نتنیاهو: په هېڅ ډول شرایطو کې به ایران ته د اټومي بم جوړولو اجازه ورنه کړو

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دغه هېواد د ځمکني پوځ جنګي افسرانو د ۷۵مې دورې فراغت په مراسمو کې ویلي: «که موږ اقدام نه و کړی، ایران به نن د اسراییل د لهمنځه وړلو لپاره اټومي بم جوړ کړی وای».
هغه زیاته کړې، که له ایران سره هوکړه وشي او که ونه شي؛ تر هغه چې دی د اسراییل لومړی وزیر وي ایران به هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نهکړي. نتنیاهو ویلي: «په هېڅ ډول شرایطو کې به ایران ته د اټومي بم جوړولو اجازه ورنه کړو».
هغه همدارنګه ویلي، چې اسراییلي ځواکونه به د اړتیا تر وخته د لبنان په سوېل کې په امنیتي سیمه کې پاتې شي. د هغه په وینا؛ پوځ ته یې لارښوونه کړې، چې د خپلو ځواکونو او د اسراییل د شمالي سیمو د اوسېدونکو پر وړاندې د هر ډول ګواښ د مخنیوي لپاره په بشپړه توګه د عمل ازادي ولري.
