د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز دفتر ته نږدې چاودنه او ډزې شوي

دغه پېښه د شنبې ورځې په ماښام شاوخوا اته بجې د ګلستان جوهر په سيمه کې د رینجرز ځواکونو ودانۍ ته نږدې شوې ده.

دغه پېښه د شنبې ورځې په ماښام شاوخوا اته بجې د ګلستان جوهر په سيمه کې د رینجرز ځواکونو ودانۍ ته نږدې شوې ده.
د پېښې عيني شاهدانو ويلي، په لومړي سر کې یادې ودانۍ ته څېرمه زوروه چاودنه وشوه او بيا ورسره جوخت ډزې هم پیل شوې او شاوخوا دوه ساعته یې دوام وکړي.
د چارواکو په وینا، له پېښې وروسته په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نيول شوي او د قانون پلي کونکي ادارې هم سیمې ته رسېدلې دي.
د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ د ویاند په وینا، د ژغورنې ډلې هم د پېښې ځای ته استول شوي دي.
د سند حکومتي ویاند هم ویلي، د سند اعلی وزیر مراد علي شاه له پولیسو څخه د پېښې په اړه د تفصیلي راپور غوښتنه کړې ده.
د جماعت الاحرار په نوم یوې ډلې ادعا کړې، چې دا برید دوی کړی دی. د پاکستان حکومت دغه ډله د ۲۰۱۶م کال پع نومبر په مياشت کې ناقانونه اعلان کړې وه.
لا تر اوسه د احتمالي اوښتې مرګژوبلې په تړاو څه نهدي ویل شوي.