• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان په موسی‌خېل کې د زلزلې له امله ۱۹ کسان ټپيان او ۱۲۵ کورونه زيانمن شوي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۳ GMT+۱

د بلوچستان ايالت په موسی‌خېل ولسوالۍ کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان ټپيان شوي او تر ۱۲۵ کورونه زيانمن شوي دي. تر اوسه پورې د تلفاتو راپور نه‌دی ورکړل شوی.

په بلوچستان کې د ناورینونو مدیریت ادارې د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ترلاسه شویو لومړنیو معلوماتو له‌مخې، د جمعې او شنبې په ورځ کې د یادې ولسوالۍ په کنګري سيمه کې د دوو زلزلو په پایله کې څه باندې سلو کورونو ته زیان رسېدلی او یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

د دغې ادارې د لومړنۍ ګډې ارزونې له مخې: «د دواړو زلزلو په پایله کې په ټولیزه توګه له ۱۱۰ څخه تر ۱۲۵ پورې کورونه په جزيي توګه زیانمن شوي او له ۱۸ څخه تر ۱۹ پورې کسان ټپیان شوي دي. تر اوسه پورې د کوم ځاني زیان راپور نه‌دی ترلاسه شوی».

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د ولسوالۍ ادارې له اغېزمنو کسانو سره د سمدستي مرستو چارې پیل کړې دي.

په خېبرپښتونخوا کې د ناورینونو مدیریت ادارې هم ویلي، د شنبې په ورځ د دغه ایالت په شانګله، سوات او نږدې نورو ولسواليو کې هم زلزله شوې، خو تر اوسه د کوم زیان راپور نه دی ترلاسه شوی.

ډېر لیدل شوي

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟
۱

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟

۲

د ارګ د یوه پخواني کارکوونکي یادښت: له طالبانو سره څو میاشتې ماموریت

۳

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۴

ملګري ملتونه: له ښځو سره د اقتصادي مرستو کمېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي خطر دی

۵
شننه

د طالب واکمنۍ پنځم کال؛ له سیاسي حل څخه ناهیلي او د شيندلي پوځي مقاومت ګواښونه