• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جنسي تېري تورن افغان پناه‌غوښتونکی وايي په افغانستان کې یې له برتانوي پوځ سره کار کاوه

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۵۳ GMT+۱

۲۹کلن افغان پناه‌غوښتونکی بکتاش سلطاني چې په برېتانیا کې په خپل اپارتمان کې پر دوو ۱۴ کلنو نجونو د جنسي تېري په تور محاکمه کېږي، د چهارشنبې په ورځ یې په محکمه کې شاهدي ورکړه.

هغه وويل، چې د طالبانو له منګولو څخه د تېښتې دمخه يې اووه کاله په افغانستان کې د برتانوي پوځ لپاره کار کړی دی. د قضیې د څارنوالانو په وینا؛ د تېرکال په ډسمبر میاشت کې د پېښې پرمهال دواړه نجونې ۱۴ کلنې وې.
د څارنوالانو په وینا؛ نجونې د الکول څښلو له امله هغه مهال «کله په هوش او کله ناکله د بې‌هوشۍ» په حال کې وې او تورن د دوی له حالت څخه ګټه پورته کړه؛ ترڅو جنسي تېری پرې وکړي. ویل شوي، چې بکتاش سلطاني تر دې وړاندې په خپل اپارتمان کې نجونو ته «ووډکا» ورکړې وه.
خو تورن چې په محکمه کې یې د ژباړونکي په مرسته شاهدي ورکړه، دغه تورونه رد کړل او ویې ویل، چې د پېښې پرمهال یې «د نه کنټرولېدونکي خوب» احساس کاوه او د یو څه وخت لپاره ویده شو.
د هغه مدافع وکیل د دغه پوښتنې په ځواب کې چې ایا چا ورسره څه کړي دي یا هغه کولی شي ووایي، چې نجونو هغه مهال څه کول وویل چې هغه په ​​بشپړ ډول په هوش کې نه‌و؛ نو هغه نه‌شي کولی په‌دې اړه څه ووایي.
بکتاش سلطاني وړاندې محکمې ته ویلي و، چې په ۲۰۲۲کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هغه د پناه غوښتونکي په توګه برېتانیا ته ولاړ. هغه وويل، چې برېتانيا ته تر راتګ وړاندې يې اووه کاله د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې له برتانوي پوځ سره کار کړی او له همدې امله اړ شو چې خپل هېواد پرېږدي.
هغه زیاته کړه، چې پخوا له خپلې مور او خویندو سره په یوه هوټل کې اوسېده. د خپل ځان د دفاع په یوه بله برخه کې تورن وویل، چې تر پېښې شاوخوا درې میاشتې دمخه یې د دغه نجونو له ډلې له یوې سره د رستورانت بهر ولیدل او نجلۍ ورته ویلي و چې ۱۸ کلنه ده. د بکتاش سلطاني په وینا؛ دوی وروسته په سنپ چټ خواله رسنۍ کې په اړیکه کې وو.
هغه د پېښې د ورځې په اړه وویل، چې د نجلۍ له پرله‌پسې پیغامونو او په سنپ چټ کې تر زنګ وروسته یې ومنله، چې له هغې او بلې نجلۍ سره وګوري. هغه ټینګار وکړ، تر یادې پېښې یې فکر کاوه چې نجونې ۱۸ یا ۱۹ کلنې دي.

ترویج لرونکی

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې
۱

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۲

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۳
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۴

نادرا ته د افغان کډوالۍ کارتونو لغوه کولو تر ۲۶زره ډېرې غوښتنې رسېدلې دي

۵

پاکستان: له طالبانو سره د ډیپلوماسۍ د بیا پیل لپاره د باور وړ ژمنو ته اړتیا ده

•
•
•

نور کیسې

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۲۳ GMT+۱
برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی
100%

د برېتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې پخواني مشر توبیاس الوود له طالبانو سره د تعامل غوښتنه کړې ده. هغه خبرداری ورکړی، چې د افغانستان دوامداره انزوا به یوازې د داعش په څېر ډلو ته ګټه ورسوي او د چین نفوذ به لا پراخ کړي.

د هغه په باور؛ له لرې واټن څخه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی. دغه ښي اړخی برتانوي سیاست‌وال چې درې کاله مخکې یې ویلي و، افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اوس تر پخوا ښه وضعیت لري؛ د ټېلیګراف ورځپاڼې په یوه مقاله کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان دوامداره انزوا د برېتانیا ګټې نه تامینوي.

ښاغلي الوود ټینګار کړی، د طالبانو د مشر له هغو فرمانونو سره چې د ښځو او نجونو پرضد صادر شوي؛ یوازې له لرې واټن غبرګون ښودل او فریاد کول د طالبانو پر سیاستونو هېڅ اغېز نه‌لري. د هغه په وینا؛ برېتانیا باید د لویو ناورینونو د مخنیوي لپاره فعاله ډیپلوماسي خپله کړي.

د برېتانیا د پوځ دغه پخواني افسر ویلي، په افغانستان کې شل کلن پوځي حضور چې مېلیاردونه ډالر پرې ولګېدل او ۴۵۷ برتانوي سرتېري په‌کې ووژل شول؛ په پای کې له ماتې سره مخ شو او طالبان بیا واک ته ورسېدل.

الوود زیاته کړه، چې سخت فقر، د کاري فرصتونو نشتوالی او د افغانستان د ۴۰ مېلیونه وګړو نهیلي، د داعش خراسان څانګې د جلب او جذب شبکې پیاوړې کوي او اروپا ته د کډوالۍ څپه هم پراخوي.

د برېتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې پخواني مشر خبرداری ورکړی، چې د افغانستان له پامه غورځول به چین ته د لا ژور نفوذ زمینه برابره کړي او بیجېنګ د دغه هېواد له بډایه کاني سرچینو ګټه اخلي.
هغه د امریکا د سناتور جان مک‌کېن تجربې ته په اشارې سره چې له کلونو جګړې وروسته یې امریکا د ویتنام سره تعامل ته هڅولې وه وویل، چې ډیپلوماسي د طالبانو د ادارې د تایید یا په رسمیت پېژندلو معنا نه‌لري.

د برېتانیا د پارلمان دغه پخواني غړي په خپله مقاله کې لیکلي، چې د طالبانو په اداره کې بېلابېل نظرونه شته. د هغه په وینا؛ په داسې حال کې چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده ته نږدې سختدریځي د هېواد له انزوا خوښ ښکاري، خو د وزارتونو ځینې نور چارواکي د اقتصاد د ژغورلو لپاره د نړۍوال تعامل پر اهمیت پوهېږي.

هغه ټینګار کړی، چې د کابل په اړه د لوېدیځ اوسنۍ تګلاره به نه اخلاقي موخې پوره کړي او نه هم واقع‌بینه ده او برېتانیا باید خپل سفارت په کابل کې بېرته پرانیزي. توبیاس الوود په ۲۰۲۳کال کې د طالبانو په ستاینه تر یوې جنجالي څرګندونې وروسته، د برېتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې د مشرۍ له دندې استعفا ته اړ شو.
نوموړي هغه مهال ویلي و، چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د جمهوریت دورې پرتله ښه وضعیت لري او تر یوه بریده ثبات ته رسېدلی دی. الوود اوس په داسې حال کې له طالبانو سره د تعامل غوښتنه کوي، چې د ماشومانو د حقونو یو بنسټ د ۲۰۲۶کال د راپور له مخې؛ افغانستان د طالبانو د ادارې د پرېکړو تر سیوري لاندې د نړۍ د ۱۹۴ هېوادونو په منځ کې د ماشومانو د حقونو د رعایت له پلوه تر ټولو بد وضعیت لري.

طالبانو په پنجشېر کې ملا یحیی عنابي نیولی

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۲۶ GMT+۱
طالبانو په پنجشېر کې ملا یحیی عنابي نیولی
100%

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د پنجشېر ولایت مشهور او جنجالي دیني عالم، ملا یحیی عنابي، نیولی دی. د سرچینو په وینا، نوموړی وروسته له هغې د پنجشېر د عنابې ولسوالۍ په مرکز کې ونیول شو چې د هغه د مدرسې د زده‌کوونکو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوه.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳مه، شاوخوا د ماسپښین په یوه بجه د عنابې ولسوالۍ په عنابي مدرسه کې د وره ترڅنګ شوې ده.

سرچینې وایي، شخړه هغه مهال پیل شوه چې ملا یحیی عنابي او د هغه یو شمېر زده‌کوونکو د مدرسې ترڅنګ د بوټانو د ترمیم د یوې غرفې د لرې کولو غوښتنه وکړه، ځکه د دوی په وینا دغه غرفه «مشکوکه» وه. د سرچینو په خبره، وروسته له هغې چې طالب ځواکونه سیمې ته ورسېدل، د مدرسې د زده‌کوونکو او طالبانو ترمنځ نښته وشوه.

په ورته وخت کې د امرالله صالح په مشرۍ «زرغون بهیر» هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له حضور وروسته د مدرسې د زده‌کوونکو او طالب ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

ملا یحیی عنابي د پنجشېر له پېژندل شویو دیني عالمانو څخه دی، چې په وروستیو کلونو کې د خپلو جنجالي ویناوو او دریځونو له امله څو ځله د رسنیو او ټولنیزو شبکو د پام وړ ګرځېدلی دی.

نوموړی د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته کله د طالبانو د نږدې روحاني په توګه او کله هم د پنجشېر په اړه د دې ډلې د ځینو کړنو د منتقد په توګه یاد شوی دی.

د یحیی عنابي څرګندونې، په ځانګړي ډول د ښځو، شیعه‌ګانو، د طالبانو د منتقدانو او د شریعت د پلي کېدو په اړه، څو ځله په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. سره له دې، نوموړي په ځینو مواردو کې د طالبانو پر ځینو کړنو هم نیوکې کړې دي.

تر اوسه طالبانو د ملا یحیی عنابي د نیول کېدو او د یادې پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د امریکا نوترډام پوهنتون د افغان ښځو له انلاین پوهنتون سره هوکړه وکړه

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۲ GMT+۱
د امریکا نوترډام پوهنتون د افغان ښځو له انلاین پوهنتون سره هوکړه وکړه
100%

د امریکا د نوتردام پوهنتون د یوې هوکړې په لاسلیکولو سره د افغان ښځو له انلاین پوهنتون څخه خپل رسمي ملاتړ اعلان کړ، چې دا ګام په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره د لوړو زده‌کړو د پیاوړتیا په لاره کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

دغه همکاري د دغه امریکایي پوهنتون د «کیو د نړیوالو چارو پوهنځي» او د ښځو د انلاین پوهنتون ترمنځ شوې ده ترڅو هغو ښځو ته د زده‌کړو لا زیات فرصتونه برابر کړي چې په وروستیو کلونو کې له پراخو بندیزونو سره مخامخ دي.

د ښځو آنلاین پوهنتون چې په ۲۰۲۲ کال کې تاسیس شوی چې په لنډ وخت کې د افغان ښځو لپاره د انلاین زده‌کړو په یو تر ټولو لوی مرکز بدل شوی دی.

دغه پوهنتون تر اوسه پورې په ۱۶ بېلابېلو څانګو کې له ۲۰ زرو څخه زیاتو محصلانو ته تعلیمي خدمات وړاندې کړي دي او په هره اونۍ کې نږدې ۸۰۰ درسي ټولګي تنظیموي. د اکاډمیکو زده‌کړو ترڅنګ، محصلانو ته د رواني روغتیا د خدماتو وړاندې کول هم د دغه بنسټ د فعالیتونو یوه مهمه برخه ده.

د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، دواړه پوهنتونونه به د ګډو درسي پروګرامونو د جوړولو، د ګډو تحصیلي اسنادو د ورکولو، د څېړنیزو پروژو د پلي کولو او د علمي سرچینو د تبادلې په برخه کې همکاري وکړي. د کیو د نړیوالو چارو د پوهنځي مشرې مري ګلګر په دې اړه وویل، دغه همکاري په داسې شرایطو کې د تعلیمي فرصتونو او د علمي ټولنې په ساتلو کې مرسته کوي چې زده‌کړو ته لاسرسی له سختو محدودیتونو سره مخ دی.

هغې زیاته کړه چې افغان زده‌کوونکي په بې ساري همت سره خپلې زده‌کړې پرمخ وړي او دا هڅې د ملاتړ وړ دي.

د ښځو د انلاین پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیالې عادلې زماني وویل، په داسې وخت کې چې د افغانستان ډېری نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي، دغه پوهنتون د هغوی د وړتیاوو د لوړولو او پیاوړتیا په یو مناسب بستر بدل شوی دی. بلخوا، په نوتردام پوهنتون کې د سولې او پرمختګ لپاره د افغانستان د پروګرام مسوول عارف دوستیار دا همکاري د افغان ښځو څخه د نړیوالې علمي ټولنې د ملاتړ یوه ښکاره نښه وبلله.

د چارواکو په وینا، دا ګډ پروګرام به د روان کال له مني څخه په رسمي ډول پیل شي.

دا همکاري په داسې حال کې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د ښوونځي او پوهنتون له زده‌کړو منع کړې دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې دا بندیز په کلني ډول د ۸۴ میلیونه ډالرو په ارزښت اقتصادي زیان اړوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمښت لامل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ هم دا بندیزونه د منلو وړ نه دي بللي.

احمد مسعود: افغانان د بې‌عدالتۍ او ځپنې تر سیوري لاندې دي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۰۱ GMT+۱
احمد مسعود: افغانان د بې‌عدالتۍ او ځپنې تر سیوري لاندې دي
100%

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وایي چې افغانان دا مهال د ځپنې، محرومیت او بې‌عدالتۍ تر سیوري لاندې ژوند کوي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د خلکو د ازادۍ، عدالت، انساني کرامت او د ولس د ارادې د حاکمیت لپاره به خپلې مبارزې او ژمنې ته دوام ورکړي.

د محرم د لسمې ورځې یا عاشورا په مناسبت په خپاره شوي پیغام کې، مسعود ویلي چې د امام حسین پاڅون د ظلم پر وړاندې د درېدو، ویښتیا او زړورتیا درس ورکوي.

هغه لیکلي چې عاشورا د دې حقیقت یادونه کوي چې هېڅ زور او استبداد د انسان عزت نه شي تر پښو لاندې کولی او د ظلم پر وړاندې درېدل یوازې یو انتخاب نه، بلکې «ایماني، انساني او تاریخي مسوولیت» دی.

د مقاومت جبهې مشر ویلي چې امام حسین په خپلې مبارزې ثابته کړه چې حق، که هر څومره یوازې هم وي، حق پاتې کېږي او باطل، که د قدرت پر ګدۍ هم ناست وي، بیا هم باطل دی.

مسعود د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې ویلي چې د عاشورا پیغام نن هم د افغانانو لپاره د مسوولیت، ویښتیا او د ظلم پر وړاندې د مقاومت الهام‌بښونکی پیغام لري.

هغه زیاته کړې: «عزت هغه وخت مانا پیدا کوي چې انسان د ظالم د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د حق ملاتړ وکړي.»

مسعود په پای کې د امام حسین او د هغه د ملګرو یاد تازه کړی او د ازادۍ، عدالت، انساني کرامت او د افغانستان د خلکو د ارادې د حاکمیت لپاره یې پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی.

طالبان: په ننگرهار، کونړ او بغلان کې د اوبو او حفظ‌الصحې نوې پروژه پلي کېږي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۱۰ GMT+۱
طالبان: په ننگرهار، کونړ او بغلان کې د اوبو او حفظ‌الصحې نوې پروژه پلي کېږي
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي چې د نړیوالې سرې میاشتې له فدراسیون سره په همغږۍ د اوبو، حفظ‌الصحې او لومړنیو مرستو د څلور کلنې پروژې د تطبیق پر چارو خبرې شوې دي، چې موخه یې په ننگرهار، کونړ او بغلان ولایتونو کې د روغتیايي خدماتو ښه‌والی دی.

د افغاني سرې میاشتې د معلوماتو له مخې، دا همغږۍ ناسته د پنجشنبې په ورځ ترسره شوې، چې پکې د دې ادارې عملیاتي مرستیال مولوي روح‌الله عبدالسلام، د نړیوال فدراسیون استازي دغه پروژه د بشري خدماتو د ښه تطبیق لپاره مهمه بللې.

هغه زیاته کړې چې د اوبو، حفظ‌الصحې او لومړنیو مرستو څلور کلنه پروژه به د خلکو د روغتیايي وضعیت په ښه کولو، د ناروغیو په مخنیوي او د اساسي روغتیايي اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، نوې پروژه به د پخوانۍ پروژې د تجربو پر بنسټ عملي شي، څو لا زیاتې اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راشي.

د معلوماتو له مخې، دا څلور کلنه پروژه د فنلنډي سرې صلیب په ملاتړ په ننگرهار، کونړ او بغلان ولایتونو کې پلي کېږي، چې هدف یې د اوبو او حفظ‌الصحې خدماتو ښه کول او د زیانمنو ټولنو د روغتیايي وضعیت پیاوړتیا ده.