ له څپې سره مخ دي، چې له امله یې چارواکو د خلکو د خوندیتوب لپاره پر لویو غونډو او عامه مراسمو محدودیتونه لګولي او ځینې یې لغوه یا ځنډولي دي.

امریکا له فارس خلیج نه اسراییل ته د خپلو اډو د یوې برخې د لېږد امکان ارزوي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۳۶ GMT+۱
امریکا له فارس خلیج نه اسراییل ته د خپلو اډو د یوې برخې د لېږد امکان ارزوي
100%

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې امریکا په منځني ختیځ کې د خپل پوځي حضور بیاکتنه کوي او ښایي د فارس خلیج له هېوادونو څخه د خپلو پوځي اډو او عملیاتو یوه برخه اسراییل ته ولېږدوي.

د راپور له مخې؛ د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې په بحرین کې د امریکا یوې مهمې سمندري اډې ته د ایران په بریدونو کې اوښتی زیان تر هغه ډېر پراخ و، چې واشنګټن په رسمي ډول اعلان کړی و.

وال سټریټ ژورنال لیکلي، چې امریکا په بحرین کې د خپلې اډې د بیارغونې ترڅنګ په کویټ او سعودي عربستان کې د خپل پوځي حضور کمولو امکان هم ارزوي. دغه اقدام ښايي د سیمې لوېدیځ لوري ته د امریکا د ځینو پوځي اډو او عملیاتو د لېږد لامل شي؛ څو د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو له مستقیم واټن څخه لرې وي.

د یادې ورځپاڼې په وینا؛ دوو باخبره چارواکو ویلي چې اسراییل یو له هغو انتخابونو دی چې ښایي د امریکا د ځینو پوځي اډو او عملیاتو یوه برخه ورته ولېږدول شي.

ډونالډ ټرمپ: د ایران له کنګل شویو شتمنیو به له امریکايي بزګرانو غنم، سویا او جوار وپېرو

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۱ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: د ایران له کنګل شویو شتمنیو به له امریکايي بزګرانو غنم، سویا او جوار وپېرو
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې واشنګټن ایران ته «ډېر سخت ګوزار» ورکړی او اوس له تهران سره د «بشپړ ځواک» له دریځه خبرې کوي. هغه زیاته کړه، واشنګټن به ډېر ژر د هغو ایراني شتمنیو له پیسو، چې د امریکا د بندیزونو له امله کنګل شوې دي، د امریکايي بزګرانو غنم، سویا او جوار وپېري.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکايي بزګرانو په ویاړ جوړو شوو مراسمو کې ادعا وکړه چې امریکا په چټکۍ سره د ایران پوځي وړتیاوې له منځه وړي او د یوې نیمې اوونۍ په موده کې یې د ایران پوځ، قومانده، الوتکې او سمندري ځواک «په بشپړه توګه» له منځه وړي دي.

د امریکا ولسمشر وویل، واشنګټن «اړ و» چې د ایران پر ضد اقدام وکړي، ځکه د هغه په وینا، که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړې وای، نو دا به د اسراییل او ټول منځني ختیځ د له منځه تلو او د نړۍ د امنیت د ګواښ لامل ګرځېدلی وای.

ټرمپ په ورته وخت کې ادعا وکړه چې د ایران اسلامي جمهوریت په کلکه غواړي له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي او زیاته یې کړه چې د ده په باور ښايي د دواړو لورو ترمنځ یوه هوکړه وشي.

هغه د هرمز تنګي په اړه هم وویل چې دغه تنګی پرانیستی دی او یوازې پرون له دې لارې ۱۹ میلیونه بېرله نفت صادر شوي، چې د هغه په وینا دا «په تاریخ کې تر ټولو لوړه کچه» ده.

ټرمپ همداراز وویل چې د نفتو بیې په څرګند ډول راټیټې شوې دي او د نفتو د بیو کمېدو به د نورو توکو د بیو په راکمېدو هم اغېز ولري.

د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې واشنګټن به ډېر ژر د هغو ایراني شتمنیو له پیسو، چې د امریکا د بندیزونو له امله کنګل شوې دي، د امریکايي بزګرانو غنم، سویا او جوار وپېري.

ټرمپ د خپلو خبرو په پای کې هغه راپورونه چې پکې ویل کېږي د ایران اسلامي جمهوریت وضعیت اوس ښه شوی، «جعلي خبرونه» وبلل او ویې ویل، هغه کسان چې دا ډول راپورونه خپروي «لېوني» دي.