• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان د ازبکستان د کرکټ ملي لوبډلې کوربه‌توب کوي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۲۸ GMT+۱

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د ازبکستان د کرکټ ملي لوبډله به د یوې دوستانه شل اوریزې سیالۍ لپاره د جولای په ۱۰مه نېټه د خوست په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د افغان ایلېون پر وړاندې ولوبېږي.

د کرکټ بورډ په وینا، دغه لوبه به د شپږیزې کرکټ لیګ د یوولسم پړاو سیالیو په لړ کې د سهار په ۹:۰۰ بجو ترسره شي او په هېواد دننه او بهر به په ژوندۍ بڼه خپره شي.
کرکټ بورډ ویلي، دا سیالي د افغانستان او ازبکستان د کرکټ ادارو ترمنځ د همکارۍ د هغه تړون له مخې ترسره کېږي چې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر میاشت کې لاسلیک شوی و.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ د ازبکستان په څېر د کرکټ له نويو او مخ پر ودې هېوادونو ملاتړ ته ژمن دی او له دې وړاندې یې هم د ازبکستان لوبغاړو او روزونکو ته د ظرفیت لوړونې او روزنیزو پروګرامونو زمینه برابره کړې ده.
هغه زیاته کړې، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ دوستانه اړیکې په وروستیو کلونو کې پراخې شوې دي او هیله لري چې د کرکټ په برخه کې همکاري به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د افغان ایلېون لوبډلې نوملړ به وروسته اعلان شي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري