امریکا، اسراییل او لبنان د درېاړخیزې هوکړې چوکاټ لاسلیک کړ

رویټرز خبري اژانس په امریکا کې د اسراییل د سفیر له قوله راپور ورکړی، چې امریکا، اسراییل او لبنان د یوې درېاړخیزې هوکړې چوکاټ لاسلیک کړی دی.

رویټرز خبري اژانس په امریکا کې د اسراییل د سفیر له قوله راپور ورکړی، چې امریکا، اسراییل او لبنان د یوې درېاړخیزې هوکړې چوکاټ لاسلیک کړی دی.
په امریکا کې د اسراییل سفیر، یحیئیل لایتر، ویلي چې د دې درېاړخیزې هوکړې چوکاټ د عملي اقداماتو پر بنسټ جوړ شوی او موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرمختګ دی.
هغه زیاته کړې چې اسراییل له لبنان سره د «ریښتینې سولې» غوښتونکی دی او ادعا یې کړې چې د ایران اسلامي جمهوریت او د هغه متحدو وسلهوالو ډلو هڅه کړې چې د دې هوکړې بهیر ګډوډ کړي.
د لایتر په وینا، ایران او د هغه نیابتي ډلې غوښتل د خبرو اترو روان بهیر له خنډ سره مخ او د هوکړې د رامنځته کېدو مخه ونیسي.
تر اوسه د لبنان حکومت او د ایران اسلامي جمهوریت د دغو څرګندونو او د یادې درېاړخیزې هوکړې د چوکاټ په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.