پاکستاني امنیتي ځواکونه د بنو په عملیاتو کې د اووه وسلهوالو د وژلو ادعا کوي

پاکستاني امنیتي ځواکونو ادعا کړې، چې د پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۷ وسله وال وژلي دي. دا ادعا داسې مهال کېږي چې نن د بنو په خوجړي سیمه کې ناپېژاندو وسلهوالو د یوې سیمهییزې خیریه موسسې پر امبولانس ډزې کړي، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي دي.
