• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د خبرګان شورا اعلامیه: هر څوک چې نتنیاهو او ټرمپ ته لاسرسی ومومي باید یې ووژني

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۴ GMT+۱

د ایران خبرګان شورا ۶۶ غړو په یوې اعلامیه کې د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتو ته په اشارې سره وویل: «د رهبرۍ د سرو کرښو رعایتول واجب دي او له هغو څخه سرغړونه په هېڅ ډول روا نه ده». دوی زیاته کړې، هر څوک چې نتنیاهو او ټرمپ ته لاسرسی ومومي باید یې ووژني.

د ایران د خبرګان شورا غړو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو «مهدورالدم» وبلل او زیاته یې کړه: «د هغوی مجازات او د شهید امام د وینې غچ اخیستل په هیڅ ډول د بې پامۍ وړ نه دي او پر هر هغه مکلف چې هغوی ته لاسرسی پیدا کړي، واجب ده چې هغوی ووژني».

د خبرګان شورا د غړو د اعلامیې په بله برخه کې، د لبنان له سویل څخه د اسراییلي ځواکونو نه وتلو ته په اشارې سره ټینګار شوی: «د هرمز تنګي پرانېستل د چارواکو له ژمنو سره په ټکر کې دي او یوه سټراټیژیکه تېروتنه ګڼل کېږي او دښمن به د خپلو ژمنو ماتولو او نقض کولو په دوام کې نور هم زړور کړي».

ترویج لرونکی

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی
۱

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

۲

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو

۳

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۴

کوټه کې د «کابل جان» رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی په ډزو ووژل شو

۵

۴۱ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د ښځو ضد فرمانونه وغندل

•
•
•

نور کیسې

مقاومت جبهې تاجکستان ته د «ملي یووالي ورځې» د ۲۹مې کلیزې مبارکي وویله

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۴۷ GMT+۱
مقاومت جبهې تاجکستان ته د «ملي یووالي ورځې» د ۲۹مې کلیزې مبارکي وویله
100%

د مقاومت جبهې د تاجکستان د «ملي یووالي ورځې» د ۲۹مې کلیزې په مناسبت د دې هېواد ولسمشر امام‌علي رحمان او ملت ته یې مبارکي ویلې ده. دغې جبهې په همدې تړاو په یوې اعلامیې کې دغه ورځ په تاجکستان کې د یوې تاریخي روغې جوړې او د تلپاتې ثبات، امنیت او بې‌ساري پرمختګ پیل بللی دی.

دغې جبهې د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) په همدې تړاو په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د تاجکستان د تلپاتې سولې او ملي یووالي ۲۹ کلن دوام د دغه هېواد د رهبرۍ او ملت د لر لید، ګډ تدبیر او بې‌دریغه سرښندنو روښانه ثبوت دی. د مقاومت جبهې زیاته کړې، چې د تاجکستان خلکو او مشرتابه ثبات د تر ټولو لوړ ارزښت په توګه ساتلی دی.

د مقاومت جبهې په دغې اعلامیه کې د افغانستان د پخواني اسلامي دولت د مشر برهان‌الدین رباني او احمدشاه مسعود یادونه کړې، چې د تاجکستان له ولسمشر امام‌علي رحمان سره یې د سولې په ټینګښت کې مرسته او همکاري کړې وه.

په اعلامیه کې راغلي: «دغو مشرانو د خپلو ملتونو او سیمې د لوړو ګټو په ژور درک کولو سره جګړې ته د پای ټکي اېښودلو لپاره د روغې جوړې او ورورولۍ لاره غوره کړه او نړۍ ته یې د سولې ډیپلوماسۍ یوه تلپاتې بېلګه وړاندې کړه».

دغې جبهې ټینګار کړی، چې په تاجکستان کې سوله، ثبات او پرمختګ د افغانستان د خلکو پر برخلیک او هیلو مستقیم او حیاتي اغېز لري. د مقاومت جبهې د افغانستان د خلکو په ملاتړ کې د تاجکستان د اصولي دریځ، مرستو او همدردۍ له امله د دغه هېواد له مشرتابه او ملت څخه مننه کړې ده.

نتنیاهو: تر هغو به په لبنان کې پاتې شو چې حزب‌الله وسله پر ځمکه کېږدي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۵ GMT+۱
نتنیاهو: تر هغو به په لبنان کې پاتې شو چې حزب‌الله وسله پر ځمکه کېږدي
100%

د اسراییل لومړي وزیربنیامین نتنیاهو په یوې ټلوېزیوني وینا کې له لبنان سره د وروستۍ هوکړې په اړه وویل وکړ: «موږ د اسراییل د دولت لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه خپله کړه». هغه همداراز څرګنده کړه، اسراییل به تر هغې په لبنان کې حضور ولري، چې حزب‌الله خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

هغه زیاته کړه: «د اسراییل او لبنان ترمنځ د مذاکراتو له یوې اوږدې پروسې وروسته او د متحده ایالاتو په ملاتړ او برکت، موږ د تفاهم یو داسې چوکاټ ته ورسېدو چې موږ ته دا امکان راکوي، چې د جګړې د پای ته رسولو پر لور ګام پورته کړو او په راتلونکي کې ان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې هوکړې ته ورسېږو».

نتنیاهو څرګنده کړه: «د دغو تفاهمونو په چوکاټ کې، متحده ایالاتو او لبنان د لبنان په خاوره کې د یوه امنیتي کمربند د ساتلو لپاره د اسراییل حق په رسمیت وپېژانده، تر هغه وخته چې دا چاره زموږ د امنیت لپاره اړینه وي».

هغه ټینګار وکړ: «موږ به هلته خپل حضور ته تر هغو دوام ورکړو چې حزب‌الله او نور ترهګریز سازمانونه خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د لبنان له لوري د اسراییل پر وړاندې ګواښونه ختم شي».

د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز دفتر ته نږدې چاودنه او ډزې شوي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۱
د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز دفتر ته نږدې چاودنه او ډزې شوي
100%

دغه پېښه د شنبې ورځې په ماښام شاوخوا اته بجې د ګلستان جوهر په سيمه کې د رینجرز ځواکونو ودانۍ ته نږدې شوې ده.

د پېښې عيني شاهدانو ويلي، په لومړي سر کې یادې ودانۍ ته څېرمه زوروه چاودنه وشوه او بيا ورسره جوخت ډزې هم پیل شوې او شاوخوا دوه ساعته یې دوام وکړي.

د چارواکو په وینا، له پېښې وروسته په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نيول شوي او د قانون پلي کونکي ادارې هم سیمې ته رسېدلې دي.

د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ د ویاند په وینا، د ژغورنې ډلې هم د پېښې ځای ته استول شوي دي.

د سند حکومتي ویاند هم ویلي، د سند اعلی وزیر مراد علي شاه له پولیسو څخه د پېښې په اړه د تفصیلي راپور غوښتنه کړې ده.

د جماعت الاحرار په نوم یوې ډلې ادعا کړې، چې دا برید دوی کړی دی. د پاکستان حکومت دغه ډله د ۲۰۱۶م کال پع نومبر په مياشت کې ناقانونه اعلان کړې وه.
لا تر اوسه د احتمالي اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

د واشنګټن او تهران کړکېچ؛ تازه په هرمز تنګي کې پر یوې تېل لېږدونکې بېړۍ برید شوی

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۲ GMT+۱
د واشنګټن او تهران کړکېچ؛ تازه په هرمز تنګي کې پر یوې تېل لېږدونکې بېړۍ برید شوی
100%

د برېتانیا سمندري امنیتي اژانس ویلي، په هرمز تنګي کې یوه تېل لېږدونکې بېړۍ باندې توغندیز برید شوی دی. دا پېښه وروسته له هغې کېږي، چې امریکا او ایران د لنډمهالې سولې له هوکړې وروسته، پر یو بل تر ټولو سخت بریدونه کړي دي.

د برېتانیا سمندري اژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د بېړۍ د کنټرول خونې زیان لیدلی خو عمله یې خوندي ده. بلخوا د سمندري ځواکونو ګډ اژانس د امنیتي ګواښ کچه لوړه کړې ده.

په ورته مهال د ایران دولتي تلوېزیون راپور ورکړی چې د انقلابي ګارډ ځواکونو‌ پر هغو بېړیو «خبرداری ورکوونکي ډزې» کړي چې د ایران له اجازې پرته تېرېدې او اوس نورې بېړۍ مجبورې دي چې له تنګي څخه د تېرېدو لپاره له ایران څخه اجازه لیکونه ترلاسه کړي. ایران امریکا تورنه کړې چې په لبنان کې یې د اوربند په ټینګښت کې پاتې راتلو سره هوکړه ماته کړې ده.

دواړو غاړو یو بل د هغه هوکړه لیک په نقضولو تورن کړي چې څو ورځې وړاندې د څلور میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره لاسلیک شوی و. واشنګټن ویلي چې تېره شپه یې د ایران په خاوره کې هدفونه ویشتلي، په داسې حال کې چې ایران تېره شپه د غبرګون په توګه له امریکایي ځواکونو سره د تړلو هدفونو د ویشتلو خبر ورکړ.

د دې جګړې له امله د تېلو د سلګونو بېړیو د بند پاتې کېدو وروسته، په تېرو دوو اونیو کې د تېلو بیې نږدې د جګړې د پیل کچې ته راښکته شوې وې. واشنګټن د عمان ساحل ته نږدې د یوې سویلي لارې د پرانیستلو هڅه کوي، خو تهران غواړي بېړۍ د دغه هېواد له شمالي لارې او د دوی تر کنټرول لاندې تېرې شي، ترڅو محصول ترې واخلي.

ایران: امریکا پر موږ په برید کولو سره د تفاهم یادښت تر پښو لاندې کړ

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۰۵ GMT+۱
ایران: امریکا پر موږ په برید کولو سره د تفاهم یادښت تر پښو لاندې کړ
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر دغه هېواد د امریکا برېدونه غندلي او «وحشیانه» بللي دي. ایران دغه بریدونه د واشنګټن او تهران ترمنځ د تفاهم د یادښت نقض ګڼلی دی. تهران خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت د ټولو پایلو مسولیت د امریکا او هغو غاړو پر غاړه دی چې په دغو تېريو کې ورسره مرسته کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د امریکا په دغو بریدونو کې د ایران په سویل کې د ساحلي څارنې تاسیسات په نښه شوي دي. یاد وزارت زیاته کړې چې دوی په ځواب کې په سیمه کې د امریکايي ځواکونو پورې تړلي اهداف ویشتلي دي، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې دغه ځوابي بریدونه په کوم هېواد کې شوي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سیمې هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د «ښه ګاونډيتوب اصل» مراعات کړي او اجازه ورنکړي چې له خاورې یې پر ایران بریدونه وشي.

بل لور ته، د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنتکام) ویلي چې ځواکونو یې د جمعې په ناوخته د چنګاښ ۶مه، په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د تېرې ورځې د برید په ځواب کې، پر ایران «یو ځواکمن ځوابي» برید کړی دی.

هم‌مهاله د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي، د بحري ځواکونو له لوري یې د هغه څه په غبرګون کې چې دوی د «امریکا تېری او ژمنو ماتول» بولي، په سیمه کې د امریکا د پوځ پر مرکزونو بریدونه کړي دي.