• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا له فارس خلیج نه اسراییل ته د خپلو اډو د یوې برخې د لېږد امکان ارزوي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۳۶ GMT+۱

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې امریکا په منځني ختیځ کې د خپل پوځي حضور بیاکتنه کوي او ښایي د فارس خلیج له هېوادونو څخه د خپلو پوځي اډو او عملیاتو یوه برخه اسراییل ته ولېږدوي.

د راپور له مخې؛ د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې په بحرین کې د امریکا یوې مهمې سمندري اډې ته د ایران په بریدونو کې اوښتی زیان تر هغه ډېر پراخ و، چې واشنګټن په رسمي ډول اعلان کړی و.

وال سټریټ ژورنال لیکلي، چې امریکا په بحرین کې د خپلې اډې د بیارغونې ترڅنګ په کویټ او سعودي عربستان کې د خپل پوځي حضور کمولو امکان هم ارزوي. دغه اقدام ښايي د سیمې لوېدیځ لوري ته د امریکا د ځینو پوځي اډو او عملیاتو د لېږد لامل شي؛ څو د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو له مستقیم واټن څخه لرې وي.

د یادې ورځپاڼې په وینا؛ دوو باخبره چارواکو ویلي چې اسراییل یو له هغو انتخابونو دی چې ښایي د امریکا د ځینو پوځي اډو او عملیاتو یوه برخه ورته ولېږدول شي.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۴
ځانګړی

د باغران بزګر په ارګو کې؛ د افغانستان د کوکنارو د کر جغرافیا په حرکت کې ده

۵

د امریکا سترې محکمې د پناه غوښتنې په قضیه کې د ټرمپ د حکومت په ګټه پرېکړه کړې

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ: د ایران له کنګل شویو شتمنیو به له امریکايي بزګرانو غنم، سویا او جوار وپېرو

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۱ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: د ایران له کنګل شویو شتمنیو به له امریکايي بزګرانو غنم، سویا او جوار وپېرو
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې واشنګټن ایران ته «ډېر سخت ګوزار» ورکړی او اوس له تهران سره د «بشپړ ځواک» له دریځه خبرې کوي. هغه زیاته کړه، واشنګټن به ډېر ژر د هغو ایراني شتمنیو له پیسو، چې د امریکا د بندیزونو له امله کنګل شوې دي، د امریکايي بزګرانو غنم، سویا او جوار وپېري.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکايي بزګرانو په ویاړ جوړو شوو مراسمو کې ادعا وکړه چې امریکا په چټکۍ سره د ایران پوځي وړتیاوې له منځه وړي او د یوې نیمې اوونۍ په موده کې یې د ایران پوځ، قومانده، الوتکې او سمندري ځواک «په بشپړه توګه» له منځه وړي دي.

د امریکا ولسمشر وویل، واشنګټن «اړ و» چې د ایران پر ضد اقدام وکړي، ځکه د هغه په وینا، که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړې وای، نو دا به د اسراییل او ټول منځني ختیځ د له منځه تلو او د نړۍ د امنیت د ګواښ لامل ګرځېدلی وای.

ټرمپ په ورته وخت کې ادعا وکړه چې د ایران اسلامي جمهوریت په کلکه غواړي له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي او زیاته یې کړه چې د ده په باور ښايي د دواړو لورو ترمنځ یوه هوکړه وشي.

هغه د هرمز تنګي په اړه هم وویل چې دغه تنګی پرانیستی دی او یوازې پرون له دې لارې ۱۹ میلیونه بېرله نفت صادر شوي، چې د هغه په وینا دا «په تاریخ کې تر ټولو لوړه کچه» ده.

ټرمپ همداراز وویل چې د نفتو بیې په څرګند ډول راټیټې شوې دي او د نفتو د بیو کمېدو به د نورو توکو د بیو په راکمېدو هم اغېز ولري.

د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې واشنګټن به ډېر ژر د هغو ایراني شتمنیو له پیسو، چې د امریکا د بندیزونو له امله کنګل شوې دي، د امریکايي بزګرانو غنم، سویا او جوار وپېري.

ټرمپ د خپلو خبرو په پای کې هغه راپورونه چې پکې ویل کېږي د ایران اسلامي جمهوریت وضعیت اوس ښه شوی، «جعلي خبرونه» وبلل او ویې ویل، هغه کسان چې دا ډول راپورونه خپروي «لېوني» دي.

د امریکا نوترډام پوهنتون د افغان ښځو له انلاین پوهنتون سره هوکړه وکړه

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۲ GMT+۱
د امریکا نوترډام پوهنتون د افغان ښځو له انلاین پوهنتون سره هوکړه وکړه
100%

د امریکا د نوتردام پوهنتون د یوې هوکړې په لاسلیکولو سره د افغان ښځو له انلاین پوهنتون څخه خپل رسمي ملاتړ اعلان کړ، چې دا ګام په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره د لوړو زده‌کړو د پیاوړتیا په لاره کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

دغه همکاري د دغه امریکایي پوهنتون د «کیو د نړیوالو چارو پوهنځي» او د ښځو د انلاین پوهنتون ترمنځ شوې ده ترڅو هغو ښځو ته د زده‌کړو لا زیات فرصتونه برابر کړي چې په وروستیو کلونو کې له پراخو بندیزونو سره مخامخ دي.

د ښځو آنلاین پوهنتون چې په ۲۰۲۲ کال کې تاسیس شوی چې په لنډ وخت کې د افغان ښځو لپاره د انلاین زده‌کړو په یو تر ټولو لوی مرکز بدل شوی دی.

دغه پوهنتون تر اوسه پورې په ۱۶ بېلابېلو څانګو کې له ۲۰ زرو څخه زیاتو محصلانو ته تعلیمي خدمات وړاندې کړي دي او په هره اونۍ کې نږدې ۸۰۰ درسي ټولګي تنظیموي. د اکاډمیکو زده‌کړو ترڅنګ، محصلانو ته د رواني روغتیا د خدماتو وړاندې کول هم د دغه بنسټ د فعالیتونو یوه مهمه برخه ده.

د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، دواړه پوهنتونونه به د ګډو درسي پروګرامونو د جوړولو، د ګډو تحصیلي اسنادو د ورکولو، د څېړنیزو پروژو د پلي کولو او د علمي سرچینو د تبادلې په برخه کې همکاري وکړي. د کیو د نړیوالو چارو د پوهنځي مشرې مري ګلګر په دې اړه وویل، دغه همکاري په داسې شرایطو کې د تعلیمي فرصتونو او د علمي ټولنې په ساتلو کې مرسته کوي چې زده‌کړو ته لاسرسی له سختو محدودیتونو سره مخ دی.

هغې زیاته کړه چې افغان زده‌کوونکي په بې ساري همت سره خپلې زده‌کړې پرمخ وړي او دا هڅې د ملاتړ وړ دي.

د ښځو د انلاین پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیالې عادلې زماني وویل، په داسې وخت کې چې د افغانستان ډېری نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي، دغه پوهنتون د هغوی د وړتیاوو د لوړولو او پیاوړتیا په یو مناسب بستر بدل شوی دی. بلخوا، په نوتردام پوهنتون کې د سولې او پرمختګ لپاره د افغانستان د پروګرام مسوول عارف دوستیار دا همکاري د افغان ښځو څخه د نړیوالې علمي ټولنې د ملاتړ یوه ښکاره نښه وبلله.

د چارواکو په وینا، دا ګډ پروګرام به د روان کال له مني څخه په رسمي ډول پیل شي.

دا همکاري په داسې حال کې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د ښوونځي او پوهنتون له زده‌کړو منع کړې دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې دا بندیز په کلني ډول د ۸۴ میلیونه ډالرو په ارزښت اقتصادي زیان اړوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمښت لامل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ هم دا بندیزونه د منلو وړ نه دي بللي.

په ایران کې درې افغان کډوال په سمندر کې ډوب شوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱
په ایران کې درې افغان کډوال په سمندر کې ډوب شوي
100%

د ایران د نوشهر ولسوالۍ د ژغورنې د ادارې مشر ویلي چې درې افغان کډوال د چهارشنبې په ورځ د دې ولسوالۍ د سمندر په ساحل کې ډوب شوي او یو بل کس لا هم ورک دی.

د دغې ادارې مشر، مجتبی شمس، د پنجشنبې په ورځ ویلي چې لږ تر لږه ۱۵ افغان وګړي، سره له دې چې سمندري هوا توپاني او خرابه وه، د نوشهر د ختیځ ساحلي اوبو ته ننوتلي وو.

د هغه په وینا، د ورک شوي کس د موندلو لپاره د ژغورنې او لټون عملیات لا هم دوام لري.

مجتبی شمس ویلي چې د پېښې د قربانیانو عمرونه۱۲، ۱۴ او ۲۵کاله وو.

هغه زیاته کړې چې یاد کسان په داسې ساحلي سیمه کې اوبو ته ورغلي وو چې د خطرناکو سیمو له ډلې شمېرل کېږي او هلته لامبو وهل منع دي.

د ایران د ژغورنې چارواکو له خلکو، په ځانګړي ډول له کډوالو او مسافرو، غوښتي چې د سمندر د خراب وضعیت او د امنیتي سپارښتنو پر مهال له خطرناکو ساحلي سیمو څخه ډډه وکړي، څو د ورته مرګونو پېښو مخه ونیول شي.

امریکایي محکمه: ایلان ماسک به د ۲۰۲۴کال ټاکنو د «یو میلیوني جایزې» قضیو کې شاهدي ورکوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱
امریکایي محکمه: ایلان ماسک به د ۲۰۲۴کال ټاکنو د «یو میلیوني جایزې» قضیو کې شاهدي ورکوي
100%

د امریکا یوې فدرالي محکمې امر کړی چې د نړۍ شتمن ایلن ماسک به د هغو قضیو په اړه تر قسم لاندې شاهدي ورکړي، چې په کې هغه د ۲۰۲۴کال ولسمشرۍ ټاکنو مخکې د رایه‌ورکوونکو د غولولو او د «یو میلیون ډالرو جایزې» د ناسمو وعدو په تور تورن شوی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، قاضي سوزان هایټاور په ټکساس ایالت کې ویلي چې د دې قضیو په اړه باید د ایلن ماسک مستقیمه شاهدي واورېدل شي. دا قضیې هغه ادعاوې څېړي چې ماسک د ټاکنو په مهمو ایالتونو کې رایه‌ورکوونکي د «یوه میلیون ډالرو ورځني قرعه‌کشي» په نوم ګمراه کړي دي.

مدعیان وایي چې ماسک او د هغه سیاسي ډلې د خلکو څخه غوښتنه کړې وه چې د امریکا د اساسي قانون د ملاتړ لپاره یو عریضه لاسلیک کړي، خو د دوی په وینا خلکو ته ویل شوي وو چې هره ورځ به د یو میلیون ډالرو ګټونکي په «تصادفي ډول» ټاکل کېږي، حال دا چې دا پروسه رښتینې قرعه‌کشي نه وه.

په دوسیو کې دا هم ادعا شوې چې ګټونکي په حقیقت کې تصادفي نه، بلکې د دې لپاره ټاکل شوي وو چې د ماسک د سیاسي کمپاین لپاره ښه تبلیغ کوونکي شي.

قاضي هایټاور په خپل ابتدایي پرېکړه کې ویلي چې دا لا روښانه نه ده چې ماسک په دې څرګندونو کې بې‌احتیاطي کړې که نه، خو دا پوښتنه جدي ده چې ایا خلکو ته د «تصادفي انتخاب» په اړه ورکړل شوې وعده قانوني تخلف ګڼل کېدای شي که نه.

د محکمې د اسنادو له مخې، د ماسک د سیاسي کمپاین یو مسول هم په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د ماسک د بیان له لارې «حیران شوی و» او دا موضوع د مخکې له حقوقي مشورو سره سم نه وه طرح شوې.

بل قاضي به وروسته پرېکړه وکړي چې ایا دا قضیه په بشپړ ډول مخته ولاړه شي که نه، او همدارنګه د قضیې د لغوه کولو غوښتنه به هم تر ارزونې لاندې وي.

ایلان ماسک، چې د نړۍ د تر ټولو شتمن کس په توګه پېژندل کېږي، د ټیسلا او سپېس‌ایکس شرکتونو مالک هم دی او د امریکا په ۲۰۲۴ټاکنیز بهیر کې یې سیاسي فعالیتونه پراخ بحثونه راپورته کړي وو.

انالینا بیربوک: ۴۰ سلنه له جګړې وتلي هېوادونه بېرته د شخړو له ګواښ سره مخ کېږي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۱
انالینا بیربوک: ۴۰ سلنه له جګړې وتلي هېوادونه بېرته د شخړو له ګواښ سره مخ کېږي
100%

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشره انالینا بیربوک وایي چې د شخړو مخنیوی او د سولې جوړونه باید له پراخ نړیوال ملاتړ سره پیاوړي شي، ځکه په وینا یې نږدې ۴۰ سلنه له جګړې وتلي هېوادونه په پنځو کلونو کې بېرته د شخړو له ګواښ سره مخ کېږي.

بیربوک په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د سولې د جوړونې کمیسیون د راپور د ارزونې پر مهال یې ټینګار وکړ چې د شخړو له رامنځته کېدو وړاندې د مخنیوي هڅې تر ټولو مهم رول لري، خو دا برخه لا هم د نړیوالې پاملرنې او تمویل له کمښت سره مخ ده.

هغې ویلي چې د وروستیو معلوماتو له مخې، د جګړو له پای ته رسېدو وروسته نږدې ۴۰ سلنه هېوادونه په پنځو کلونو کې بېرته شخړو ته ستنېږي، په داسې حال کې چې د بشري مرستو تمویل هم په چټکۍ کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرې زیاته کړې چې له مرکزي اسیا نیولې تر لایبریا، کولمبیا او د مرکزي افریقا جمهوریت پورې، د ملګرو ملتونو د سولې جوړونې هڅې ښيي چې د ډیپلوماسۍ، ملي مالکیت او دوامدارو پانګونو په وسیله مثبتې پایلې ترلاسه کېدای شي.

هغې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د سولې جوړونې او د شخړو د مخنیوي هڅو ته لا ډېر تمرکز او ملاتړ ورکړي.