دغه همکاري د دغه امریکایي پوهنتون د «کیو د نړیوالو چارو پوهنځي» او د ښځو د انلاین پوهنتون ترمنځ شوې ده ترڅو هغو ښځو ته د زدهکړو لا زیات فرصتونه برابر کړي چې په وروستیو کلونو کې له پراخو بندیزونو سره مخامخ دي.
د ښځو آنلاین پوهنتون چې په ۲۰۲۲ کال کې تاسیس شوی چې په لنډ وخت کې د افغان ښځو لپاره د انلاین زدهکړو په یو تر ټولو لوی مرکز بدل شوی دی.
دغه پوهنتون تر اوسه پورې په ۱۶ بېلابېلو څانګو کې له ۲۰ زرو څخه زیاتو محصلانو ته تعلیمي خدمات وړاندې کړي دي او په هره اونۍ کې نږدې ۸۰۰ درسي ټولګي تنظیموي. د اکاډمیکو زدهکړو ترڅنګ، محصلانو ته د رواني روغتیا د خدماتو وړاندې کول هم د دغه بنسټ د فعالیتونو یوه مهمه برخه ده.
د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، دواړه پوهنتونونه به د ګډو درسي پروګرامونو د جوړولو، د ګډو تحصیلي اسنادو د ورکولو، د څېړنیزو پروژو د پلي کولو او د علمي سرچینو د تبادلې په برخه کې همکاري وکړي. د کیو د نړیوالو چارو د پوهنځي مشرې مري ګلګر په دې اړه وویل، دغه همکاري په داسې شرایطو کې د تعلیمي فرصتونو او د علمي ټولنې په ساتلو کې مرسته کوي چې زدهکړو ته لاسرسی له سختو محدودیتونو سره مخ دی.
هغې زیاته کړه چې افغان زدهکوونکي په بې ساري همت سره خپلې زدهکړې پرمخ وړي او دا هڅې د ملاتړ وړ دي.
د ښځو د انلاین پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیالې عادلې زماني وویل، په داسې وخت کې چې د افغانستان ډېری نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي، دغه پوهنتون د هغوی د وړتیاوو د لوړولو او پیاوړتیا په یو مناسب بستر بدل شوی دی. بلخوا، په نوتردام پوهنتون کې د سولې او پرمختګ لپاره د افغانستان د پروګرام مسوول عارف دوستیار دا همکاري د افغان ښځو څخه د نړیوالې علمي ټولنې د ملاتړ یوه ښکاره نښه وبلله.
د چارواکو په وینا، دا ګډ پروګرام به د روان کال له مني څخه په رسمي ډول پیل شي.
دا همکاري په داسې حال کې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د ښوونځي او پوهنتون له زدهکړو منع کړې دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې دا بندیز په کلني ډول د ۸۴ میلیونه ډالرو په ارزښت اقتصادي زیان اړوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمښت لامل شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ هم دا بندیزونه د منلو وړ نه دي بللي.