سرچینې وایي، د محرم له لومړۍ ورځې سره سم د کندهار ښار په مهمو واټونو، څلورلارو او د شیعه مېشتو سیمو شاوخوا د طالبانو پوځي حضور پراخ شوی و. د طالبانو ځواکونو د خلکو تګراتګ تر جدي څار لاندې راوستی و، د حسینیه مراسمو او جوماتونو پر ورننوتونکو یې پلټنې کولې.
د راپورونو له مخې؛ طالبانو یوازې په محدودو تکیهخانو او جوماتونو کې د مذهبي مراسمو د ترسره کېدو اجازه ورکړې وه، خو سړکونو ته د ماتم کوونکو پر راوتلو، د سینهوهلو، د نوحو د عامه مراسمو او د مذهبي غونډو اجازه نهوه ورکړل شوې.
همدارنګه د محرم، تورو او شنو بېرغونو او نورو مذهبي نښو د نصبولو مخه هم نیول شوې وه. سرچینې وایي، په ځینو سیمو کې هغه بېرغونه چې خلکو د خپلو کورونو، هټیو او حسینيه «تکیهخانو» مخې ته لګولي وو د طالبانو لهخوا راټول شوي او خلکو ته سپارښتنه شوې وه چې مذهبي مراسم یوازې د عبادت ځایونو دننه ترسره کړي.
ځینې سیمهییزې سرچینې وايي، چې د مراسمو پر ګډون هم محدودیتونه وو او یوازې د سیمې اوسېدونکو ته حسینيه مراسمو ته د ننوتو اجازه ورکول کېده. د همدې سرچینو په وینا؛ د نورو سیمو خلکو او همدارنګه د سني مسلمانانو لهخوا د مراسمو د لیدنې او ګډون مخه هم نیول شوې وه.
د کندهار د لومړۍ ناحيې یو اوسېدونکی وایي: «سږ کال د محرم مراسم د تېرو کلونو په شان ډېر محدود وو، د سړکونو پر سر د سینهوهلو، د ماتم کوونکو پر راوتلو او نورو دودیزو مراسمو محدودیتونه لګول شوي وو. موږ اړ وو چې خپل ټول مراسم د حسینیه او امام بارګاوو دننه ترسره کړو».
د طالبانو له لوري دغه اقدامات د امنیت د ټینګښت او د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره بلل شوي؛ خو د شیعه ټولنې یوشمېر غړي او مدني فعالان باور لري چې دغه محدودیتونه د مذهبي ازادۍ د محدودېدو لامل شوي دي.
کندهار کې د شیعه علماوو او ټولنیزو فعالانو لهخوا د محرم له پیل مخکې غوښتنه شوې وه، چې د ماتم کوونکو امنیت دې خوندي شي او خلکو ته دې اجازه ورکړل شي چې خپل مذهبي مراسم له وېرې او محدودیت پرته ترسره کړي.
که څه هم د عاشورا ورځ په کندهار کې له کومې لویې امنیتي پېښې پرته پای ته ورسېده؛ خو د مراسمو فضا د تېرو کلونو پرتله تر ډېره محدوده او د سختو امنیتي تدابیرو تر اغېز لاندې وه.
کندهار له هغو ولایتونو څخه دی، چې د محرم او عاشورا پرمهال یې امنیتي ګواښونه تجربه کړي دي. که څه هم په وروستیو کلونو کې د عاشورا پرمهال کوم لوی برید نهدی ثبت شوی؛ خو د ۲۰۲۱کال خونړی برید لاهم د خلکو په ذهنونو کې ژوندی دی او همدا لامل ګڼل کېږي، چې هر کال د محرم پرمهال امنیتي تدابیر سختېږي.
د ۲۰۲۱کال د اکتوبر په ۱۵مه د جمعې لمانځه پرمهال د کندهار ښار د فاطمیې جومات (امام بارګاه) دننه څو ځانمرګو بریدګرو برید وکړ. بریدګرو لومړی د جومات ساتونکي په نښه کړل او وروسته یې د لمونځ کوونکو ترمنځ ځانمرګي بریدونه ترسره کړل.
په دغه برید کې لږترلږه ۶۰ کسان ووژل شول او تر ۷۰ ډېر نور ټپیان شول. د برید مسوولیت داعش خراسان ډلې پر غاړه واخیست. له همدې برید وروسته د محرم او عاشورا د مراسمو پرمهال امنیتي تدابیر هر کال لاپسې سخت شوي دي؛ خو د شیعه ټولنې یوشمېر غړي وايي، د امنیت د ټینګښت ترڅنګ باید د هغوی د مذهبي مراسمو د ازاد او خوندي ترسره کېدو حق هم خوندي شي.