• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ریچارټ بېنېټ: اروپا ته د طالبانو د سفر لار هوارول د افغان ښځو پر مخ د څپېړې وهل دي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۴۷ GMT+۱

ریچارډ بېنېټ افغانستان انټرنشنل ته وویل، د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو د هڅو په چوکاټ کې اروپا ته د طالب چارواکو سفر له دغې ډلې سره د اړیکو په عادي کولو کې مرسته کوي. بېنېت وایي، دا ګام د هغو افغان ښځو پر مخ څپېړه ده چې غږونه یې چوپ کړل شوي دي.

ښاغلي بېنېټ بروکسل ته د طالبانو د پلاوي وروستي سفر او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له استازو سره د هغوی لیدنو ته په اشارې سره وویل، دا اقدام چې د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر اسانولی شي، خورا د اندېښنې وړ دی.

بېنېت د جمعې په ورځ، د جنګاښ پر ۵مه له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې وویل:«طالبانو ته د افغانستان د واکمنانو په توګه باید مشروعیت ورنه‌کړل شي. اوس مهال یو ډول عادي کول روان دي او هېوادونه باید په دې برخه کې په احتیاط سره عمل وکړي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي زیاته کړه، اروپا ته د طالبانو بلنه «لازمي او هوښیارانه» نه وه او له دغې ډلې سره هر ډول تعامل باید د روښانه اصولو او معیارونو پر بنسټ ترسره شي.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۴
ځانګړی

د باغران بزګر په ارګو کې؛ د افغانستان د کوکنارو د کر جغرافیا په حرکت کې ده

۵

د امریکا سترې محکمې د پناه غوښتنې په قضیه کې د ټرمپ د حکومت په ګټه پرېکړه کړې

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د بندیزونو راپورونه د حقیقتونو یوازې یوه وړه برخه ده

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۲ GMT+۱
ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د بندیزونو راپورونه د حقیقتونو یوازې یوه وړه برخه ده
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض او بندیزونو یوازې یوه وړه برخه رسنیزه کېږي او ښايي د دغه وضعیت اصلي اړخونه خورا پراخ وي.

بېنېټ د جمعې په ورځ، د جنګاښ پر ۵مه، له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د ښځو، نجونو، لږکیو او د بشري حقونو د مدافعانو پر وړاندې د سرغړونو پر زیاتېدو اندېښنه او له طالبانو څخه ځواب ویلو غوښتنه وکړه. د هغه په وینا، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د خرابېدو په لور روان دی او ښځې او نجونې تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې دي.

بېنېټ په‌ دې مرکه کې اشاره وکړه چې خبریالان او د بشري حقونو فعالان هم له سختو محدودیتونو سره مخ دي او توکمیز اقلیتونه د طالبانو په واکمنۍ کې له تبعیض او محرومیت څخه کړېږي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي دغه راز په تېرو څه باندې دوو کلونو کې افغانستان ته د خپل سفر ممنوعیت ته په اشارې سره وویل، د طالبانو له خوا رامنځته شوي شدید سانسور د بشري حقونو د قضیو مستند کول او ثبتول خورا پېچلي کړي دي. ریچارډ بېنټ زیاته کړه، هغه څه چې په افغانستان کې د محدودیتونو او بشري حقونو د نقض په اړه راپور کېږي، ښايي یوازې د «یخ د غره څرګنده څوکه» وي او لویه برخه یې لا هم له نړۍ پټه پاتې ده.

طالبانو د عاشورا په مراسمو کې د حامد کرزي د ګډون مخه نیولې

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۰۴ GMT+۱
طالبانو د عاشورا په مراسمو کې د حامد کرزي د ګډون مخه نیولې
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د جمعې په ورځ د عاشورا په مراسمو کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ګډون مخنيوی کړی دی. د سرچینو په وینا، په دې وروستیو کې پر ښاغلي کرزي محدودیتونه خورا سخت شوي دي.

سرچینو ویلي چې د حامد کرزي پر تګ راتګ او په عامه پروګرامونو کې د نوموړي پر ګډون یو لړ نوي محدودیتونه لګول شوي دي.

پر حامد کرزي دا محدودیتونه وروسته له هغه سخت شوي چې نوموړي په دې وروستیو کې په هرات کې د ښځو او نجونو د پراخ نیولو او توقیف په اړه نیوکه کړې وه. کرزي د افغان ښځو د وقار او درناوي د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی و.

ښاغلي کرزي د جمعې په ورځ، د جنګاښ په پنځمه، د عاشورا په مناسبت په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغانستان خلک د نورو مسلمانانو په څېر عاشورا لمانځي.

پخواني ولسمشر ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک «د اسلام د مکرم رسول د اهل بیتو مینه د ځان ترمنځ د یووالي او ورورولۍ عامل ګڼي او له دې فرصت څخه د اصلاح، روښانتیا او د یووالي او خواخوږۍ د ټینګښت لپاره ګټه پورته کوي.»

ښاغلي کرزي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال او له هغې وروسته هم په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې ګډون کړی و.

هغه په خپل پیغام کې هیله څرګنده کړې چې د افغانستان وګړي د عاشورا د ورځې له معنویت او برکته په ګټې اخیستنې، په متحد او یو غږ ډول د یوه واحد، همغږي او د علم او پوهې له نعمته برخمن افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره هڅې وکړي.

حامد کرزی د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت له نسکورېدو او د ۱۴۰۰ کال په زمري کې د طالبانو د ادارې له واکمنېدو وروسته په کابل کې پاتې شو او په دې کلونو کې یې بهرني سفرونه هم لرل. تر دې وړاندې هم د ښاغلي کرزي پر وړاندې د محدودیتونو راپورونه خپاره شوي وو او طالبانو په ځینو مواردو کې د هغه د بهرنیو سفرونو مخه نیولې وه. د طالبانو ادارې پر سیاسي فعالیتونو، مدني غونډو او د پخوانیو دولتي څېرو پر شتون پراخ محدودیتونه لګولي دي.

سرچینې وایي چې په مذهبي مراسمو کې د کرزي د ګډون د منع کولو وروستی اقدام په کابل کې پر اغېزناکو سیاسي څېرو د محدودیتونو د لړۍ دوام دی، که څه هم د طالبانو چارواکو په دې اړه په ښکاره څه نه دي ویلي.

د طالبانو استخباراتو په لغمان کې د سیمه‌ییزو پولیسو یو پخوانی قومندان بیاځلې نیولی دی

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۲۴ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
د طالبانو استخباراتو په لغمان کې د سیمه‌ییزو پولیسو یو پخوانی قومندان بیاځلې نیولی دی
100%

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د طالبانو استخباراتو د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پخوانی قومندان محمد اعظم باختر فراشغاني یو ځل بیا نیولی. سرچینې وایي چې طالب وسله والو د نوموړي د نیولو پر مهال د هغه د کورنۍ غړي او ماشومان هم وهلي او ډبولي دي.

سیمه یزو سرچینو نن جمعه، د جنګاښ پر ۵مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د سیمه‌ییزو پولیسو پخوانی قوماندان محمد اعظم باختر فراشغاني له نیولو وروسته نامعلوم ځای ته لېږدولی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتو د جنګاښ په درېیمه د محمد اعظم باختر فراشغاني کور ته نږدې چاودېدونکي توکي، وسلې او مهمات ځای پر ځای کړي وو او وروسته یې پر کور برید وکړ. سرچینې وایي چې طالبانو د دغو وسلو او چاودېدونکو توکو د موندلو په پلمه نوموړی ونیوه او له ځان سره یې یووړ.

سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو استخباراتو د پخوانیو نظامي ځواکونو د نیولو لپاره له نوو تکتیکونو کار اخلي، چې په هغو کې د پخوانیو سرتېرو او قومندانانو د کورونو په شاوخوا کې د ماینونو او وسلو ځای پر ځای کول شامل دي، ترڅو هغوی په همدې پلمه یې ونیسي او بندیان یې کړي.

د یادولو وړ ده چې د سیمه ییزو پولیسو دغه پخوانی قومندان محمد اعظم باختر فراشغاني له دې وړاندې هم د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و او د څه مودې بند تېرولو وروسته کې له زندانه خوشې شوی و او اوس یو ځل بیا د نامعلومو تورونو له امله نیول شوی دی.

طالبانو تراوسه د سیمه يیزو پولیسو د دغه پخواني قوماندان د نیولو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د طالبانو له‌خوا د تمدن تلویزیون تړل ناعادلانه وبلل

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۸ GMT+۱
د بې‌پولې خبریالانو سازمان د طالبانو له‌خوا د تمدن تلویزیون تړل ناعادلانه وبلل
100%

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په کابل کې وسله والو کسانو له لوري د تمدن ټلوېزیون دفتر تړل کېدل او د خپرونو ځنډ ته سخت غبرګون ښودلی. یاد سازمان له طالبانو څخه یې غوښتنه کړې چې سملاسي دې خپله پرېکړه لغوه کړي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي چې دغه رسنۍ د طالبانو د عدلیې وزارت سره د ځمکې پر سر حقوقي جنجال درلود، خو وسله‌والو د تمدن ټلوېزیون فعالیت بند کړی دی.

دغه سازمان د طالبانو یاد اقدام غیرعادلانه بللی او د تمدن تلوېزیون د نشراتو د بېرته پیلېدو غوښتنه یې کړې ده.

د سرچینو په وینا، د تمدن ټلوېزیون مسوولانو او کارکوونکو ته د نشراتو د بندولو په اړه هېڅ ډول مخکینی رسمي خبرداری نه وو ورکړل شوي. خو تمدن تلویزیون د چهارشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې هغه تورونه رد کړل چې رسنیز فعالیت پټ او محرمانه ماهیت لري.

په اعلامیه کې راغلي: «د یوې رسنۍ خبرې، کړنې، نشراتي پالیسۍ او خپرېدونکي محتوا هره شېبه د خلکو، څارونکو بنسټونو او حکومتي ادارو تر څار لاندې وي».

تمدن زیاته کړې چې په داسې حال کې د ګوندي فعالیت تور پرې لګول کېږي چې تر دې وړاندې په هېواد کې د ټولو سیاسي ګوندونو جوازونه لغوه شوي دي.

په کابل کې د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو هم د دغه ګام په اړه اندېښنه ښودلې او دا یې په هېواد کې پر خپلواکو رسنیو د فشارونو د زیاتوالي یوه بله بېلګه بللې ده.

ملګري ملتونه: افغانستان ته د نږدي ۱۷۰زره زده‌کوونکو لپاره د مغذي بسکېټونو مرسته رسېدلې

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۲۶ GMT+۱
ملګري ملتونه: افغانستان ته د نږدي ۱۷۰زره زده‌کوونکو لپاره د مغذي بسکېټونو مرسته رسېدلې
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) خبر ورکړی، چې له تړلو پولو، سختو او لانجمنو ترانزیټي لارو تېرېدو وروسته یې افغانستان ته د مغذي او غني شوو بسکېټونو یوه لویه جوپه مرسته رسولې ده.

دغه اداره وايي، چې یاد بسکېټونه د اندونیزیا په ملاتړ برابر شوي او د شاوخوا ۱۵زره کیلومتره اوږد سفر وروسته افغانستان ته رسېدلي دي. د معلوماتو له مخې؛ یاده مرسته به په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۷۲زره زده‌کوونکو ته د ښوونیزې پروسې د ملاتړ په موخه ووېشل شي.

دغه اداره ټینګار کوي، چې د مرستې د لېږد لاره د بندو پولو او امنیتي او لوژستېکي ستونزو له امله څو ځلې بدله شوې؛ نو له همدې امله دغه مرسته له یو څه ځنډ وروسته رسېدلې ده.

تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان څانګې مشر جان ایلیف ویلي و، چې د نړۍوالو مرستو کمښت د مېلیونونه اړمنو افغانانو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د نوموړي په وینا؛ د دغه مرستو کمښت تر ټولو دروند اغېز او بار پر افغان مېرمنو او ماشومانو پرېوتی.