• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ماهرنګ بلوچ: په بند کې کتابونو زما د مبارزې باور لا پیاوړی کړی

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۱۵ GMT+۱

د بلوچ یووالي کمېټې مشره او د بشري حقونو فعاله ماهرنګ بلوچ، چې د عمر بند سزا ور باندې لګېدلې، ویلي چې د زندان پر مهال کتابونو ورسره مرسته کړې څو د انفرادي بند سختې شېبې وزغمي او د خپلې مبارزې پر هدف لا روښانه پوهه ترلاسه کړي.

ماهرنګ بلوچ ویلي، په بلوچستان کې د زده‌کوونکو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو غږونه په جبري لادرکه کولو، وژنو او هدفي تاوتریخوالي چوپ کېږي او له همدې امله د سوله‌ییز سیاسي فعالیت دوام ډېر ستونزمن شوی دی.
د هغې په وینا، حکومت سوله‌ییز سیاسي خوځښتونه د «دولت ضد» او یا هم «امنیتي ګواښ» په نوم یادوي او فعالان له نیونو، ځورونو او جعلي قضیو سره مخامخ کوي. هغې ویلي، اوس مهال د هغې او د بلوچ یووالي کمېټې د نورو مشرانو پر ضد په بلوچستان کې تر ۵۰ زیاتې قضیې ثبت شوې دي.
هغې زیاته کړې، د ورکو کسانو د کورنیو هر احتجاج د دوی پر ضد د نویو دوسیو د جوړېدو لامل شوی او ان د وسله‌والو ډلو اړوند لومړني معلوماتي راپورونه (ایف اې ار) هم پر سوله‌ییزو سیاسي فعالانو ثبت شوي، څو د هغوی پر ضد د تاوتریخوالي لپاره پلمه برابره شي.
ماهرنګ بلوچ ویلي، له دې ټولو فشارونو سره سره د بلوچستان خلکو سوله‌ییزه مبارزه نه ده پرېښې او د بلوچ یووالي کمېټې لپاره عدم تشدد یوازې سیاسي مبارزه نه، بلکې د بشري حقونو، عدالت او خبرو اترو لپاره دوامداره هڅه ده.
هغې د زندان د ژوند په اړه ویلي، کتابونه د انفرادي بند پر مهال د هغې تر ټولو ستره معنوي تکیه وه. د هغې په وینا، کتابونو یې سیاسي شعور، فکري ژورتیا او د مقاومت پر ارزښت باور لا پیاوړی کړی او د خپلې مبارزې د موخې په درک کې یې ورسره مرسته کړې ده.
ماهرنګ بلوچ ویلي، په زندان کې د دوی د اعتراضونو یوه مهمه غوښتنه کتابونو ته لاسرسی و، ځکه د انقلابي خوځښتونو او سیاسي مشرانو په اړه مطالعې هغې ته دا فرصت برابر کړ چې د خپلې مبارزې، باورونو او د ژوند د موخې په اړه ژور فکر وکړي.
هغې ټینګار کړی چې کتابونو د انفرادي بند تر ټولو سختو شېبو کې د دې توان ورکړی چې د خپل ولس درد او کړاو په ښه توګه درک او وزغمي.

ډېر لیدل شوي

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی
۱

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی

۲
روغتیا او ژوند

د مرستې اړتیا زیاتېدو سره سره؛ طالبانو کندهار کې د رواني روغتیا پر مشورو محدودیتونه لګولي

۳

اسماعیل میاخېل: کرزی او عبدالله دې د حکمتیار په څېر د طالبانو پر ضد ودرېږي

۴

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې د ماشومانو جذب او «بچه بازي» دوام لري

۵

له قضايي نظام څخه د ښځو سیستماتیک اېستل څنګه د عدالت غوښتنې لارې وتړلې؟