• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له شماله تر لغمانه؛ ازادۍ جبهه وایي چې جنګیالي یې په ختیځو ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۱

د طالبانو مخالفې ډلې، ازادۍ جبهې اعلان کړی چې د طالبانو پر وړاندې د خپلو چریکي بریدونو د پراخولو او پر دغې ډلې د پوځي فشارونو د زیاتولو په موخه یې خپل وسله وال ځواکونه په ختیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه په لغمان کې ځای پر ځای کړي دي.

د دغې جبهې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی ځواکونه په دغو سیمو کې د نویو پوځي عملیاتو د پیلولو لپاره پوره چمتووالی لري.

د ازادۍ جبهې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دوی مبارزان په سپکو او درنو وسلو سمبال دي او د پرمختللو چریکي تاکتیکونو په کارولو سره پر پوځي مرکزونو، پوستو، غونډو او د طالبانو پر لېږدوونکو کاروانونو د ناڅاپي او غافلګیرانه بریدونو پلانونه لري.

دغه راز په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د دوی ځواکونه اوسمهال په لغمان، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې شتون لري او په ډېری ولسوالیو کې یې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

دغه جبهې د یوه ډله پټ مخو وسله‌والو ویډیو هم خپره کړې چې ادعا کوي په لغمان کې د دوی جنګیالي دي او طالبانو ته ګواښ کوي چې په دغه ولایت کې به پرې خپل بریدونه پراخ کړي.

یادې جبهې د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه د ختیځو سیمو له اوسېدونکو مننه کړې چې له دوی سره یې د معلوماتو په شریکولو، پر وخت د وضعیت په اړه په خبرولو او نورو برخو کې صادقانه همکاري کړې ده.

د ازادۍ جبهې ویلي چې د خلکو دغه ملاتړ د سیمې د وضعیت د درک کولو او د دوی د پوځي پلانونو په پرمخ وړلو کې خورا مهم رول لوبولی دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په پای کې ټینګار کړی چې دغه جبهه د ټولنې له منځه راپورته شوې او په ټولو خلکو پورې تړاو لري. د دوی په وینا، د هېوادوالو باور او ملاتړ د هغو رزمندګانو اصلي پشتوانه ده چې په دې ملي مبارزه کې خپل ځانونه قرباني کوي او له همدې امله یې له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې په دې لاره کې خپله ملي وجیبه ترسره کوي.

تر اوسه طالبانو د ازادۍ جبهې د دغه ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۴
ځانګړی

د باغران بزګر په ارګو کې؛ د افغانستان د کوکنارو د کر جغرافیا په حرکت کې ده

۵

د امریکا سترې محکمې د پناه غوښتنې په قضیه کې د ټرمپ د حکومت په ګټه پرېکړه کړې

•
•
•

نور کیسې

د یوناما پخوانۍ مشرې د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو د افغان ښځو د ملاتړ غوښتنه وکړه

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۱
د یوناما پخوانۍ مشرې د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو د افغان ښځو د ملاتړ غوښتنه وکړه
100%

د یوناما پخوانۍ مشرې روزا اوتونبایوا د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغوی د وضعیت په وړاندې بې‌تفاوته پاتې نشي. نوموړې وویل، په افغانستان کې ښځې او نجونې له زده‌کړو، کاره او د ازاد تګ راتګ له حقه بې‌برخې شوې دي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د ښځو مجمع د جمعې په ورځ، د چنګاښ په پنځمه، د غړو هېوادونو د استازو، نړیوالو چارواکو او د ښځو د چارو د یو شمېر کارپوهانو په ګډون غونډه وکړه. په دې غونډه کې د سیاست، اقتصاد، امنیت او ټولنیز پرمختګ په برخو کې د ښځو د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وشو.

د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشرې او په کابل کې د یوناما پخوانۍ مشرې روزا اوتونبایوا هم په دې غونډه کې ګډون کړی و او د شخړو په حل کې د ښځو د رول، بشري امنیت، اقتصادي پرمختګ او د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه یې وینا وکړه.

رووزا اوتونبایوا په دغه غونډه کې وویل: «نن په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي وروسته خپلو زده کړو ته دوام نه شي ورکولای. ښځې له کار، پارکونو او ورزشي سالونونو ته له تګ او له محرم پرته له سفر کولو محرومې دي. دا ښيي چې محافظه کارو لارو ته بېرته ستنېدل په ډېرې چټکۍ سره رامنځته کېږي.»

نوموړې په افغانستان کې د خپل ماموریت یادونه وکړه او ویې ویل، د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګېدلو محدودیتونو اغېزې یې له نږدې لیدلې دي.

د شانګهای همکارۍ سازمان چې په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی نړیوال او سیمه ییز سازمان دی چې لس اصلي غړي لکه بلاروس، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان لري. همدارنګه اذربایجان، ارمنستان، افغانستان، بحرین، مصر، کمبودیا، قطر، کوېټ، لاوس، مالدیف، مغولستان، میانمار، نیپال، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، ترکیه او سریلانکا د «شریکانو» په توګه له دې سازمان سره تعامل لري.

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۲ GMT+۱
په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی
100%

د افغانستان له شمال‌ختیځ څخه سرچینو د بدخشان ولایت په درواز سیمه کې د طالبانو د ناراضه قوماندان جمعه خان فاتح د پوځي تحرکاتو د زیاتوالي خبر ورکوي. باوري سرچینې وايي چې نوموړي په نسي ولسوالۍ کې له خلکو سره پراخې لیدنې کړې او خپلو کسانو ته د تیارسئ امر کړی دی.

د سرچینو په وینا، جمعه خان فاتح خپلې دودیزې اډې ته له ستنېدو وروسته، په سیمه کې خپل حضور زیات کړی او هممهاله یې د تر امر لاندې کسانو پوځي ځای پر ځای کول او پوځي چمتوالی هم زیات کړی دی؛ هغه اقدام چې د هر ډول احتمالي تحول لپاره د نوموړي د چمتووالي څرګندونه کوي.

د کابل د وړاندیز ردول

جمعه خان فاتح ته نږدې سرچینې وایي چې له هغه سره د خبرو اترو او د وړاندیزونو د وړاندې کولو هڅې شوې دي، خو د طالبانو دغه قوماندان واک ته هر ډول بېرته ستنېدل رد کړي دي.

دوو سرچینو چې په دې وروستیو کې یې له هغه سره په حضوري توګه لیدلي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې جمعه خان فاتح د دغو وړاندیزونو په ځواب کې ویلي دي: «زه په خپل کور کې یم، دنده نه غواړم، همدا دلته اوسېږم. لومړی ډز هم زه نه کوم.»

د دغو سرچینو په وینا، هغه په ورته مهال خپل ځواکونه د تیارسئ په حالت کې ساتلي او له پوځي او تدارکاتي پلوه بشپړ چمتووالی لري.

سرچینې زیاتوي چې جمعه خان فاتح په دې باور دی چې د بدخشان د غرنۍ او سختې جغرافیې له امله، په کابل کې مېشت د طالبانو ځواکونه به په اسانۍ سره ونه شي کړای د هغه د سنګرونو پر وړاندې بریالي عملیات ترسره کړي.

جمعه خان فاتح د افغانستان په شمال‌ختیځ کې د طالبانو له نفوذ لرونکو قوماندانانو څخه ګڼل کېږي. نوموړی د خپلو پلویانو ترمنځ په «د دروازونو فاتح» شهرت لري. فاتح په وروستیو اونیو کې په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه سره د سیمه ییزو سرچینو او د سرو زرو د کانونو د مدیریت پر سر د اختلافاتو له جدي کېدو وروسته، د زابل ولایت له مرستیالۍ څخه ګوښه کړل شو.

شنونکي په دې باور دي چې له کومې بدیلې دندې پرته د هغه لیرې کول، د طالبانو له واکمن جوړښت څخه د غیرپښتون قومندانانو د څنډې ته کولو د لړۍ یوه برخه ده.

بدخشان ته د هغه له ستنېدو او د ځواکونو له چمتووالي سره هم‌مهاله، د کابل او دغه ناراضي قومندان ترمنځ د احتمالي نښتې اندېښنې زیاتې شوې دي؛ خو په کابل کې د طالبانو رسمي چارواکو تر اوسه په‌دې اړه څه نه دي ویلي.

امسو: طالبانو په کابل کې د عاشورا د مراسمو د خبري پوښښ پر مهال خبریالان نیولې دي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۲۴ GMT+۱
امسو: طالبانو په کابل کې د عاشورا د مراسمو د خبري پوښښ پر مهال خبریالان نیولې دي
100%

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په کابل کې د عاشورا د مراسمو د رخبري پوښښ پر مهال د طالبانو له لوري د یوې ښځینه خبریالې او د هغې د همکارانو نیول غندلي. دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نیول شوي خبریالان له ګواښونو او ناوړه چلند وروسته خوشې شوي دي.

امسو د ښځینه خبریالې د خوندیتوب په نوم د هغې نوم نه دی اخیستی، خو وایي چې له دغې ښځینه خبریالې سره د «نامحرم تصویر اخیستونکې» په پلمه ناوړه، وېروونکی او ګواښونکی چلند شوی دی.

امسو دغه ډول چلند په کلکه غندلی او د رسنیو پر فعالیتونو د بې‌ځایه محدودیتونو لګول یې د بیان د ازادۍ او معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي د حق ښکاره نقض بللی دی.

دغه سازمان زیاتوي چې یو شمېر خبریالان په سیستماتیک ډول د شیعه‌و د مذهبي مراسمو له پوښښ څخه منع شوي دي، په داسې حال کې چې مذهبي او کلتوري مراسمو ته پوښښ ورکول د رسنیو د اصلي دندو برخه ده.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان خبرداری ورکړی چې د خبریالانو نیول، ګواښل او رواني فشارونه په هېواد کې د ځان‌سانسورۍ د کچې د لوړېدو لامل ګرځي.

په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو داسې مهال محدودیتونه زیاتېږي چې په دغه هېواد کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته رسنۍ له ژورو بدلونونو او سانسور سره مخ شوې دي.

د بېلابېلو راپورونو له مخې، افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې ۱۷۵م مقام ته لوېدلی، لږ تر لږه څلور خبریالان په بند کې دي او ښځینه خبریالانې د سختو جنسیتي او مذهبي محدودیتونو له امله د خپل کار په چاپیریال کې له مضاعفو ګواښونو سره مخامخ دي.

ریچارټ بېنېټ: اروپا ته د طالبانو د سفر لار هوارول د افغان ښځو پر مخ د څپېړې وهل دي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۷ GMT+۱
ریچارټ بېنېټ: اروپا ته د طالبانو د سفر لار هوارول د افغان ښځو پر مخ د څپېړې وهل دي
100%

ریچارډ بېنېټ افغانستان انټرنشنل ته وویل، د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو د هڅو په چوکاټ کې اروپا ته د طالب چارواکو سفر له دغې ډلې سره د اړیکو په عادي کولو کې مرسته کوي. بېنېت وایي، دا ګام د هغو افغان ښځو پر مخ څپېړه ده چې غږونه یې چوپ کړل شوي دي.

ښاغلي بېنېټ بروکسل ته د طالبانو د پلاوي وروستي سفر او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له استازو سره د هغوی لیدنو ته په اشارې سره وویل، دا اقدام چې د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر اسانولی شي، خورا د اندېښنې وړ دی.

بېنېت د جمعې په ورځ، د جنګاښ پر ۵مه له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې وویل:«طالبانو ته د افغانستان د واکمنانو په توګه باید مشروعیت ورنه‌کړل شي. اوس مهال یو ډول عادي کول روان دي او هېوادونه باید په دې برخه کې په احتیاط سره عمل وکړي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي زیاته کړه، اروپا ته د طالبانو بلنه «لازمي او هوښیارانه» نه وه او له دغې ډلې سره هر ډول تعامل باید د روښانه اصولو او معیارونو پر بنسټ ترسره شي.

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د بندیزونو راپورونه د حقیقتونو یوازې یوه وړه برخه ده

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۲ GMT+۱
ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د بندیزونو راپورونه د حقیقتونو یوازې یوه وړه برخه ده
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض او بندیزونو یوازې یوه وړه برخه رسنیزه کېږي او ښايي د دغه وضعیت اصلي اړخونه خورا پراخ وي.

بېنېټ د جمعې په ورځ، د جنګاښ پر ۵مه، له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د ښځو، نجونو، لږکیو او د بشري حقونو د مدافعانو پر وړاندې د سرغړونو پر زیاتېدو اندېښنه او له طالبانو څخه ځواب ویلو غوښتنه وکړه. د هغه په وینا، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د خرابېدو په لور روان دی او ښځې او نجونې تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې دي.

بېنېټ په‌ دې مرکه کې اشاره وکړه چې خبریالان او د بشري حقونو فعالان هم له سختو محدودیتونو سره مخ دي او توکمیز اقلیتونه د طالبانو په واکمنۍ کې له تبعیض او محرومیت څخه کړېږي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي دغه راز په تېرو څه باندې دوو کلونو کې افغانستان ته د خپل سفر ممنوعیت ته په اشارې سره وویل، د طالبانو له خوا رامنځته شوي شدید سانسور د بشري حقونو د قضیو مستند کول او ثبتول خورا پېچلي کړي دي. ریچارډ بېنټ زیاته کړه، هغه څه چې په افغانستان کې د محدودیتونو او بشري حقونو د نقض په اړه راپور کېږي، ښايي یوازې د «یخ د غره څرګنده څوکه» وي او لویه برخه یې لا هم له نړۍ پټه پاتې ده.