مولوي عبدالحمید: ایران او امریکا دې خپلې ستونزې له اسراییل او لبنان پورې نه تړي

د ایران د زاهدان ښار د اهلسنتو د جمعې امام مولوي عبدالحمید، ویلي چې د ایران او امریکا د ملي ګټو تړل له اسراییل او لبنان سره سمه تګلاره نه ده او دواړه هېوادونه باید لومړی خپلې دوه اړخیزې ستونزې د خبرو له لارې حل او عادي ډیپلوماټیکې اړیکې دې رامنځته کړي.
