• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د بریدونو له سیوري لاندې؛ پاکستان او ایران د سولې پر هڅو غږېدلي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۰۳ GMT+۱

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سولې او ثبات پر اهمیت ټینګار کړی او د دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه یې د نږدې همغږۍ د دوام ژمنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، امریکا د ایران پر ځینو هدفونو تازه هوايي بریدونه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، اسحاق ډار په دې خبرو کې د سیمې او نړۍ د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د پاکستان پر رغنده رول ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد به د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د خبرپاڼې له مخې، عباس عراقچي د سولې د بهیر د ملاتړ په برخه کې د پاکستان له دوامداره همکارۍ مننه کړې ده. هغه همداراز د ایراني بېړۍ د عملې غړو او کب‌نیونکو د خوندي او اسانه بېرته ستنېدو لپاره د پاکستان له همکاریو هم مننه کړې ده.
دواړو وزیرانو هوکړه کړې چې د دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه به خپلې نږدې اړیکې او مشورې دوامداره وساتي.
دا خبرې په داسې حال کې شوي چې د راپورونو له مخې، د امریکا پوځ د جمعې په ورځ د شپږو پوځي الوتکو په کارولو سره د ایران پر څلورو هدفونو هوايي بریدونه کړي دي. ویل کېږي دغه بریدونه د ایران د سواحلو په اوږدو کې، هرمز تنګي ته نږدې سیمو او د قشم په ستراتیژیکه ټاپو کې ترسره شوي دي.
تر اوسه امریکايي چارواکو د بریدونو د پایلو، احتمالي تلفاتو او د هدف ګرځول شویو تاسیساتو په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي او ایراني چارواکو هم د دغو راپورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
دا پرمختګونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او د هرمز تنګي شاوخوا امنیتي وضعیت د نړیوالو اندېښنې راپارولې دي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري