د سرچینو په وینا، جمعه خان فاتح خپلې دودیزې اډې ته له ستنېدو وروسته، په سیمه کې خپل حضور زیات کړی او هممهاله یې د تر امر لاندې کسانو پوځي ځای پر ځای کول او پوځي چمتوالی هم زیات کړی دی؛ هغه اقدام چې د هر ډول احتمالي تحول لپاره د نوموړي د چمتووالي څرګندونه کوي.
د کابل د وړاندیز ردول
جمعه خان فاتح ته نږدې سرچینې وایي چې له هغه سره د خبرو اترو او د وړاندیزونو د وړاندې کولو هڅې شوې دي، خو د طالبانو دغه قوماندان واک ته هر ډول بېرته ستنېدل رد کړي دي.
دوو سرچینو چې په دې وروستیو کې یې له هغه سره په حضوري توګه لیدلي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې جمعه خان فاتح د دغو وړاندیزونو په ځواب کې ویلي دي: «زه په خپل کور کې یم، دنده نه غواړم، همدا دلته اوسېږم. لومړی ډز هم زه نه کوم.»
د دغو سرچینو په وینا، هغه په ورته مهال خپل ځواکونه د تیارسئ په حالت کې ساتلي او له پوځي او تدارکاتي پلوه بشپړ چمتووالی لري.
سرچینې زیاتوي چې جمعه خان فاتح په دې باور دی چې د بدخشان د غرنۍ او سختې جغرافیې له امله، په کابل کې مېشت د طالبانو ځواکونه به په اسانۍ سره ونه شي کړای د هغه د سنګرونو پر وړاندې بریالي عملیات ترسره کړي.
جمعه خان فاتح د افغانستان په شمالختیځ کې د طالبانو له نفوذ لرونکو قوماندانانو څخه ګڼل کېږي. نوموړی د خپلو پلویانو ترمنځ په «د دروازونو فاتح» شهرت لري. فاتح په وروستیو اونیو کې په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه سره د سیمه ییزو سرچینو او د سرو زرو د کانونو د مدیریت پر سر د اختلافاتو له جدي کېدو وروسته، د زابل ولایت له مرستیالۍ څخه ګوښه کړل شو.
شنونکي په دې باور دي چې له کومې بدیلې دندې پرته د هغه لیرې کول، د طالبانو له واکمن جوړښت څخه د غیرپښتون قومندانانو د څنډې ته کولو د لړۍ یوه برخه ده.
بدخشان ته د هغه له ستنېدو او د ځواکونو له چمتووالي سره هممهاله، د کابل او دغه ناراضي قومندان ترمنځ د احتمالي نښتې اندېښنې زیاتې شوې دي؛ خو په کابل کې د طالبانو رسمي چارواکو تر اوسه پهدې اړه څه نه دي ویلي.