کوټه کې د «کابل جان» رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی په ډزو ووژل شو

د بلوچستان مرکزي ښار کوټې د کچلاغ بايي پاس عثمانیه رسټورانټ ته نږدې د «کابل جان» مشهور رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو وژل شوی دی.

د بلوچستان مرکزي ښار کوټې د کچلاغ بايي پاس عثمانیه رسټورانټ ته نږدې د «کابل جان» مشهور رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو وژل شوی دی.
د پولیسو په وینا، نوموړی د شنبې سهار د کچلاک بایپاس په سیمه کې له خپل کور څخه د ښار پر لور په شخصي موټر کې روان و، چې وسلهوالو پرې ناتاره ډزې وکړې او له سیمې وتښتېدل.
د عیني شاهدانو په وینا، پولیس د پېښې ځای ته له ځنډ وروسته ورسېدل او د نوموړي جسد د هغه د یوه ملګري له خوا د کوټې یو روغتون ته ولېږدول شو.
د دغه روغتون یوه ډاکټر افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د محمد هاشم نورزي پر بدن درې مرمۍ لګېدلې وې، یوه یې پر سر او دوه نورې یې پر لاسونو لګېدلې وې. د ډاکټر په وینا، د سر مرمۍ د نوموړي د مړینې لامل شوې او هغه د پېښې پر ځای کې ساه ورکړې وه.
ځايي خبریال زینالدین افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د هاشم نورزي کورنۍ ورته ویلي چې له هېچا سره یې شخصي شخړه نه لرله او نه هم چا ورته کوم ګواښ یا اخطار ورکړی و. د هغه په خبره، همدا لامل و چې هاشم نورزي له ځان سره هېڅ ساتونکی نه ګرځاوه.
د زینالدین په وینا، هاشم نورزی د کچلاک د وزیراباد سیمې اوسېدونکی و او په کچلاک بازار کې یې د جامو د وینځلو د صابون کاروبار کاوه. وروسته یې د موټرو سوداګري پیل کړه او بیا یې د «کابل جان» په نوم رستورانت جوړ کړ، چې په لنډ وخت کې د کوټې له مشهورو رستورانتونو څخه شو. پولیس وايي، د وژنې انګېزه لا نه ده معلومه او د برید د عاملانو د پېژندلو او نیولو لپاره پلټنې روانې دي.
بل لور ته د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر د «کابل جان» رستورانت د خاوند د وژنې پېښه جدي بللې او اړوندو چارواکو ته یې امر کړی چې د ۲۴ ساعتونو په موده کې د پېښې بشپړ راپور وړاندې کړي.
د کورنیو چارو د وزیر مرستیال بابر یوسفزي ویلي، وزیر د قانون پلي کوونکو ادارو ته لارښوونه کړې چې د پېښې عاملان ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.