• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې پولیس: په ادرنه ښار کې مو د افغانانو په ګډون ۴۰ ناقانونه کډوال نیولي دي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۵ GMT+۱

د ترکیې د ادرنه ښار پولیس وایي چې د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۴۰ بې‌اسناده کډوال نیولي دي. پولیسو زیاته کړې چې په نیول شویو ناقانونه کډوالو کې افغان وګړي هم شامل دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، نیول شوي کډوال له اداري مراحلو وروسته د ادرنه ښار د بهرنیو اتباعو د ایستلو ادارې ته سپارل شوي، څو د قانوني کړنلارې له بشپړېدو وروسته یې د ایستلو بهیر ترسره شي.

د ادرنه پولیسو د پنجشنبې په ورځ همداراز اعلان کړی چې د انسانانو د قاچاق په تړاو یې دوه نور کسان هم نیولي او عدلي ارګانونو ته یې ورپېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ترکیې په وروستیو میاشتو کې د قانوني اسنادو له نشتوالي سره د بهرنیو کډوالو، په ځانګړي ډول افغانانو، د نیولو او ایستلو بهیر چټک کړی دی.

سره له دې، د ترکیې د کډوالۍ ادارې تازه شمېرې، چې د چهارشنبې په ورځ خپرې شوې، ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې دغه هېواد ته د ورننوتونکو کډوالو شمېر د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زیات شوی دی.

د دغو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳۹۴ زره کډوال ترکیې ته داخل شوي دي. په دې ډله کې د ترکمنستان وګړي د ۲۳،۴سلنه ونډې سره لومړی ځای لري، ورپسې د اذربایجان، ازبکستان، مصر او افغانستان وګړي راځي. د افغانستان وګړي د ټولو ورننوتونکو کډوالو ۵،۸ سلنه جوړوي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د دغه هېواد پولیسو په بېلابېلو سیمو کې ۱۶ زره او ۴۳۶ افغان کډوال د استوګنې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیولي دي.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۴

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۵
ځانګړی

د باغران بزګر په ارګو کې؛ د افغانستان د کوکنارو د کر جغرافیا په حرکت کې ده

•
•
•

نور کیسې

هندي پولیس: د وسلو، نشه یي توکو او قاچاق په تور مو د یوه افغان په ګډون اووه تنه نیولي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۵۶ GMT+۱
هندي پولیس: د وسلو، نشه یي توکو او قاچاق په تور مو د یوه افغان په ګډون اووه تنه نیولي
100%

د هند د پنجاب ایالت د امرتسر ښار پولیسو ویلي چې د وسلو، نشه‌یي توکو او د حوالې له لارې د پیسو مینځلو یوه له پولو اوښتې شبکه یې له منځه وړې ده. دوی وایي چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې یې اووه کسان، چې یو افغان وګړی هم په کې شامل دی، نیولي دي.

د پنجاب ایالت د پولیسو مشر، ګوراو یاداو، ویلي چې د عملیاتو پر مهال ۱۰ ناقانونه وسلې، نږدې پنځه کیلوګرامه هیروین، شاوخوا درې میلیونه هندي روپۍ چې د حوالې له فعالیتونو سره تړاو لري، او یوه موټرسایکل ضبط شوي دي.

د پولیسو په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د دې شبکې غړي له هند څخه بهر له خپلو همغږوونکو سره په اړیکه کې وو او خپل فعالیتونه یې د ټولنیزو شبکو له لارې تنظیمول.

پولیسو د نیول شوي افغان وګړي هویت جګجیت سنګ، مشهور په «جاګي»، اعلان کړی او ویلي یې دي چې ۴۰ کاله عمر لري. د پولیسو د معلوماتو له مخې، نوموړی اصلاً د افغانستان د جلال‌اباد اوسېدونکی دی، خو د هند د ډهلي ښار په تیلاک‌ناګر سیمه کې یې ژوند کاوه. د دې قضیې پنځه نور تورن کسان د پنجاب ایالت د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي او عمرونه یې د ۲۱ او ۲۶ کلونو ترمنځ دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، له دې شبکې څخه یوه ۹ ملي‌متري «اوزي» فرعي ماشین‌ټوپک، یو بل فرعي ماشین‌ټوپک، څلور «ګلاک» تومانچې، یوه «زیګانا سپورټ» تومانچه او څو نورې نیمه‌اتومات تومانچې هم ترلاسه شوې دي.

د امرتسر د پولیسو کمېشنر، ګورپریت سېنګ بهولار، ویلي چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ لومړی څو کسان د ۲۲۰ ګرامه هیروین سره یوځای ونیول. د هغه په وینا، د نیول شویو کسانو اعترافونو د ۴.۸ کیلوګرامه نورو هیروینو په موندلو او د شبکې د نورو غړو په پېژندلو کې مرسته وکړه.

پولیسو ویلي چې جګجیت سنګ د دې شبکې د عوایدو د پیسو د حوالې له لارې په لېږد کې مهم رول درلود. امنیتي چارواکو زیاته کړې چې د شبکې د نورو غړو او د هغې د بهرنیو اړیکو د پېژندلو لپاره څېړنې روانې دي.

د امرتسر پولیسو همداراز ویلي چې جګجیت سنګ پخوانۍ جنايي سابقه هم لري او تر دې مخکې هم د هغه پر وړاندې قضیې ثبت شوې وې. د دې پېښې په تړاو د نشه‌یي توکو او اړوندو جرمونو د قانون له مخې عدلي دوسیه پرانیستل شوې ده.

امریکا، اسراییل او لبنان د درې‌اړخیزې هوکړې چوکاټ لاسلیک کړ

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۵ GMT+۱
امریکا، اسراییل او لبنان د درې‌اړخیزې هوکړې چوکاټ لاسلیک کړ
100%

رویټرز خبري اژانس په امریکا کې د اسراییل د سفیر له قوله راپور ورکړی، چې امریکا، اسراییل او لبنان د یوې درې‌اړخیزې هوکړې چوکاټ لاسلیک کړی دی.

په امریکا کې د اسراییل سفیر، یحیئیل لایتر، ویلي چې د دې درې‌اړخیزې هوکړې چوکاټ د عملي اقداماتو پر بنسټ جوړ شوی او موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرمختګ دی.

هغه زیاته کړې چې اسراییل له لبنان سره د «ریښتینې سولې» غوښتونکی دی او ادعا یې کړې چې د ایران اسلامي جمهوریت او د هغه متحدو وسله‌والو ډلو هڅه کړې چې د دې هوکړې بهیر ګډوډ کړي.

د لایتر په وینا، ایران او د هغه نیابتي ډلې غوښتل د خبرو اترو روان بهیر له خنډ سره مخ او د هوکړې د رامنځته کېدو مخه ونیسي.

تر اوسه د لبنان حکومت او د ایران اسلامي جمهوریت د دغو څرګندونو او د یادې درې‌اړخیزې هوکړې د چوکاټ په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

نرګس نهان ښځینه کرېکټ لوبډلې ته؛ د پاچا چارلز ملاتړ ښيي افغانان د افغانستان اصلي استازي دي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۱
نرګس نهان ښځینه کرېکټ لوبډلې ته؛ د پاچا چارلز ملاتړ ښيي افغانان د افغانستان اصلي استازي دي
100%

د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان، د برېټانیا له پاچا چارلز څخه مننه کړې چې د افغان ښځينه کرېکټ جلاوطنه لوبډلې سره یې ليدلي او ملاتړ یې کوي. هغې ویلي، دا کتنه یو ځل بیا دا روښانه کوي چې «افغانان د افغانستان اصلي استازي» دي.

نهان په اېکس خواله رسنۍ وويل: «د پاچا چارلز څخه ډېره مننه چې زموږ جلاوطنه شوې د افغان ښځو د کرکټ ملي لوبډلې ته یې د کتنې ویاړ ورکړ».

هغې زياته کړه، دغو ځوانو لوبغاړو کلونه کلونه مبارزه وکړه ترڅو وکولای شي د جلاوطنه لوبغاړو په توګه لوبه وکړي. دا کتنه یو ځل بیا دا روښانه کوي چې «افغانان د افغانستان اصلي استازي دي».

همداراز هغې وويل، په «افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ د جرم پېژندنې لپاره زموږ هڅې نه یوازې زموږ لپاره دي، بلکې د دې لپاره دي چې د نړۍ په هېڅ برخه کې هېڅ ښځه یوازې د خپل جنسیت له امله له داسې بې‌بشرۍ سره مخ نه‌شي».

د يادونې وړ ده چې د بریتانیا پاچا چارلز درېیم د چارشنبې په ورځ د لندن په کلارنس هاوس کې د افغان کډوالو د ښځینه کرېکټ ټیم له غړو سره وکتل. په دې لیدنه کې پاچا د افغان نجونو هرکلی وکړ او له هغوی سره یې ډله‌ییز انځورونه واخیستل.

د خوړو نړیوال پروګرام: ۱۷۲ زره افغان زده‌کوونکو ته مو له مغذي موادو بډایه بسکویټونه وېشلي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۷ GMT+۱
د خوړو نړیوال پروګرام: ۱۷۲ زره افغان زده‌کوونکو ته مو له مغذي موادو بډایه بسکویټونه وېشلي
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) ویلي چې په افغانستان کې یې ۱۷۲ زره زده‌کوونکو ته د ویټامینونو او مغذي موادو بډایه بسکویټونو یوه جوپه وېشلې ده.

دغه بنسټ ویلي، دا خوراکي مرسته له ۱۵ زره کیلومتره اوږدې لارېاو له خنډونو ډکو ترانزیټي لارو له تېرېدو وروسته افغانستان ته رسېدلې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، دا مرسته د اندونیزیا په مالي ملاتړ چمتو او افغانستان ته لېږل شوې ده. د دې مرستو موخه دا ده چې له هغو زده‌کوونکو ملاتړ وشي چې د اقتصادي ستونزو او د ښوونیزو او غذایي خدمتونو د محدود لاسرسي له امله له سختو شرایطو سره مخ دي.

یاد بنسټ ټینګار کړی چې افغانستان ته د بشري مرستو لېږد لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی. د لارو تړل کېدل او لوژستیکي خنډونو د مرستو د رسولو بهیر ستونزمن کړی، خو هڅې روانې دي څو اړمنو کسانو ته مرستې ورسول شي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې د ویټامینونو او مغذي موادو بډایه بسکویټونه د ډېرو زده‌کوونکو لپاره یوازې یو سپک خوړه نه دي، بلکې په ټولګیو کې د تمرکز لپاره د انرژۍ مهمه سرچینه ده او هغوی هڅوي چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او په منظم ډول ښوونځي ته ولاړ شي.

نصیر احمد فایق: د ملګرو ملتونو منشور دې د افغانانو لپاره هم په عمل کې پلی شي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۸ GMT+۱
نصیر احمد فایق: د ملګرو ملتونو منشور دې د افغانانو لپاره هم په عمل کې پلی شي
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، د ملګرو ملتونو د منشور د تصویب د ۸۰مې کلیزې په مناسبت ویلي چې میلیونونه افغانان لا هم له هغو بنسټیزو حقونو څخه محروم دي چې دغه منشور یې د ساتنې لپاره رامنځته شوي و.

فایق د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي، ۸۰ کاله وړاندې نړۍ د «زموږ خلک» تر شعار لاندې د ملګرو ملتونو منشور تصویب کړ، خو نن ورځ افغانان لا هم د همدې منشور له اساسي ژمنو بې‌برخې دي.

هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې نجونې له زده‌کړو منع دي، ښځې له عامه ژوند څخه ایستل شوي، ځوانان د خپل راتلونکي له هیلو او فرصتونو بې‌برخې شوي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یو ملت چوپ کړای شوی دی.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې بنسټیز بشري حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کېږي او د هېواد خلک لا هم د بشري حقونو، کرامت او عدالت د هغو ژمنو د عملي کېدو په تمه دي چې د ملګرو ملتونو په منشور کې راغلې دي.

فایق ټینګار کړی، د ملګرو ملتونو د منشور اعتبار هغه وخت ساتل کېدای شي چې دا سازمان له هغو خلکو دفاع وکړي چې د ساتنې لپاره یې منشور رامنځته شوی دی.

هغه د ملګرو ملتونو د منشور د ورځې په مناسبت ویلي، یوازې څرګندونې او خبرې بسنه نه کوي، بلکې د افغانستان د خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره د عملي اقداماتو وخت رارسېدلی دی.