• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی چارواکی: له ۶۰ ورځو وروسته به د هُرمز تنګي له لارې له تېرېدونکو بېړیو محصول اخلو

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱

د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي اقتصادي غړي، حسین قربان‌زاده ویلي چې د هُرمز تنګي له لارې له تېرېدونکو بېړیو څخه د محصول اخیستل د هوکړې د عملي کېدو لپاره د ۶۰ ورځو لپاره ځنډول شوي، خو له دې مودې وروسته به دغه لړۍ بېرته پیل شي.

هغه وویل، ایران د دې لپاره چې هوکړه عملي شي، د ۶۰ ورځو لپاره د محصول اخیستل ځنډولي، خو د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو وروسته به له تېرېدونکو بېړیو څخه د خدماتو فیس یو ځل بیا واخیستل شي.

قربان‌زاده ټینګار وکړ چې یوازې د یوې طبیعي سمندري لارې څخه د بېړیو د تېرېدو په بدل کې د فیس اخیستل د نړیوالو قوانینو له مخې مشروع نه دي او لګښتونه یوازې هغه مهال اخیستل کېږي چې بېړیو ته ځانګړي خدمات وړاندې شي.

هغه همداراز وویل، د هرمز تنګي د سمندري تګلارې او تېرېدو د مقرراتو په ټاکلو کې ایران او عمان، د ساحلي هېوادونو په توګه، د ویټو حق لري او د همدې تنګي د حقوقي نظام په ټاکلو کې اساسي رول لوبوي.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۴
ځانګړی

د باغران بزګر په ارګو کې؛ د افغانستان د کوکنارو د کر جغرافیا په حرکت کې ده

۵

د امریکا سترې محکمې د پناه غوښتنې په قضیه کې د ټرمپ د حکومت په ګټه پرېکړه کړې

•
•
•

نور کیسې

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۱
د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر  جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو
100%

تاجکستاني رسنیو د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو کمېټې له قوله راپور ورکړی چې د تاجکستان د بدخشان د خودمختاره ولایت د مشر، عليشېر ميرزا نبات، مړی د افغانستان پر پوله د پنج سیند څخه موندل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د ميرزا نبات موټر د غبرګولي په ۲۷مه د تاجکستان د درواز ولسوالۍ په سیمه کې د پنج سیند ته لوېدلی و. په موټر کې د هغه مېرمن، کم عمره لور، مرستیال او موټرچلوونکی هم سپاره وو.

د معلوماتو له مخې، د عليشېر ميرزا نبات مړی د چنګاښ په ۵مه، د جمعې په ورځ، د هغه ځای څخه شاوخوا ۲۰ کیلومتره ښکته، د پنج سیند په بهیر کې موندل شوی دی.

تاجکستاني رسنیو تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې د پنج سیند په اوږدو کې د لټون عملیات له ستونزو سره مخ دي، ځکه د سیند د اوبو لوړه کچه او چټک جریان د ژغورنې د ډلو چارې ستونزمنې کړې دي.

راپورونه وایي چې د ميرزا نبات د مېرمنې، کم عمره لور او مرستیال د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم دوام لري.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د دې پېښې لومړنی لامل د موټر چټک سرعت او د موټرچلوونکي له لوري د کنټرول له لاسه ورکول وو.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، موټر له سرحدي انجنيري تاسیساتو او اغزن سیم سره تر ټکر وروسته د پنج سیند ته لوېدلی دی.

عليشېر ميرزا نبات ۴۵ کلن و او د ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم میاشتې راهیسې یې د تاجکستان د بدخشان د خودمختاره ولایت د مشر په توګه دنده ترسره کوله. دغه ولایت د تاجکستان په ختیځ کې موقعیت لري او د افغانستان له شمالي پولو سره نښتی دی.

۴۱ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د ښځو ضد فرمانونه وغندل

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۱
۴۱ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د ښځو ضد فرمانونه وغندل
100%

د ملګرو ملتونو په جنیوا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ استازي نصیر احمد اندېشه، ویلي چې ۴۱ هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې «سیستماتیک ظلم او تبعیض» غندلی دی.

اندېشه دغه ګډه اعلامیه د یادو هېوادونو په استازیتوب د بشري حقونو شورا په غونډه کې وړاندې کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د پرله‌پسې پنځم کال لپاره په افغانستان کې ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار، روغتیايي خدمتونو، په عامه ژوند کې له ګډون، مدني فضا او بشري مرستو پورې له اساسي حقونو بې‌برخې پاتې شوې دي.

د اعلامیې له مخې، خپل‌سري نیونې، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو له لوري ځورونې، سانسور او تاوتریخوالی د ښځو او نجونو د ځپلو په مهمو وسیلو بدل شوي دي.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د طالبانو تبعیض‌پال قانوني چوکاټونه، لکه د دې ډلې ۱۲مه فرمان چې د کورني تاوتریخوالي عادي کېدو ته لار هواروي او ۱۸مه فرمان چې د ماشومانو ودونه مجاز ګڼي، د ښځو او نجونو د حقونو د نقض کچه نوره هم لوړه کړې ده.

د اعلامیې لاسلیک کوونکو هېوادونو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت او د خپلواک حساب‌ورکوونکي میکانېزم د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

دوی ټینګار کړی چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو بېرته تأمین او د هغوی د انساني کرامت ساتنه باید د نړیوالو سیاستونو او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د نړیوال غبرګون اساسي محور وي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو محدودیتونه په پرله‌پسې ډول زیات شوي دي. طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړي کال کې نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو او ښځې له ډېرو کاري برخو محرومې کړې، او وروسته یې دا محدودیتونه لا پراخ کړل، چې له امله یې ښځې تر ډېره له عامه ژوند څخه ایستل شوې دي. په وروستیو کې هم د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د حجاب د څرنګوالي په تړاو د ښځو د نیولو راپورونه خپاره شوي دي.

د اسراییل دفاع وزیر: زموږ ځواکونه چمتو دي چې د ایران پر وړاندې کار پای ته ورسوي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۰ GMT+۱
د اسراییل دفاع وزیر: زموږ ځواکونه چمتو دي چې د ایران پر وړاندې کار پای ته ورسوي
100%

د اسراییل د دفاع وزیر یسراییل کاتز ویلي چې که ایران پر اسراییل برید وکړي، نو خپله به تر ټولو ستره تېروتنه ترسره کړي. هغه ایران ته خبرداری ورکړی چې ځواکونه یې چمتو دي، څو کار پای ته ورسوي.

کاتز د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼه د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان اسماعیل قااني وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ولیکل: «که د ایران اسلامي جمهوریت پر اسراییل برید وکړي، خپله به تر ټولو ستره تېروتنه وکړي».

هغه د قااني په اړه ویلي: «داسې ښکاري چې د جاسوس او خاین رول له دغو مسخره ګواښونو سره تر دې ډېر ورته مناسب دي».

د اسراییل د دفاع وزیر زیاته کړه: «نه به هرمز د دوی مرسته وکړي او نه هم پر ملکي وګړو بریدونه. هېڅ شی به زموږ مخه ونه نیسي. زموږ ځواکونه چمتو دي چې کار تر پایه ورسوي».

سویلي کوریا ۵۰۰ زره سرتېرو ته د پوځي ډرونونو د کارولو روزنه ورکوي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۹ GMT+۱
سویلي کوریا ۵۰۰ زره سرتېرو ته د پوځي ډرونونو د کارولو روزنه ورکوي
100%

د سویلي کوریا د دفاع وزارت وایي، هېواد یې د شمالي کوریا د ګواښونو د مخنیوي لپاره ۵۰۰ زره سرتېرو ته د ډرون روزنه ورکوي. د سویلي کوریا چارواکو ویلي، د ډرون او ډرون ضد وړتیاوې به پراخې کړي او لسګونه زره بې پیلوټه سیسټمونه به د لومړۍ کرښې پوځي واحدونو ته وسپاري.

د سوېلي کوریا د دفاع وزیر اهن ګیوبک وویل، پوځ یې په پام کې لري چې تر ۲۰۲۹ کال پورې ډرونونه تولید او د ځمکني، سمندري، هوايي او پلي ځواکونو په واک کې ورکړي. د سویلي کوریا د وزارت د نوې پرېکړې له مخې، شاوخوا ۶۰ زره ډرونونه به تولید شي چې ۱۱ زره به یې سمدستي په ۲۰۲۶ کال کې پوځ ته وسپارل شي.

د سویلي کوریا د دفاع وزیر په یوه خبرې ناسته کې وویل:«ډرونونه باید نور یوازې د محدودو پوځي واحدونو تجهیزات نه وي، باید د جګړې یوه عامه وسیله شي. سرتېري باید له ډرونونو څخه د دویمې شخصي وسلې په توګه کار واخلي».

نوموړي زیاته کړې چې دغه ډرونونه به د پوځ په ټولو څانګو کې ووېشل شي، څو د هر سرتېري د معیاري تجهیزاتو برخه وګرځي. د سویلي کوریا د دفاع وزیر ویلي، د نویو پرمختللو تجهیزاتو په جوړولو کې یوازې پر کورنیو تولیداتو او پرزو تکیه کوي.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې دواړه کوریاوې، د اوکراین او منځني ختیځ د جګړو له تجربو وروسته، د خپلو ډرون وړتیاوو د پراخولو هڅې چټکې کړې دي.

د سوېلي کوریا په پلان کې د لېزري او لوړ ځواک مایکرووېف وسلو په ګډون د ډرون ضد سیسټمونو پراخول هم شامل دي. همداراز د دغه هېواد پوځ غواړي د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د ډله ییزو ډرونونو سیسټمونه او له ۲۰ زرو څخه ډېر ارزانه، یو ځل کارېدونکي ډرونونه هم ترلاسه کړي.

دا پراختیا په داسې وخت کې اعلانېږي چې د سوېلي کوریا پخوانی ولسمشر یون سوک یول د شمالي کوریا خاورې ته د پوځي ډرون د ننوتلو د قضیې په تړاو د محکمې له پرېکړې وروسته له سیاسي فشارونو سره مخ شوی، او د اوسني ولسمشر لي جې میونګ حکومت د ډرون د عملیاتو پخوانۍ قومانده منحل کړې ده.

زهران ممداني د عاشورا په مناسبت د عدالت او انساني کرامت پر ارزښتونو ټینګار وکړ

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۱ GMT+۱
زهران ممداني د عاشورا په مناسبت د عدالت او انساني کرامت پر ارزښتونو ټینګار وکړ
100%

د نیویارک ښاروال زهران ممداني د عاشورا په مراسمو کې ګډون کړی او د محرم میاشتې د لسمې ورځې په مناسبت یې په یوه پیغام کې د عدالت، انساني کرامت او د ظلم پر وړاندې د مبارزې پر ارزښتونو ټینګار کړی دی.

ممداني عاشورا د امام حسین د میراث د یادونې او د نیویارک په مذهبي او فرهنګي توګه متنوع ټولنه کې د ګډ ژوند او ګډو انساني ارزښتونو د تامل یوه مهمه موقع بللې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې ممداني د عاشورا په مراسمو کې ګډون کړی دی.د نیویارک ښاروال په خپل پیغام کې ویلي، د ښار ځواک له هغو بېلابېلو مذهبي دودونو سرچینه اخلي چې د نیویارک هویت یې جوړ کړی. هغه زیاته کړې: «عاشورا د یاد، قربانۍ او تامل وخت دی. نن د محرم په لسمه د امام حسین نه ماتېدونکې ژمنتیا د حقیقت او انساني کرامت پر وړاندې یادوو. د هغه تلپاتې میراث موږ ته د ایمان، یو بل ته د خدمت او د دې باور ارزښت را په یادوي چې عدالت تل د مبارزې ارزښت لري».

هغه په پای کې زیاته کړې: «هیله لرم، داسې مهال چې د نیویارک د ټولو اوسېدونکو لپاره د لا عادلانه ښار د جوړولو هڅه کوو، دا ارزښتونه هم له ځان سره وساتو».