جمعیت علمای اسلام: حکومت دې د نړیوال بازار له کمښت سره سم د سون توکو بیې راټیټې کړي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ویاند اسلم غوري ویلي، په داسې حال کې چې په نړیوال بازار کې د سون توکو بیې د جګړې له پیل مخکې کچې ته راټیټې شوي، خو د پاکستان حکومت د بیو د کمولو پر ځای د یوې اوونۍ لپاره د اوسنیو بیو د ساتلو پرېکړه کړې، چې د ده په وینا «ظالمانه» کړنه ده.
غوري ویلي، حکومت هېڅکله د خلکو د اقتصادي فشار د زیاتولو فرصت له لاسه نه ورکوي او تل د پټرولو شرکتونو ګټې خوندي کوي.
د نوموړي په وینا، د ایران او اسراییل د جګړې له امله دومره زیان چې ایراني ولس نه دی لیدلی، تر هغه ډېر اقتصادي بار د پاکستان پر خلکو اچول شوی دی.
د جمعیت علمای اسلام ویاند پر حکومت نیوکه کړې چې د خلکو د ستونزو په اړه بېپروا شوی او د تېلو د نړیوالو بیو د راټیټېدو ګټه یې ولس ته نه ده رسولې.
