• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي شهاب‌الدین دلاور ویلي، امریکایي چارواکو د دوحې د خبرو پر مهال په افغانستان کې د یوې پوځې اډې غوښتنه کړې وه. هغه زیاته کړه، زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی و چې د امریکا په وتلو سره به افغانستان د سوریې په برخلیک اخته شي.

شهاب الدین دلاور د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۶مه په کابل کې یوې ناستې ته وویل، خلیلزاد استدلال کاوه چې د جنرال دوستم او عطا محمد نور په څېر کسانو حضور د امریکا له لوري کنټرول شوی او د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به وضعیت له کنټروله ووځي. هغه همدا راز خبرداری ورکړی و چې ممکن افغانستان د تجزیې په لور لاړ شي.

دلاور زیاته کړه، د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو د وضعیت کنټرول په لاس کې واخیست او لا هم د دوحې په هوکړه لیک کې خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شوي دي.

د دوحې په تړون کې د پټو ضمیمو ردول

دغه طالب چارواکي د دوحې په هوکړه لیک کې هر ډول پټې ضمیمې رد کړې. دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد تر دې وړاندې په دغه تړون کې د ضمیمو شتون تایید کړی و، خو د محتوا په اړه یې جزیات نه وو ورکړي.

شهاب‌الدین دلاور د پټو ضمیمو په اړه زیاته کړه: «د بحث وړ ضمیمې یوازې همدا مورد و چې امریکایي ځواکونه د بېلابېلو ولایتونو ترمنځ د ځای پر ځای کېدو پر مهال هدف ونه ګرځول شي.»

نوموړي په ټینګار سره څرګنده کړه چې د دوحې تړون تر لاسلیک کېدو وروسته، په افغانستان کې د دوی له لوري پر امریکایي ځواکونو هیڅ برید ونه شو او هیڅ امریکایي سرتېری ونه وژل شو.

که څه هم په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې د تړون له لاسلیک وروسته پر بهرنیو ځواکونو د طالبانو مستقیم بریدونه په بشپړ ډول ودرېدل، خو ورسره جوخت د دغې ډلې او د افغانستان د تېر نظام د امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې سختې شوې؛ هغه دوره چې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د درنو تلفاتو ګڼ راپورونه ترې ورکړل شوي وو.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو ویناوو کې څو ځله افغانستان ته د امریکا د احتمالي بېرته ستنېدو او د بګرام هوايي اډې د بیا کارولو احتمال یاد کړی دی.

ترویج لرونکی

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی
۱

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۲

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

۳

له افغانستان نه وروستی وتلی امریکايی پوځي له دندې ګوښه کېږي

۴

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو

۵

په جنسي تېري تورن افغان پناه‌غوښتونکی وايي په افغانستان کې یې له برتانوي پوځ سره کار کاوه

•
•
•

نور کیسې

په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د سېلابونو او غره ښوېدنې له امله ۵ تنه مړه شوي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۱
په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د سېلابونو او غره ښوېدنې له امله ۵ تنه مړه شوي
100%

له پېښو سره د طالبانو د مبارزې چمتووالي ادارې ویلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په کابل، زابل، کندهار، سمنګان، تخار، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې د توپان، سېلابونو او غره ښوېدنې له امله ۵ تنه مړه شوي دي.

د یادې ادارې ویاند یوسف حماد ویلي، چې په دغو پېښو کې ۳۰ کورنه او ۱۵ هټي په نیمه ډول او همدارنګه ۸۶ کیلومتره سړک، د اوبو یوه شبکه او یو پل هم ویجاړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د یادو طبیعي پېښو له امله ۲۲۲۵ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات، ۲۸۵ تختې سولرونه او ۶ عرادي وسایط له منځه تللي دي.

حماد ویلي، د یادو پېښو له امله ۱۹۹ کورنۍ د یادو پېښو له امله زیانمنې شوي دي.

یوسف حماد وايي، د روان کال د وري میاشتې له پیل څخه تردې مهاله د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله ۳۱۴ مړه شوي او ۳۹۷ نور ټپیان شوي دي.

د میلیونونو محرومو ښځ غږ؛ لوبغالي ته د افغانستان د ښځو کرېکټ لوبډلې تاریخي ستنېدل

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۲۵ GMT+۱
د میلیونونو محرومو ښځ غږ؛ لوبغالي ته د افغانستان د ښځو کرېکټ لوبډلې تاریخي ستنېدل
100%

د افغان ښځو د کرېکټ لوبډله له کلونو جلاوطنۍ او د طالبانو له ګواښونو وروسته، برېتانیا ته په خپل تاریخي سفر کې له پاچا چارلز سره تر لیدنې وروسته، په کمبرېج کې لوبغالي ته ښکته شوه. دغې لوبډلې د دوو سمبولیکو لوبو په کولو سره د افغان ښځو د هیلو پیغام نړۍ ته ورساوه.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو او د ښځو پر کار، زده‌کړو او ورزش له مطلق بندیز نږدې پنځه کاله وروسته، د افغانستان ښځو د کرېکټ ملي لوبډلې د انګلستان د کمبرېج په تاریخي لوبغالي «فنرز ګراونډ» کې خپلې لوبې ترسره کړې. دغې لوبډلې د نړیوالو محدودیتونو له امله د «۱۱ افغان ښځې» په نوم لوبېږي او په دوو شل اوریزو سیالیو کې د «بریتانیا د وسله‌والو ځواکونو د ښځو لوبډلې» او «د کمبرېج پوهنتون د ښځو کلب لوبډلې» پر وړاندې لوبغالي ته ښکته شوې.

د دغه لوبډلې بنسټ په ۲۰۱۰ کال کې ایښودل شوی و؛ خو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د کابل له سقوط وروسته، طالبانو د ښځو ورزش بند او د کرېکټ بورډ د ښځو برخه یې په بشپړ ډول وتړله. لوبغاړې اړې شوې چې خپلې جامې وسوزوي او د طالبانو له استخباراتو د ځان ژغورنې لپاره خپل مډالونه او بېټونه پټ کړي. هغوی په پای کې د استرالیا د حکومت په مرسته لومړی پاکستان او بیا استرالیا، کاناډا او بریتانیا ته پناه یووړه او خپل تمرینونه یې له صفر څخه پیل کړل.

د دغو سیالیو ترسره کېدو په نړۍ کې د ورزش د مدیریت یو لوی تناقض راپورته کړ. د کرکټ د نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي) د مقرراتو له مخې، غړي هېوادونه باید د ښځو ملي لوبډله ولري؛ خو دغه شورا لا هم د طالبانو تر کنټرول لاندې کرېکټ بورډ په رسمیت پېژني. همدا لامل دی چې د افغانستان د نارینه‌وو لوبډله بې له کوم خنډه په نړیوالو لوبو کې برخه اخلي، خو د ښځو لوبډله له خپل رسمي ملي هویت څخه محرومه ده او د یو بې‌بوديجې پناه کډوالې لوبډلې په توګه فعالیت کوي.

برېتانیا ته د دغې لوبډلې سفر د ښځو د شل اوریز نړیوال جام سره هم‌مهاله او د کمبرېج د «هیوز هال» غوندې د نامتو علمي بنسټونو په کوربه‌توب ترسره شو. د دې سفر تر ټولو مهمه پېښه په لندن کې د «کلارنس هاوس» په ماڼۍ کې له پاچا چارلز سره رسمي لیدنه وه. په دغه لیدنه کې د ټیم غړې شکریې نوري پاچا ته یو داسې بېټ ډالۍ کړ چې د ټولو لوبغاړو لاسلیکونه پرې وو او پاچا چارلز هم د هغوی مېړانه وستایه.

د لوبډلې لوبغاړې اوس د افغان ښځو د حقونو غږ ګرځېدلې دي؛ لوبډلمشرې ناهیدې دا حرکت «د بدلون لپاره یو خوځښت» وباله او بلې مشهورې لوبغاړې فیروزې امیري ټینګار وکړ، چې دوی د هغو میلیونونو افغان ښځو استازیتوب کوي چې د جنسیتي تبعیض لاندې له خپلو لومړنیو حقونو بې‌برخې دي.

ملا نورالدین ترابي وايي د ځیرکو موبایلونو کارول د دوی د ادارې لپاره جدي اړتیا ده

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
ملا نورالدین ترابي وايي د ځیرکو موبایلونو کارول د دوی د ادارې لپاره جدي اړتیا ده
100%

افغانستان انټرنشنل یو مکتوب ترلاسه کړی، چې له پېښو سره د طالبانو د مبارزې د چمتووالي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي لیکلي، ځیرک موبایلونه د دوی د ادارې اشد ضرورت دی، خو تر هغې چې د خپل مشر مولوي هبت‌الله اجازه ترلاسه کوي، په دفترونو کې به پر ځیرکو او غټو مبایلونو بندیز پر ځای وي.

په دغه مکتوب کې راغلي ددې ادارې ټول کارمندان د روان کال د محرم میاشتې له لومړۍ نېټې څخه په دفترونو کې د ځیرکو او غټو مبایلونو د کارولو اجازه نه لري.

100%

ملا نورالدین ترابي په مکتوب کې لیکلي، که څه هم د دوی اداره هره شېبه له طبعي پېښو سره د مبارزې او د خطرونو د کمولو لپاره د پېښ‌ځپلو د سر او مال ژغورلو په موخه غټو مبایلونو ته جدي اړتیا لري، خو تر هغې چې د خپل مشر مولوي هبت الله اجازه ترلاسه کوي، دا بندیز به پر ځای وي.

د طالبانو دغې ادارې د خپلو کارونو د تنظیم او د پېښو په وړاندې د ژغورنې ټیمونو د اجراتو د سقوط د مخنیوي لپاره څلور مشخصې لارښوونې کړي دي.

په لومړي ګام کې له ټولو کارمندانو غوښتل شوي چې خپل ساده تلیفونونه په دوامداره توګه فعال وساتي او د مرکز او ولایتونو رییسان باید خپل تر لاس لاندې کارمندانو د ساده مبایلونه شمېرې له مرکز سره شریکې کړي.

همدارنګه په مکتوب کې ټینګار شوی چې د مرکز او ولایتونو ترمنځ ټولې لیکلې لارښوونې او وړاندیزونه باید د برښنالیک له لارې تبادله شي.

دغه راز ویل شوي، هغه کسان چې برښنالیک ته لاسرسی نه لري، باید د ساده مبایلونو د لیکلي پیغام له لارې اړیکه ونیسي او کارمندان مکلف دي چې پیغامونو ته سمدستي ځواب ووایي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو لومړی ځل د طالبانو د عدلیې وزارت د یو سند خپور کړ، چې د دې ډلې مشر هبت‌الله اخوندزاده په یوه نوي شفاهي حکم کې پر ټولو طالبانو او دولتي کارکوونکو د ځیرک موبایل کارول بند کړي. په سند کې سرغړوونکي کسان مجرمان یاد شوي او وايي، نظامي محکمو ته به معرفي شي.

له دې حکم وروسته افغانستان انټرنشنل د ځینو مسوولانو غږونه ترلاسه کړل، چې د خپلې ډلې غړو ته د مولوي هبت الله د شفاهي حکم پر بنسټ د موبایلونو د ماتولو امر کړی و.

دوی همدراز سپارښتنه کوي، چې هر تن دې د موبایل له ماتولو وروسته په ځانګړې فورمه کې خپل نومونه هم ولیکي.

طالبان: په فاریاب کې مو پر ۱۹۲ جریبه ځمکه د ګیلاسو بڼونه جوړ کړي دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۷ GMT+۱
طالبان: په فاریاب کې مو پر ۱۹۲ جریبه ځمکه د ګیلاسو بڼونه جوړ کړي دي
100%

د طالبانو د کرنې وزارت وايي چې په فاریاب ولایت کې یې د کروندوه ګرو د ملاتړ او د تریاکو د کر د بدیل په موخه د ګیلاسو مثمر بڼونه جوړ کړي دي. دغه بڼونه د فاریاب د کرنې ریاست په همکارۍ د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې جوړ شوي دي.

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بڼونه د فاریاب ولایت په پښتون‌کوټ، ګرزیوان، خواجه موسی، خیبر او میمنې ولسوالیو کې جوړ شوي دي.

طالبانوو ویلي، په دغو ټولو بڼونو کې د اوبو د کمښت د مخنیوي او د مېوو د ښه کیفیت لپاره د څاڅکي اوبولګولو عصري سیسټم لګول شوی دی.

د طالبانو د کرنې وزارت د بدیل معیشت ریاست ویلي، چې د دغو بڼونو د جوړولو موخه په سیمه کې د کوکنارو د کښت د بدیل رامنځته کول او له کروندګرو سره مرسته ده. د دغه پروګرام له لارې په یادو ولسوالیو کې لسګونه سیمه ییزو کروندګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

په فاریاب کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولینو ټینګار کړی، چې دوی د اوبو لګولو د دغه نوي سیسټم د ښې کارونې لپاره بڼوالو ته مسلکي روزنه هم ورکوي.

د دوی په وینا، د ګیلاسو د دغو بڼونو مېوې به په راتلونکو کلونو کې د سیمې د اوسېدونکو په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

شهاب الدین دلاور: د طالبانو اوسنی نظام ټولګډونی دی او بدیل نه لري

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۶ GMT+۱
شهاب الدین دلاور: د طالبانو اوسنی نظام ټولګډونی دی او بدیل نه لري
100%

د طالبانو د شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ریس شهاب‌الدین دلاور، په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ادعا کړې چې د طالبانو اوسنی نظام ټول‌ګډونی دی او هېڅ بدیل نه لري. دلاور ویلي، هغه ادعاوې چې ګواکې د طالبانو حکومت یوازې د ملايانو په لاس کې دی، ناسمې دي.

هغه همداراز ادعا کړې چې د طالبانو په حکومت کې له مذهبي پلوه له خلکو سره تبعیضي چلند نه کېږي. نوموړي د عاشورا مراسمو ته په اشارې ویلي چې سږ کال دغه مراسم د شیعه وګړو لپاره په بشپړ امنیت کې ترسره شول.

د طالبانو دغه چارواکي د طالبانو تر منځ د یو کلک نظام د ټینګار په اړه ویلي چې د دوی د نظام ټول چارواکي د یوه امیر اطاعت کوي او هېڅوک نه شي کولای د هغه له امر څخه سرغړونه وکړي. نوموړي د پخواني جمهوري نظام له دورې سره په پرتله ویلي، هغه مهال د حکومت په بېلابېلو برخو کې اختلافات موجود وو او هر ولایت جلا تګلاره لرله.

دلاور زیاته کړې چې د اوسني نظام د «بې‌بدیله» کېدو یو مهم دلیل دا دی چې ټول چارواکي د رهبر امر ته ژمن دي او هره پرېکړه یې پرته له مخالفت څخه عملي کېږي.

هغه د پخواني جمهوري نظام پر سیاستونونیوکه کړې او ادعا یې کړې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې ګڼې ستونزې هوارې شوې دي. نوموړي د طالبانو حکومت «د خدای نعمت» وباله او ویې ویل چې خلک باید د دغه نظام له موجودیت څخه منندوی وي.

دلاور د خپلو خبرو په دوام کې د بشر حقونو او د ښځو د حقونو موضوع ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د دغو بنسټونو د فعالیتونو سربېره، په افغانستان کې تر درې میلیونه ډېر معتادین موجود وو چې د طالبانو له لوري راټول شوي دي. د هغه په وینا، په دغو معتادینو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

بلخوا،د طالبانو د شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ریس، له بهر مېشتو افغانانو غوښتي چې هېواد ته بېرته راستانه شي. د نوموړي په وینا، هېڅوک به بېرته راستنېدونکو ته ستونزه رامنځته نه کړي او هغوی کولای شي په ازاد ډول په افغانستان کې ژوند وکړي. هغه زیاته کړې، که څوک حقوقي دعوه هم ولري، د حل زمینه یې برابره ده.

دلاور زیاته کړې چې که بهر مېشتي افغانان هېواد ته راستانه نه شي، د هغوی شتون او نه شتون د نظام پر فعالیتونو کوم ځانګړی اغېز نه لري او حکومت خپل کارونه په عادي ډول پر مخ وړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بشري حقونو یو شمېر راپورونه ښيي، د پخواني جمهوري نظام ځینې منسوبین چې افغانستان ته راستانه شوي، نیول شوي، شکنجه شوي او په ځینو مواردو کې په مرموز ډول وژل شوي هم دي.

په ورته وخت کې، یو شمېر منتقدان د طالبانو د ټول‌ګډوني حکومت او د مذهبي تبعیض د نشتوالي ادعاوې شعاري او له عملي واقعیتونو لرې بولي. د دوی په وینا، طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې پر اهل تشیع وګړو بېلابېل محدودیتونه لګولي دي.